مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-03-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ډاکټرنثار احمد صمد

benawa afghanistan
خالدهادي
ډاکټرنثار احمد صمد په ۱۳۳۴ لمریز کال ( ۱۹۵۵ ع ) کی په کندهار کی زوکېدلی ، د میرویس نیکه د لیسې تر بشپړولو وروسته  په ۱۹۸۱ کی د کابل پوهنتون د وترنري پوهنځی څخه فارغ سوی دی . په ۱۹۸۴ کی د کندهار ښار په شپږمه ناحیه کی د روسي الوتکو په واسطه  د دوی د کور تر بمبارۍ وروسته ( چی م ور او دوې ځواني خویندی یې  شهیدانی سوې ) صمد او پاتی کورنۍ  پاکستان ته مهاجر سول . ده هلته په کویټه کی د ملګرو ملتونو د دفتر په زراعتی څانګه کی د وترنري د آمر په توګه دوه کاله کار وکړ چی په دې ایالت کی د افغان م هاجرو په کیمپونو کی د هغوی د څارویو د وترنري او مالداري خدمتونو مسؤل و . دﺉ وروسته په ۱۹۸۸ کی هند ته ولاړ او هلته  یې د عرفان کلتوری مرکز ایجاد او فعال کړ چی له دې لاری یې زیات کلتوری او خپرنیز فعالیتونه وکړل او بېلابیل آثار یې خپاره کړل . دغه مرکز وروسته د برهان الدین ربانی سفارت د هندي پولیسو پواسطه وتړﺉ او صمد یې تر جدی تحقیقاتو حتی تهدیدونو لاندی راوست . صمد په هند کی دوولس کاله پاته سو څو چی د ۱۹۹۹ په پای کی کاناډا ته قبول سو او تر اوسه هلته اوسیږی .
صمد په دې شلو کالو کی ډیري ( یعنی د سلو په شاوخوا کی ) مقالې لیکلي او ژباړلي دي چی په متعددو خپرونو کی نشر سوي دي . صمد بېلابیل آثار هم لیکلي یا ژباړلي دي چی ځینی خپاره سوي او یو شمیر لا تر اوسه نه دي خپاره سوي چی مهم یې دا دي :
 
۱ – فاجعه قرن ما ، ډګروال محمد یوسف او جګړن مارک ا� �کین ( په ۱۹۹۶ کی چاپ سوی دی )
۲ -   د لستوڼی مار ، بروس ریچرډسن (  په ۱۹۹۸ کی چاپ سوی دی )
۳ – د افغانستان د بهرنیو اړیکو تاریخ ، پروفیسور لوډ ویک اډامیک (  په ۱۹۹۹ کی چاپ سوی دی )
۴ – ازبین بردن تفاوت ها ، وحید سرور او زرڅانګه پوپل (  په ۲۰۰۶ کی چاپ سوی دی )
۵ – قرآنی ریاضی ، نثار احمد صمد  ( په ۲۰۰۹ کی چاپ سوی دی ) 
۶ - بوش په جنګ کی ، باب وډوارډ (  په ۲۰۰۸ کی چاپ سوی دی )
۷ - اسراییلی تبلیغ ډله او د امریکا بهرنۍ تګلاره ، سټیفن والټ او جان میر شایمر ( په افغان رساله کی مسلسل خپور سوی دی ) 
۸ - درغل دولت ، ویلیم بلوم ( په افغان رساله کی منظمأ خپریږی )
۹ - افغانستان : سیاسی کمزوري ، ډاکتر نبی مصداق ( تر چاپ لاندی دی )
۱۰ – د آزادۍ بیه : د افغانستان ویر ، سید قاسم رشتیا ( نا چاپه )
۱۱ – شیر شاه او د هغه عصر ، کا� �کارنجن قانونګو ( نا چاپه )
۱۲ – اسرایل په فلسطین کی ، نثار احمد صمد ( نا چاپه )
۱۳ – پښتو لیک لوست ، نثار احمد صمد ( نا چاپه )
۱۴ ـ د کابل پیغله ( ترجمه ـ ناچاپه )
۱۵ ـ پښتني نکلونه ( ترجمه ـ ناچاپه )
۱۶ ـ د نړۍ بهترین داستان ، نثار احمد صمد ( نا چاپه )
۱۷ ـ د پند او عبرت څو قصې ، نثار احمد صمد ( نا چاپه )
۱۸ ـ قرآنی ساینس ، نثار احمد صمد ( نا چاپه )
۱۹ ـ افغاني ښځي ، د ترور او سیاست تر سیوری لاندی ( ترجمه ـ ناچاپه )         
 په « مجاهد ولس » او « دعوت » کی پخوا د صمد زیاتی لیکنی خپرې سوي دي او فعلأ په  « افغان رساله » ، « آینه افغانستان » او « کندهار » مجله  کی د ده مقالې خپریږی . صمد د څو افغانی ویب پاڼو (منجمله بېنوا )  سره هم قلمی همکاري لری او لیکني او ژباړي  یې وخت پر وخت هلته خپریږی . ده څو ځله د پیام افغان  او امریکا ږغ راډیو او آریانا افغانستان د ټلویزیون سره مصاحبې کړي دي . صمد د خپلی کورنۍ سره د کاناډا په ټورنټو کی اوسیږی . 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery