مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-08-19   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ملي مـبارزاوسـیاسي لیکوال ارواښاد زرملوال

محمـدکـريـم ســرباز ســهاک

دافغانسـتان دکورنیوچـارو د وزارت پخوانی جـنـرال محمـدکـريـم ســرباز ســهاک:


لوی څښـتن دې ارواښـاد الحـاج غلام محی الدین زرملوال ته مغفرت وکړي ، الله تعالی (ج) دې ده ته جنـتونه په نصیب کړي ، کورنۍ او دوستانوته یې ( زما په ګــډون ) دزړه صـبر غواړم .

ارواښاد زرملوال داُتـوکـراتیک ( مطلقه ټولواکي ) رژیـم پرضـد مبارزه کې ( د ويښـوزلـمیـانو د مسالمت آمېزې سیاسي مبارزې) ډېـرغښـتلی ،خوځـنـد او زړورمبارزشخصیت ؤ، دده ځواکمن سیاسي تفکـراو دغـدارانوپه وړانـدې دده قلــم ترحُــم نه درلود.
دارواښاد زرملوال هـرې مقالې به دشاهي ارګ ډبـریـن دیوالونه او د دولـتي دســپوتیـزم ماڼۍ لړزولې، کله به چې  دده مقالې بې پښـتوټولواک اودکورنۍ غړیوته په پاړسو ژباړل کېـدې دوی یې په روحي رنځ اخته کړی ول .
مرحوم زرملوال دسـپـېڅـلې سیاسي مبارزې په بهـیرکې دټـولواکي نظام د هـیـڅ ډول اســتبدادي ګواښـونو اوتـطمیعي چـلنـدونو په وړانـدې تسلیم نشو.

دده ریالسـتیکه مبارزه دبـېوزلوهیوادوالوپه ملاتـړاو دظالمانوپرضـد روانه وه، دپښـتـنویووالی ،پوهه ، اقتصادي بســیا اوځواکمنـتوب د ارواښـاد زرملوال ارمان ؤ .
غوړه مال،اپـرچونسـت ،دپـردیولاسـپوڅي ،بې کفایته اوپښـتون دُښـمنه کسان یې د « ټولنـې دمکروب » په نامه یاده ول

دافغانسـتان په اړونـد د « بُـن تړون » یي دافغانانوپرضـد د مافیـايي او ټـروریـسـتي تړون په نامه یاداؤ ،او په ټولو نړیوالو کنفرانسونو کې يي په زغرده ویل چې « د بُن تړون دپښـتـنوضـد تړون دی » .

زه له ټولو پښـتـني لیکوالو،پوهانو،دقومونوله مشرانوهیله کوم چې د پښـتـني یووالي په روحیه ( له پرونـيو اړېکو تېـرشئ ) په نه ماتېدونکې اوغښـتلي تړون سره راغونـډ شـئ او که نه ؛  نو بهرني ښـکېلاک کران اوکورني توطیه ګران به دپښـتون نسل نابود کړي .

مرحوم زرملوال چې زمونږملي مبارزشخصیت اوســیاسي لیکوال ؤپه دې هیله چې ټول لیکلي چاپي اوقلمي اثاریې په پښـتـني ویـپاڼو کې خپاره او  له هـرې لیکنې څخه یې دپښـتـنودیووالي په اړونـد زده کړې وشـي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery