دخپریدو نیټه : 2009-09-08 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
عبدالودود هجران
شريف الله ( دوست سرواني )
هلمند
عبدالودود هجران د نور محمد زوئ د محمد ابراهیم لمسی د دیارلس سوه پنځه شپېتم لمريږ لېږديزکال د وري د مياشتي پر دولسمه نېټه د هلمند ولايت په لښکرګاه ښار کي زېږېدلي دي .
تر شپږم ټولګۍ پوري يې د هلمند ولايت د مارجې په عالي ليسه کي زدکړي کړي وروسته يې تردولسم ټولګۍ پوري د لښکرګاه د هلوکانو په مرکزي عالي ليسه کي زده کړو ته دوام ورکړ .
ددې ترڅنګ يې ديني زده کړي هم کولي چي صرف ، نحوه ، حکمت ، بدیع ، بيان ، منطق ، اصول ، فقه او د قرآنکريم تفسير او قرآئت يې پای ته ورسوله .
نوموړي په ډېر کوچينوالي کي د شعر او شاعرۍ سره ژوره او توده مينه درلودل ، شعر يې لیکی او ادبي مطالعه يې کوله ، هماغه وو چي د لومړي ځل د پاره يې د ښوونځۍ پرمهال په هلمند کي د نورو فرهنګپالو سره د بست فرهنګي ټولني بنسټ کښېښود او په دې لاره کي يې د پام وړ ادبي خدمتونه وکړل او د هلمند پر سيمه برسيره په ټول افغانستان کي و ځليد .
نوموړي د شعر سره د ميني په پړاو کي په سلګونه شعرونه ليکلي چي تر ډېره عشقي ، تصوفي ، او د هيواد د ناخوالو په اړه دي ، د انتظار په نوم يوه شعري مجموعه يې د نن څخه درې کاله وړاندي د دانش خپرندويې ټولني له لاري خپره سوه او يوه بله مجموعه يې د کنعان په نوم چاپ ته چمتو ده .
دا چي د ګران افغانستان حالات ډير زړه در دونکي دي او هره ورځ یا هم ساعت په ساعت د هيواد د ګوټ ګوټ څخه د بېګناه انسانانو د مرګ ژوبلي خبرونه خپریږي نو نوموړي و غوښتل چي ددې د مخنوي دپاره هلي ځلي وکړي او لږ تر لږ د تاوتریخوالي په کمولو کي بر خه واخلي نو يې د ژورناليزم سپېڅلی مسلک غوره وګانه او په دې برخه کي يې کار پيل کړ لومړی يې په هلمند کي د سباوون په نوم د يوې سيمه ایزي راډيو سره کا ر پیل کړ له هغه وروسته يې د آريانا ټلوېزیون سره په هلمند کي د خبريال په توګه او په عين وخت کي يې د پښتو د مشهورو ويبپاڼو لکه بېنوا ، لر او بر ، غورځنګ او داسي نورو سره يې هم همکارۍ ته اوږه ورکړه .
د خبريالۍ په موده کي يې د ژورناليزم او سياست په اړه تر ديرشو په زياتو نړيوالو او سيمه ایزو سمينارونواو ورکشاپونو کي برخه اخيستې او د ښه کار له امله يې د افغانستان د ولسمشرۍ او پارلمان څخه برسېره يې په دوه زره اووم ميلادي کال کي د آریانا ټلويزيون څخه د غوره خبريال ستاینليکونه اخيستي دي ، د پيښور پوهنتون د ژورناليزم د څانګي څخه يې په انلاین ډول درې کلن سرټيفيکيټ تر لاسه کړ.
د افغانستان د جنوبي سيمو څخه د خلکو د ستونځو د ښه انعکاس له امله ملګرو ملتونه ورته په دوه زره اتم ميلادي کال کي د پياوړي او ريښتوني خبريال جايزه او ستاينليک ورکړ او په کابل کي يې ورته د کار بلنه ورکړه ، چي نوموړي ورسره ومنله او اوس د ملګرو ملتونو د قومي اړیکو په څانګه کي کار کوي ، د کار تر څنګ يې د کابل پوهنتون ته د کانکور ازموينه ورکړه او پښتو ادبياتو ته په لوړه نومره بريالی سو چي اوس په دوهم سمستر کي درسونه لولي .
هيره دي نه وي چي د آريانا ټلويزويون سره يې د درې کالو او دوو مياشتو څخه وروسته د ملګرو ملتونو د کار په خاطر دندي ته د پای ټکي کښېښود .
عبدالودود هجران یو سپیڅلي ، ذکي او د وطن په درد دردمن ژورنالیست دي چي د هلمند غوندي په ناکراره ولایت کي ئې یوازي د یو رښتني احساس لمخي په ډیرو سختو حالاتو کي د ژورنالیزم سپیڅلي مسلک ته ژمن پاته شوی دی .