مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-04-28   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

دیني عالم او مفتي، مولوي ګل رحمن «دیوبندي»

قریب الرحمان سعید

هسې خو د هیواد د ملي شخصیتونو ، پوهانو ، دینې عالمانو ، ادیبانو ، شاعرانو او لیکوالانو د یاد  تازه کول او د هغوې  په هکله  خپل نوې  کُو    ته  پوهه او  معلومات  ورکول  په دې خاطر هم اړین دي  چې  زمونږ نوې کُول  په  دې  و توانیږي  د خپل  تیر تاریخ په ځلانده  او پیاوړو   شخصیتونو    افتخار  وکړي  او دهغوې د علومو، لیکنو او پندونو څخه  څه  زده کړی  او دهغوې  هغه  ستونزې  چې  هغوی د  علم او پوهې د تر لاسه کولو  له پاره  په  هغه  وختو  کې  ګاللې  په  نظر  کې و نیسي  او بیا داوسنیو اسانتیاو  په شتون کې د خپلو تګلارو  په  هکله  تصمیم و نیسي .
مولوی  ګل رحمن  دیوبندي  دهیواد  د همداسې سترو شخصیتونو څخه یو  دې، چې د علم او پوهې  ډیوه یې د لیکنو تر څنګ  د اګردانو په  تندیو کې  هم  له ورایه  ځلیږي .
ما هڅه کوله  چې ددې مرحوم  او ستر عالم  د وفات د دولسمې کلیزې   په  یاد    څه ولیکم  چې  ناڅاپې مې نظر د پښتو په  ویکیپیډیا کې د هغې م حوم  په ژوند  لیک  و لګید.  چې په کې راغلي :  
د ويکيپېډيا لخوا: http://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D9%88%D9%84%D9%88%D9%8A_%DA%AB%D9%84_ %D8%B1%D8%AD%D9%85%D9%86_%D8%AF%D9%8A%D9%88%D8%A8%D9%86%D8%AF%D9%8A
 مولوي ګل رحمن ديوبندي:
مولوي ګل رحمن دیوبندي (۱۹۳۲ ز. - ۱۹۹۶ ز.) (انګرېزي:  Mawlawi Gul Rahman Dewbandi) د افغانستان يو ديني مخور عالم، پښتون مجاهد، د افغانستان د اسلامي ګوند د ع ماؤ غړی، شاعر او ليکوال ؤ.
  مخينه:
نوموړی د غلام رسول خان زوی د ننګرهار د روداتو د ولسوالۍ د مرکز ح صارشاهي په شاه رسول نومي (کوچیانو) کلي کې په ۱۹۳۲ زیږدیز کال کې زیږیدلي دی. په قوم نته خیل (مومند) او په خټه پښتون دې.
  زده کړې:
مولوې ګل رحمن خپله لمړنۍ ښوونه د پیښور په دیني مدرسو کې تر سره کړي. خپلې لوړې زده کړې یې د هند په مشهورې مدرسې دیوبند کې سر ته رسولي او بیا ېې خپله پیژندنه د همدې مدرسې پورې اړونده کړې او د مولوي ګل رحمن دیوبندي په نامه یې شهرت و موند. ښاغلی مولوی صاحب په خپل کلي کې د کلي (د کوچیانو د مولوي صاحب) په نامه هم یادیده.
  ځانګړتیاوې:
مولوي ګل رحمن دیوبندي هلته په د یوبند کې د خپلو دیني زده کړو تر څنګ په یوناني طب کې هم تخصص پیدا کړ او ورسره یې د فلسفې او سیاست پوهه هم تر لاسه کړه او بیرته د پیښور له لارې خپل ټاټوبي ته را ستون شو
  دندې:
مولوي ګلرحمن دیوبندي د دیوبند نه د فراغت وروسته په خپلې ولسوالۍ کې د یو ښه مدرس په څیر دیني زده کونکو طالبانو ته د درس او تدریس لړۍ پیل کړه خو د وخت د غوښتنو او اقتصادي ستونزو د حل په خاطر یې د وداتو د ولسوالۍ په بازار کې یو کتاب پلورنځی پرانست او تر څنګ یې د یوناني طب دنده هم پیل کړه. همدا راز یې د و سوالۍ د ستر مرکزي جومات په خطابت او امامت کې هم پوره بسپنه کوله.
په ۱۹۷۸ زیږیز کال کې یې د کمونستي رژیم د بربریت نه د خلاصون په خاطر پاکستان ته لیږد وکړ او دلته یې د مجاهدینو په صفوفو کې هم د جنوب شرق د حوزي د مجاهد په څیر او هم یې د حزب اسلامي افغانستان د علماؤ په منځ کې د مفتي په حیث کار وکړ.
دخپل ژوند په آخري وختونو کې یې د اتحاد العلماء افغانستان د شوری غړی او د هغوي د فتوی د څانګې مشر و.
  ستونزې او بندي خانې:
د دیوبند په مدرسه کې یې  ددیني زده کړو  تر څنګ د فلسفي د زده کړې او هلته د سوسیالیزم او اسلام تر منځ د مقایسوي مطالعې وروسته ، کله چې په هیواد کې د خلق او پرچم د ډلو له خوا د سوسیالیزم له پاره تبلیغات پیل شول نو ښاغلي مولوي ګ ر حمن د نورو دیني علماؤ په پرتله د اسلام له آنده د سوسیالیزم او کمونیز م په هکله دپوره معلوماتو په درلود و او داسلام پر خلاف د هغوې د منفی تبلیغاتو د مخنیوی په جرم د وخت دکمونستې رژیم له اړخه بندی او تري تم شو. ان تردې چې دنوروترې تم شوو بندیانو په څیریې دشهادت دعا هم واخستل شوه . خو د ددووکالو نه پس په داسې حال کې ددننګ هار د یولسمې فرقي د پلیګون څخه را خوشي کړل شو چې کالي یې په تن کې رژیدلې او د ډیرې کمزورتیا له لاسه یې د تګ وړتیا یې له لاسه ورکړې وه . او بیا هلته د ولسوالۍ په مرکز کې یې د لږې دمې وروسته د خپلې پاته کورنۍ سره دپاکستان په لور لیږد وکړ
  کورنۍ:
کورنۍ یې د کمونست رژیم لخوا د هغه د نیولو او تري تم کولو سره سم د هغه درې نور زامن، هر یو خلیل الرحمن ( پي، ایچ ډي)، جمیل الرحمن (د اقتصاد ماسټر)، حفیظ الرحمن د انجینرۍ د پوهنځي د آخري سمسټر محصل هم د کمونست رژیم د واکدارانو لخوا ونیول شول. خو خلیل الرحمن او جمیل الرحمن د یوه کال او شپږ م یاشتو د بندي کیدو وروسته را پریښول شول اما انجنیر حفیظ الرحمن د کمونستانو لخوا د اسلامي غورځنګ د زیات شم یر نورو فعالینو سره یو ځای په نامالومه ځاې کې په ډله ایزه توګه په شهادت ورسېد.
مولوي ګل رحمن دیوبندې پنڅه زامن لري چې د هغې له ډلې څخه یې مشر زوې استاد قريب الرحمن سعيد چې هم یې د جهاد په لیکو کې او هم په فرهنګي امورو کې ځانګړی ځای لري او تر ټولو کشر یې د اقتصاد دیپلوم لرونکی   «مولوې زاده» دی چې په هغه وخت کې د عمر د کمښت له امله د کمونستانو د رژیم د نیولو څخه په امن پاتې شوی.
 ليکنې:
مولوي ګلر حمن دیوبندې ددینې او فلسفي ع ومو تر څنګ ښه تکړه لیکوال او شاعر هم و. خپلې زیاتې لیکنې به یې ،چې د ادبي او دیني قصو په څیر ترتیبولې ، د هغه وخت د ننګرهار ورځپاڼې ته لیږلي. د ښاغلي مولوي ګل رحمن د اشعارو ټوله چې په یوه ستر کتابچه کې یې پخپله لیکلي وو هلته په روداتو کې د کور دبمباریدو او ورانیدو ورسته بې درکه شوې . خو هغه خپل دهجرت او لیږد ژوند د مجاهدینو په خدمت او دهغوې د پوښتنو په ځوابولو کې تیر کړ او په دې هکله یې د سنګر دمفتي (مفتي سنګر) ترنامه دوه ټوکه کتابونه په دواړو پښتو او دري ژبو ولیکل چې ډیر زیات د مجاهدینو او مهاجرینو په منځ کې خپاره کړل شول.
  مړينه:
مو وي ګلرحمن دیوبندې هملته د هجرت په دیار کې په ۱۹۹۶زیږدیز کال د اپریل د میاشتې په ۲۷مه د ورپیښې ناروغۍ له ام ه ددې فانې نړۍ د ژوند څخه سترګې پټې کړې او د الله ج درحمت غیږې ته ورستون شو. اوبیا دهغه د دینې وصیت سره سم هملته د هجرت په دیار کې خاورو ته وسپارل شو.
  دشعر نمونه یې:
شات خواږه دي خو مریض ته به دا څه معلوم ي  دا خو مریض دی خو مریض ته به ترخه معلوم شي
چې لمر راخیژي رڼا کاندې جهان ټول  شوپرک ته به د لمر وړانګه په څه معلوم شي
یو محمد دې چې رهبر د ټول جهان دې  اې ګل رحمانه موعند ته به دا څه معلوم شي

 دې ژوند لیک زما آند تر ډیر لری پورې   یوړ ،او ماته  یې  د هغې مرحوم  د ځانګړي ژوند ډیرې  ځانګړې  برخې  را په  زړه کړې .  په دې خاطر مې  و پتیله   چې دهغه  د وګړیز  کړچار  او خصې سپیڅلي   ژوند  یوه کوچنۍ برخه دلته  دخپلو  درونو لوستونکو تر مخ  کیږدم . 

ماته خپل کوچنیتوب  او د خپل مرحوم پلار مینه او شفقت  لکه د تلویزون د پردې په څیر تر سترګو شول . هغه به ماته د خپ و زده کړو  د ترلاسه کولو په لار کې یې  چې   کومې ستونزې  ګاللې وې بیانولې  او راته  به یې ویل چې ستاسې له پاره  خواوس  ډیر ښه وخت  مساعد شوې ،د ښوونې او روزنې   ښوونځایونه  مو د کور  تر څنګ  دې  ، اقتصادې  او یا نور  کوم بار  مو په  اوږو نه شته  په دې   خاطر  زحمت  وګالۍ او د خپل هیواد  او ولس  دخدمت  له پاره  ملا و تړۍ . هغه  به  زمونږ تر مخ  تل  د خپلو ستونزو  دګاللو چلنج  وړاندې  کاوه  او په دې ترتیب سره به یې مونږ او  زمونږ  نور  خپلوان  د ښوونځیو  په لور په لیږلو  اړ ویستلو .
زما پلار ، لکه  څنګه  چې ورته  په و یکیپیډیا کې  پو ته  اشاره و شوه ،  په داسې حال کې  ددیوبند د عالې مدرسي څخه فارغ  شوې  چې  په نورو  علومو کې یې  هم  ډیرې زده کړې درلودې .  په دې اساس  یې ښه نه را تلل  چې په یوه مسجد کې   په داسې  یوه  امامت   چې   واک  یې هم د  کلي  د ملک  او یا  خان سره  وی  بسنه  وکړي . په دې خاطر یې د خپلو  اقتصادې ستونزو د حل  په خاطر په خپل کتاب  پلورنځي کې د یوناني طب کار  هم پیل کړ .او  د یوه  ډاکتر  په مرسته یې د عصري  ادویاتو کار  هم  په ډیره محدوده  پیمانه  پرمخ ووړ . چې د ډیرو  خلکو د عاجلو ستونزو  په  حل  کې یې  پوره  پوره  بسپنه کوله . هغه وخت  د محمد ظاهر خان د پادشاهۍ دوره  وه . په ولسوالۍ  کې نه کلینک     و او نه ډاکټر .  او خلکو هم د لوږې او فقر په  اساس  نه شواې کولاې  خپل  ناروغان د  ننګرهار د ولایت مرکز  د جلال  اباد  ښار ته د تداوۍ په خاطر    ورسوي . ځکه هلته  د ډاکټرانو فیس  د خلکو د اقتصادي وړتیا څخه ډیر پورته  و.
که  خبره  را غوڅه کړم  نو باید ووایم  چې  زمونږ پلار  خپله  پنځه واړه  زامن  په  مکتب  کې ور داخل کړل او تر څنګ  یې د خپل  کلې او نژدې خپلوانو زامنو ته هم د مکتب  دروازه  ور وښوله . خو بد بختانه  په هغه وخت  کې مکتب  لکه  د زندان  په څیر  یو ځاې  ګڼل کیده او زیاتو  نه غوښتل چې زامن  دې یې درس او تدریس  ته مخه کړی. ان تردې  چې  زما یو خداې  بښلي  کاکا  زما د پلار  سره  په دې تربګني  را واخسته  چې  ولې  یې دهغه زوې د هغه  د اجازې پرته  په مکتب  کې ور داخل کړې دې . هغه بیا  خپل  زوې  په ډیرو  جرګو  او عذرونو د مکتب  څخه   را وویست  اما پاته نور  هلکان  اوس   ستر ستر  وګړي دي .
یوه   ورځ  یوه   عالم  زما  د پلار  څخه و پوښتل  چې مولوي صاحب  ! تا خو خپل ټول  زامن مکتبیان کړل  یو دې هم دیني  علم ته  ورنه کړ . هغه  ورته وویل  چې  دیني  زده کړه  یې  زه په کور کې کوم  او عصري  علوم پرې  په مکتب  کې وایم . زه نه غواړم  چې زما زامن  دې هم خیر  خیرات  ته کښینې . دوې  به که خداې کول  دین  هم زده کړي او دنیا  هم . او رښتیا همداسې  هم وشول .
زه د خپل  پلار مشر زوې  ووم  ماته به یې تل  ویل  چې  دقران  زده کړه  وکړه  او د اسلام تاریخ  لوله ، دا ستا په  پوهه کې ډیرښت  راولي ، ما ته  یې د قران  ژباړه  پیل کړه ، یو یو  ایت  به یې راته ژباړه  او بیا به  یې دهغې  شانزول  بیاناوه ، ددې  تر څنګ  به یې د اسلام د تاریخ  یو ه  یوه  پيښه  هم  را ته  بیانوله .
زمونږ پلار  د نورو ښیګڼو  ددرلودلو  تر څنګ  یو ښه  دهقان  هم و ، زمونږ  څو  جریبه  زمکه  چې پخوا به  دهقان  کرله ، ددهقانانو  څخه د ناخوالو  په اساس  یې دهغې  کر کیله  هم په  غاړه واخسته . سهار وختي  به  یې د جمعې د لمانځه وروسته  خپله ییوه   په اوږ ه  کړه  او تر سبا ناري  پورې  به  په  زمکه  کې  په کر کیله کې  مصروف  و .اوبیا  به یې د کتاب  پلورنځې  دپرانستو سره  سم  د منتظرو  طالبانو په درس  پیل کاوه . چې دې کار  به د م اسپښین  تر لمانځه  پورې  دوام کاوه . ددې تر څنګ  هغه ته د خپل  قوم او ولس  ټولنیزې  چارې  هم  ورپه  غاړه  وي او ډیر وخت  به یې د خپلو نورو  علماؤ (لکه د بړو  میا صاحب ، مولوي عبدالح کیم ، مولوي ظل الله  او.......) سره یو ځاې  دخلکو  د مسایلو او ستونزو   په حل کې بسپنه کوله .
لکه څ نګه  چې ورته  مخته  اشاره  وشوه  هغه  د ولسوالۍ د مرکزي  ستر جومات (سلطان جومات ) په خطابت کې  هم د خپل  اوښې  (مولوې  عبدالحکیم  مرحوم  )  سره پوره  بسپنه  کوله ،  خو د خطبي  ورکولو په وخت کې به یې هیڅکله هم د دولتي لیکل  شوې خطبې  تګلاره  نه تعقیبوله . ځکه  چې په دولتې خطبو کې  به  تل د وخت  د پادشاه او  دهغې  د کورنې  له پاره دعائیه کلیمات  استعمالید   خو زمونږ پلار  د مستندو  احادیثو په  بنسټ  دا  اړین  نه ګڼل . یوځل  یې  خطبه ورکو ه  چې  په  هغې کې دوخت  د پادشاه  ظاهر خان نوم وانه خیست  ، او دا په داسې حال کې و  چې هلته د دولت  لوړپوړې  چارواکي هم ناست و . په ټولو کې یو ګونګوسې  او زوږ  را پورته شو  چې  مولویصاح ب  خو دپادشاه نوم  وا نه خیست  او نه یې د هغې  له پاره  دعاو کړه . په دې خاطر  یې په بله اونۍ کې د جمعي د لمانځه  تر مخه  دا خبره  سپینه کړه  چې  امام  مجبور نه دې  چې خامخا دې  دولتي  یکل  شوې خطبې  تعقیب  کړي ، بلکه  هغه د دین د مسایلو اود الله (ج) د استازي د سنتو په مطابق  دخ کو د ورځنیو  ستونزو  دحل  په  هکله د مسایلو په بیانولو  مکلف دې او دا  د رسول الله  صلې ال ه علیه وسلم  سنت   هم دي .
(دایو څوټکي دهغه د ځانګړي ژوند یوه  ډیره  کوچنۍ برخه  وه  او  انشاء الله په دې هکله به زه د خپلو یادداښتونو په لړ   کې دهغې  د ژوند ډیرې  ځانګړې  او پند اخستونکې  برخې   را وسپړم .)    

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery