CLOSE X
Loading Image...
مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
شنبه د ١٤٠٣ لمريز کال د سلواغې ٦
دخپریدو نیټه : 2005-08-28   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د افغانستان عدليې وزارت مشرتابه ته !!!

خان خادم کوچى

د افغانستان د حکومت په درې کلنه دوره کې چې ښاغلى رهين په دغو ټولو دورو کې د کلتور وزير پا تې شوى دى .
د دغه حکومت له لومړۍ ورځې څخه په ټولوخپرونواورسنيوکې پښتوژبې ته دوهم ځاى ورکول شوګواکي پښتوژبه دمليتوب له لوړبرم څخه دوهم پوړ ته راوغورځول شوه، له رسمې ادارو او بېلا بېلو وزار تو نو څخه پښتو ژبې لوحې وغو رځول شوې اوپرځاى يې نورې په بله ژبه لوحې ولګول شوې لکـــــــــــــــــــــــــه :
د اوبواوبرېښا وزارت په وړاندې ليکل شوي وو ( داوبواو برېښنا وزارت )
د بهرنيو چارو وزارت په وړاندې ليکل شوي وو ( د بهرنيوچارو وزارت )
د سوداګرۍ د وزارت په وړاندې ليکل شوي وو ( د سوداګرۍ وزارت )
د عدليې د وزارت په وړاندې د رسمي جريدې د دفترپه ټنډه ليکل شوي وو
(درسمي جريدې پلورنځى) همدغه ډول يوه ډېره نوې لوحه دلوګرپه ولايت کې لګول شوې ده چې پري ليکل شوي (............................)
همدغه ډول درنګ اور ونګ په نامه باندې ټول پښتوژبي ليکل دخلکو له پامه ورک ،پنا، لونياشول او وغورځول شول سړى ويلى شي چې ددغه ډول واکمنيو په وجودکې يو ډول خيالونه و نډه لري .
همدغه ډول سړى نه شي ويلى چې دکومې تګلارې اوقانون له مخې د کلتور وزارت نوم په فرهنګ واړول شو،د ملى ګالري نوم په هنرستان واړول شودڅه له پاره د چادخوشاله کولو له پاره ؟؟؟؟؟
په ځينې پارکونو او لويو لاروباندې نومونه کېښودل شول چې په يو لوري يورې اړوندکېدلى شي همدغه ډول دځينې ادارو په وړاندې او دهغوى په کاغذونو کې يوټکى پښتوژبه نه ليدل کېږي لکـــــــــــــــه: (دا داري سمون اداره )چې زموږترليدلوپورې يې پښتوژبه نه لرله .
د عدليې وزارت له مشرتابه څخه په ډېردرناوي هيله کېږي ترڅو زموږ دخلکو ژبني حقوق لـــــــــــه اير غګروڅخه خوندي اود ژغورنې په اړونديې ګامونه پورته کړئ.

درناوى
خان خادم کوچى

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery