مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-07-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دلوى امپراطورحضرت احمد شاه بابا د ژوند او كارنامو نېټه ليكونه

راټولونكي: عبدالولي "امين"

 

د شرق (ختيځ) لوى امپراطور ستر سياست پوه...د ننني افغانستان بنسټ ايښودونكى...حضرت احمد شاه بابا د ژوند او كارنامو نېټه ليكونه


 راټولونكي: عبدالولي "امين"
 
 1135ق 1722 م
 احمد خان ابدالي د زمان خان سدوزي زوى دزرغوني له نسه په هرات كي وزيږيدي.
 1154ق 1741 م
 نادرشاه افشار احمدخان ابدالي له مازندرانه را وغوښت او دخپلو همركابو ابداليانو په مشرتوب ئي وګوماره.
 1160ق 1747 م
 نادر شاه افشار د خبوشان په فتح اّباد كي دخپلو درباريانو لخوا ووژل سو (ديكشنبي شپه 11 جمادي الاخري ) احمدخان ابدالي او نورپښتانه د هرات له لاري له مشهده قندهار ته راغلل (رجب) دقندهار په شيرسرخ كي دپښتنو لويه جرګه جوړه سوه او په نهمه ورځ يي احمدخان سدوزي د زمانخان زوي 25 كلن ځوان په افغاني سلطنت د احمدشاه دراني په نامه انتخاب كي او دغنمو وږئ يې دده په پګړۍ كي وټومبه (شوال 1160 ق اكتوبر).
 1160_1186 ق 1747 _ 1772 م
 داحمدشاه بابا ابدالي د زمان خان سدوزي د زوى د سلطنت دوره چي پايتخت ئي قندهار و.
 احمدشاه غزني كابل او پيښور له ناصرخان څخه ونيول.
 1161 ق1748 م
 احمدشاه د دېرش زرو لښكرو سره دكابل او پېښور له لاري تر اټك او جېلم پوري ونيول او د لاهور څخه تر 13 ربيع الاول 1161 ق سرهند ته ورسيدي ، په سنده كي ئي ميا نورمحمد كلهور پاچا كي دده په امر محمد قاسم د عندليب په نامه يو توپ په پېښور كي جوړ كي.
 1162ق 1748 م
 لاهورته د احمدشاه جنګي سفر او د پنجاب د مالياتو
 ټولونه و مير معين الملك ته سپارل.
 1163ق 1749م
 احمدشاه هرات ونيو او ميرزا شاهرخ د نادر افشار لمسي ته ئي مشهد وسپاره او په هرات كي يې درويش علي خان هزاره مقرر كي.
 1164ق 1750 م
 احمدشاه قلات ونيو او مير نصيرخان بلوڅ ته ئي وسپاره .
 وزير شاه وليخان مرو_ميمنه ،اندخوى _ تربدخشانه ونيول.
 شاه رخ دنادرافشارلمسي په مشهد كي داحمد شاه په نامه سكه ووهل.
 احمدشاه دلاهور جنګي سفر وكي او ښاغاسي عبدالله خان كشمير ونيوي. قلندرخان دهلي ته داحمدشاه له خوا په سفارت ولاړ او پنجاب ، سنده او كشمير په احمدشاهي سلطنت كي داخل سوه.
 1166 ق 1752 م
 سردار خان جهان پوپلزي د احمدشاه په امر دكابل كلا ترميم كړه او لس دروازي ئي وركړي .
 1167ق 1753م
 احمدشاه سند ته ولاړ او بيا يې مشهد محاصره كي او نورمحمد خان افغان ئي د شاه رخ ميرزا نايب وټاكه او ټول خراسان يې په هرات پوري ونښلاوه .
 په 4 دمحرم احمدشاه سند ته ورسيدي او ښكارپور ولايت ئي په قندهار پوري وتاړه او محمد مراد ياب خان د نورمحمد زوي يي دسربلند خان په لقب د سند پر تخت كښيناوه .
 1168ق 1754 م
 په قندهار كي لومړى موزيم (بيت الاشراف ) جوړ سو (ربيع الثاني)
 1170ق 1756 م (پېښلك _ حبيبي صاحب)
 د شهزاده تيمور په امر خصم افګن توپ په لاهور كي جوړ سو او په پنجاب كي 200 داني كښتۍ جوړي سوې.
 احمدشاه ډهلي په 7 د جمادي الاولي 1170 ق ونيوي دوهم عالمګير ئي د هغه پر تخت كښيناوه او دهغه وريره ئي شهزاده تيمور ته وغوښته ، نظام الدوله ئي د ډهلي وزير او نجيب الدوله ئي سپه سالار مقرر كي.
 په مكه كي د افغاني حاجيانو لپاره سليماني كاروانسراي د احمدشاه په امر حاجي عبدالكريم باركزي او حاجي محراب خان نورزي جوړ كي (ربيع الا ول غره 1170 ق)
 1173 ق 1759 م
 احمدشاه دهند و دتا (80) زره لښكر په شمالي هند كي مات كړل (جمادي الاخري )
 1174 ق 1760م
 احمدشاه د (60گ) زرو لښكرو سره دپاني پت پر ډګر د لسو لكو مرهټانو او هندوانو سره جنګ وكي او په 6 د جمادي الاخري 1174 ق ئي بري وموند ، دوه لكه تنه ووژل سوه 50 زره اّسان او 2لكه غوايي او 500 فيلان او 22000 بنديان ئي ونيول ، وروسته ئي شاه عالم د ډهلي پرپاچهي پرېښود.
 په همدغه كال احمدشاه د كندهار اوسنى ښار بنا كي او شهزاده تيمور ئي د هرات حكمران كي .
 په پنجاب كي د جيسا سنګ شورش او په 11 د رجب 1175 ق له دوي سره د احمدشاه جنګ او ماتول او پر دوي بري او تر 1177ق پوري په پنجاب كي پاتيدل.
 احمدشاه بابا يو سفارت چين ته واستاوه .
 دتاشقرغان (خلم) د ښار بنا چي په 1165 ق نوي شروع سوي وه ، په 1175 ق د شهزاده سليمان او عبدالله خان په امر بهرام خان د هغه ځاي حاكم تمامه كړه.
 1177ق 1763 م
 احمدشاه سلطان مصطفي خان خليفه عثماني ته وليكل چه دي په مدينه كي يو مسجد جوړول غواړي مګر خليفه جواب وركي او وئي نه منل.
 داحمدشاه په امر زمان خان دلاش كلا په فراه كي جوړه كړه .
 1181ق 1767 م
 احمدشاه دهرات له لاري ميمني ته ورسيدي او د بخارا د پادشاه مراد بي سره ئي درياي اّمو سرحد وټاكي .
 1182 ق 1767 م
 احمدشاه په سنده كي دحيدراّباد ښار بنا كي .
 خرقه شريفه دجوزجانه دكابل دلاري وزيرشاه ولي خان كندهار ته يووړه (يكشنبه 9 ربيع الاول)
 1183ق 1769م
 احمدشاه مشهد ته ولاړ او نصيرخان بلوڅ هم د 20 زرو بلوڅانو سره دده ملګري و. هلته ئي نصرالله ميرزا دشاه رخ زوي د نادر افشار لمسئ پر تخت كښيناوه او ګوهر شاد د شاه رخ لور يې تيمور شهزاده ته وغوښته په 8 د صفر1184 ق قندهار ته راورسېدى. د مجمل التواريخ ليكوال ليكى چي احمدشاه په دغه سفركي دري لكه سپاه او اوه سوه توپه لرل.
 1186ق 1772م
 احمدشاه پسله 26 كاله سلطنته په جمعه 20 رجب 1188 ق دقندهار د توبي په غره كي مړ او په قندهار كي ښخ سو په قندهار كي دده زوي شهزاده سليمان دشاه ولي خان وزير په سعي پادشاه سو ، خو شهزاده تيمور له هراته راغي ، او شاه ولي خان ئي په بكوا كي مړ كي او په قندهار كي پادشاه سو.
 
 ماخذ: ( دافغانستان پـېښليك)

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery