مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-10-15   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ډاکټرکمال سادات

benawa afghanistan
خالد هادي

 

دبېنوا ګرانو لوستونکو دبېنوا د تکړه همکار ښاغلي  کمال سادات له نوم او ژورنالیستیکي هڅو څخه به خامخاخبر یاست او د هغه ږغ او راپورونه به مود څه کم یوې لسیزي راهسي د بي بي سي ، امریکاږغ ډیوې راډیوګانو څخه اوریدلی وي نن ئې درته په لنډ ډول درپېژنو .
ډاکټر کمال سادات  دخوست و� �ايت د مرکز متون دخټکي کلي کې د۱۹۸۳ زیږنده کال د سپتمبر پر پنځلسمه  زېږېدلی دی
لومړنۍ زدکړي ئې د پاکستان په  ضلع کوهات کي دهنګو حساري په کيمپ کي کړيدي.او بیا ئې  له پاکستاني ګورنمنټ هاي سيکنډير څخه  دولسم خلاص کړی چي وروسته  په پيښور کې د اسلامي پوهنتون طب پوهنځۍ ته بريالۍ شو او د وخت له شرايطو سره د مزارشريف پوهنتون ته بيا خوست پوهنتون چې اوس(شيخ زايد بن سلطان النهيان) نوميږي ولاړی او له همدي پوهنتون  څخه بریالی فارغه شو.
دمورنۍ ژبي ( پښتو ) برسیره په انګلیسي ،اردو ، او دري هم رواني خبري کولای سي .

ښاغلي ډاکټر کمال سادات د ٢٠٠٣څخه تر ٢٠٠٦ کال پورې له BBC سره او همدا راز له ٢٠٠٣څخه تر  اوسه پوري Reutersسره اود ٢٠٠٢څخه تر ٢٠٠٧پورې له AIPسره او د جاپان NHK TV  سره کار کړی دی ښاغلی سادات په ٢٠٠٥کې د اربکي جريدې مرستيال هم و او په � �٠٠٦ کې ئې په خوست کې په  لمړي ځل د بريښنا په نوم ورځپاڼه راويستله او مسول مدير يې شو.

ده په ٢٠٠٧ کې د  اريانا  تلويزون په خبري څانګه کې هم کار کړی او دهمدې کال راهسي تر اوسه پوري  د امريکا غږ ډيوه راديو سره هم کار کوي .
د ژوناليزم په هکله ئې  لنډمهالي زدکړي ترسره کړي دي.او ددې تر څنګ لیکوالي او شاعري هم کوي چي له  ډيرو مجلو اخبارونو او  نورو غږيزو خپرونو سره ئي د( شعر،لنډو کيسو،او....)په اړوند قلمي اړيکي ساتلي دي.
تر اوسه ئې د لنډو کیسو او شعرونو یوه یوه ټولګه چاپ ته برابره کړې ده چي لا چاپ ندي .


ښاغلی سادات د ژو� �نالیزم تر څنګ په خوست کي د خپل اصلي مسلک ( طبابت ) په برخه کي هم دنده سرته رسوي .

ښاغلي سادات دخوږې طبي څښتن دي هڅانده او هوډمن عزم لري او د پښتو ژبي او پښتنو سره د ژوري میني احساس ئې د هري خبري په ول کي نغښتي وي

د ښاغلي کمال سادات دشعر یو ه نمونه 
                   غــــــــــــــــــــــــزل 
څانګو پناه کړۍ دۍ ګلونو پنـــــــــــــــــــــاه کړۍ دۍ
ګل رانه په خــــــــــــــــداي ګو ديوا� �ونو پناه کړۍ دۍ
خلکو راته شيــــــــــــخ وايې چې مه ورځـه ګناه لري
دلته کې جانان خوکتـــــــــــــــ� �ــــــابونو پناه کړۍ دۍ
خداي به يې د سولې امـــــــــــــنيت په شپو کې راولي
اوس مي که ملګرۍ هـــــــ� �ـــــــجرتونو پناه کړۍ دۍ
ورک د دغه غرونه شي چې سمــي شي او دښـتي شي
خوست رانه د جګو جګو غرونو پــــــ� �ــــناه کړۍ دۍ
دلته يې مه ګورۍ چرته پروت به په کوم غره کې وي
آه!کمال سادات خو پيغورونو پــــــــــــــ� �ــناه کړۍ دۍ

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery