مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-10-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

اروا ښادډاکټر اسدالله بها

benawa afghanistan
هادي
ډاکټر اسدالله بها د بهاول خان زوی او د ۱۹۴۹میلادي کال دډسمبرپه ۱۹د وردګو د یوسف خیلو په کلي کي زیږیدلی دی

د بېنوا ويبپاڼي خپرنيزه څانګه په اتريش کي د ښاغلي ډاکټر بسم الله امير څخه مننه کوي چي د خدای بخښلي ډاکټر اسدالله بها د ژوندليک په برابرولو او راليږلو کي يې له موږ سره همکارې وکړه .

 

ډاکټر اسدالله بها د بهاول خان زوی او د ۱۹۴۹میلادي کال دډسمبرپه ۱۹د وردګو د یوسف خیلو په کلي کي زیږیدلی دی او په وردګو کي بیا میر خیل دی .

خدای بخښلي بها خپله لومړنۍزده کړه ددیني علومو په برخه کي په خپله سیمه کي سرته رسولې او د منځنۍ زده کړي له پاره کابل ته ولاړ او هلته د رحمان بابا په لیسه کي د شمول د موفقانه ازمویني وروسته ،په کال ۱۹۵۹په دغه لیسه کي داخل شو او خپل منځني تحصیلات یې په کال ۱۹۶۵په بریالیتوب سر ته ورسول  .

د لیسې له فراغته وروسته د کابل پوهنتون  د ادبیاتو په پوهنځی کي شامل شو،خو لږه موده وروسته یې سکالرشپ واخیست او اسټریا ته لاړ .

هلته یې په کال ۱۹۶۵پوهنتون ته د تیارۍ له  پاره په مقدماتي درسونو پیل وکړ او له بریالیتوب وروسته به کال ۱۹۶۷کال کی د ښووني اوروزني په څانګه کي په پوهنتون کي شامل شواو په ۱۹۷۸کال کي یې خپل عالي تحصیلات په بري سر ته ورسول،د ښووني اوروزني په برخه کي یې ډاکټري واخیسته .

 

 

کار او ماموریت :

له ۱۹۷۹ تر ۱۹۸۰ پوري یې د اسټریا کنټرول بانک  ــ د مخ پر وده هیوادونو د اسنادوپه برخه کي کارکاوه .

په کال ۱۹۸۰کي یې دډاکټرۍ له عالي تحصیل  نه پرته ، د بین المللی څیړنوپه  برخه کي ډپلوم واخیست .

د ۱۹۸۱تر ۱۹۸۶د اسټریا د ښووني اوروزني بیبلیګرافي په برخه کي کار کاوه . د ۱۹۸۲تر۱۹۹۸پوري د ویانا له سندر غاړو هلکانو یا(وینر سینګر کنابن)سره د ښووني اوروزني په برخه کي د سلاکار په توګه دنده تر سره کوله

له۱۹۸۹راهیسي د ویانا په بو هنتون کي د ښووني او روزني تدریس  د علومو په انستیتوت کي تدریس کاوه .

د ۱۹۹۸را په دیخوا یې په لیسه کي درس ورکاوه .

آستاد بها د مخ پر وده هیوادو او په تیره بیا د سیاسي اوروزنیز سیستم سلا کار او صاحب نظر پیژندل کیده .

ډاکټر بها د ۱۹۹۹میلا دي  را په دیخوا ( دافغانستان دبیا ودانولو مرستی ټولني) مشر پاتي شوی دی او دده لیاقت او فعالیت  له امله د ټولني او (افغان ولس) مجلې په کار کي وقفه نه ده راغلې . د ټولني د مشر تابه جرګه او نور غړی به د هیواد ددغه صادق زوی خدمتونه هیر نه کړي .

مرحوم ډاکټر بها یو زیات شمیر خپروني لري چي دلته یز دیو څویادونه کوو:

 

ـــ په مخ پر وده هیوادو کي د لویانو زده کړه او سواد  .

ـــ بیسوادي په دریمه نړۍ کي .

ــ لوست او لیک او د ټولني په دیموکراسۍ کي دهغو برخه .

ــ د جنوب له خوا غږ ــ د پرمختګ الفباــ بیسوادي په دریمه نړۍ کي .

ــ به مخ پر وده هیوادو د مغزو فرار پر ضد .

ــ د ویانا سندر غاړي هلکان ،ددوی دښووني او روزني چاپیریال .

ــ د ژوند د امکاناتو نه د ګټي اخیستوله پاره روزنه .

ــ به مخ پر وده هیوادو کي د ښځو د سرنوشت ټاکني حق .

ــ دننه په استریا کي او له اسټریا نه بهر  ورځپاڼو او مجلو کي بېلا بیلې مقالې .

همدغه شان له ۱۹۹۹میلادي کاله راهیسي د(افغان ولس )مجله کي بېلا بیلي علمي مقالې .

ارواښاد ډاکټر اسدالله بها په اتريش ( استريا) کي د ناروغۍ له کبله  د شپږپنڅوسو کالو په عمر له دې نړۍ د تل له پاره سترګي پټي کړې  روح دي یې ښاد وي .

اروا ښاد ډاکټر بها یوه لور لری : نادیه ډیوه بها،چي اوس  په پوهنتون  کي پر خپله ماسټرۍ کار کوي .

 

 

له چپې خوا:

ښاغلي - ځدراڼ ، طارق رشاد، اسدالله بها،ساپی ،مسعود ماليار، ډاکټربسم الله  امير،پوهنمل ډاکټر عبدالحی نظيفي ،ليکوال او څېړونکی ښاغلی زرين انځور ،او . . .  په ويانا کي د علامه رشاد بابا د درې اتيايمي کاليزي په غونډه کي . 2004 د جنوري لسمه نېټه اتريش د ويانا ښار ( د ښکلا مجلې له ارشيف څخه )

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery