مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-06-16   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

بریښنا تحریک

benawa afghanistan
خالدهادي حیدري

دبېنوا پاڼي درنو لوستونکو نن درته د یو داسي ژورنالیستي ژوندپاڼه ستاسي مخي ته ایږدو چي د هیواده لیري په پردۍ کلتوري محور کي بیا هم د یو رښتني افغاني پیِغلي په نوم ئې نړیوال شهرت خپل کړی دي  اوپه ډيړه مړانه ئې د پښتني کلتور دلابډایني لپاره خپلي هلي ځلي ګړندی کړي دي . 

هو دغه پښتنه پیغله بریښنا تحریک نومیږي چي دکابل په واصل اباد سیمه کي ئې دلغمان د الینګارولسوالۍ  د نیازیو د پاچاخیلودکلي داوسیدونکي محمدعزیز تحریک په کاله کي  سترګي دنیا ته پرانستي دي .
لومړنۍ زده کړي ئې دواصل اباد دعمران خان په ښونځۍ کي پیل کړي که څه هم لومړنۍ او دوهمه ټولګۍ ئې په  پښتو ولوستلې خو دريم ټولګى يې دسيد نور محمدشاه د مېنې (کارته نو) د توتيا په ښوونځي کې په دري ژبې ولوست

برېښنا تحريک په ١٩٩٠ م کال کې له خپل مور و پلارسره داوکرايين جمهوريت دلووف ښار ته لاړه ( پلار يې هغه مهال په لووف کې په ژورناليزم کې ماستري لوستله ) په ١٩٩١م کال کې بېرته دګران هېواد دافغانستان خوږې او تودې غېږې ته راغله ...
برېښنا تحريک د کورنۍ جګړو دناتارله امله په ١٩٩٢ کال کې له خپل مور وپلار ، دوه خوېندو(ډيوه تحريک او لمبه تحريک ) سره دروسيې دکراسنادار ولايت دارماويرښار ته کډواله (مهاجره) شوه . شپږمياشتې هلته واوسېدل او بيا ددهغه ځایه د اوکرايين د لووف دمور شين قريې ته ولاړل ، هلته يې هم شپږمياشتې تېرې کړې . په ١٩٩٣ م کال کې له خپلې کورنۍ سره د مسکو ښار ته وکوچېدل .
برېښنا جانه له ١٩٩٣م کال څخه تر ٢٠٠١ م کال پورې دمسکو په بيلابيلو برخو کې و اوسېدله . دښوونځي (٢-٩) ټولګي يې په روسي ژبې د مسکو په (( لوبلينو )) کوڅه کې ولوستل . د ٢٠٠١م کال د فبروري په يولسمه نېټه له مسکو څخه د امريکې د متحدو ايالاتو د کلفورنيا د ولايت د سانديېګو ښار ته له خپلې کورنۍ سره يوځاى واستول شوه . دښوونځي (١٠-١٢) ټولګې يې په انګرېزي ژبې ولوستل . برېښنا هم په روسيې او هم په امريکائې ښوونځيو کې  اولنمره وه.
برېښنا له ښوونځي نه وروسته کالج ( د پوهنتون لپاره د چمتوالي ځانګړى ښوونځى ) په بري سره پاى ته ورساوه او ورپسې د سانديېګو دښار په پوهنتون کې دپيلوټۍ ( ملکي هوانوردۍ ) دفاکـــولتې محــــــصــله شوه . پيــلوټۍ يې خـــلاصــه کـــړه . بـــيا يې هــمزمان نيـــمه ورځ په (( وېستـــرن يونين بانک)) کې کار کاوه او نيمه ورځ يې دوه نورې فاکولتې ( ژورناليزم او سوداګري ) يعنې ( Journalism ، Business ) هم تعقيب کړې . اوس يې د زده کړو وروستى کال دى .

بریښنا تحریک دکوچنیوالي څخه دژورنالیزم او تخنیک سره بې کچه مینه درلوده او دهمدي میني او دخپل پلار مسلکي ملګرتیا دا دژونالیزم ډګر ته راویستل او دوه نيم کاله وړاندې د ((پيغام  افغان )) له ټلوېزيون سره ئې  خپله همکاري پيل کړه . په ډېر لږ وخت کې يې دليدونکو _ اورېدونکوپه زړونو کې ځانګړى ځاى وموند .
هلته د(( دځوانانو نړۍ )) پروګرام پروډيوسره ده اود دوه نيموکالو په اوږدو کې (٢٥٠) ښوونيزي _ روزنيزې خپروني  د پيام افغان د ټلوېزيون څخه خپرې کړي دي

ددې ترڅنګ يوه بله خپرونه د (The Best of the best ) ((د بهترينو بهترين )) مخته وړي . سربېره پردې دسانديېګو پوهنتون کې دروسي ژبې استاده هم ده . برېښنا تحريک په پښتو، دري ، روسي ، انګريزي او هندي ژبو ليکل ،لوستل او روانې خبرې کولى شي .

برېښنا تحريک د خپل ژورنالستيک فعاليت له برکته نن ورځ په آسيا ، اروپا ، آمريکا ، افريقا او استرلياکې مشهوره نجلۍ ده او ډېر خلک يې په نړۍ کې پېژني . هر افغان ( افغانه ) يې په نېک نوم ، ښې پوهې ، ښه چلند ، ګټور زيار او پرله پسې تکل افتخار کوي . هر څوک يې هر کله او هر چېرې دزړه له تله درناوى کوي .

دهمدې ددغه  وړتیا  له امله په امريکې کې يوه مجله چي  د ((ستوري)) په نوم په انګريزي ژبې (Star) خپرېږي . تېر کال (٢٠٠٩م کال)د برېښناتحريک لنډه بيوګرافي او عکسونه خپاره کړل ، مجلې برېښناته د (Girl of the month ) لقب ورکړ.

برېښنا تحريک د ځوانانو نړۍ په خپرونه کې ډېرزيات اسلامي ، کلتوري ، علمي ، ملي ، تاريخي ، ښوونيز ، روزنيز ، فرهنګي ، ادبي مسايل خپلو ليدونکو ته وړاندې کوي او ګڼ شمېر افغاني ، پاکستاني ، هندي ، ايراني ، تاجکي شاعرانو ، هنرمندانو ، ليکوالو ، پوهانو ، محصلينو ، صاحب نظرانو ، سپورت مينانو ، استادانو او ممتازو ځوانانو سره يې مرکې کړي دي ، دوى يې دخپلو خپرونو مېلمانه کړي دي .
برېښنا دخپل ژورنالستيک فعاليت له پلوه په امريکا کې د ((نور )) ټلوېزيون د (( آدب غوټۍ )) چلوونکي ښاغلي شاعر عاشق (( لونګين فنا )) د ( ٢٠١٠م ) کال د جنورۍ په پنځمه نېټه د خپل پروګرام مېلمه کړه . دبرېښنا يې دخپل ټلوېزيون ليدونکو ته په ډېر درناوي ورپېژندله .
دپروګرام په پاى کې دنوموړي پرګرام  دادب دغوټۍ په زرغون مډال وویاړول سوه
برېښنا تحريک له خپل ګران هېواد افغانستان ، له خپلو هېوادوالو ، خپل هېواد، تاريخ ، ملي کلتور  ، داسلام له سپېځلي دين ، علم ، پوهې ، ښوونې او روزنې سره اورنۍ مينه لري .

بریښنا تحریک

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery