مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-05-20   مخپرونکئ : عبدالله احسان

ډاکټر لطيف بهاند

benawa afghanistan
احسان
ښاغلی لطيف بهاند د ۱۳۳۱ لمريز کال د جدي په مياشت کي چي د ۱۹۵۳ زېږديز کال د جنوري سره برابره ده د کابل په بريکوټ کي زېږيدلی دی

ښاغلی لطيف بهاند د ۱۳۳۱ لمريز کال د جدي په مياشت کي چي د ۱۹۵۳ زېږديز کال د جنوري سره برابره ده د کابل په بريکوټ کي زېږيدلی دی . په ۱۳۵۱ لمريز کال کي يې د کابل د حبيبيې په لېسه کي زده کړي پای ته ورسولې او وروسته د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځی ته لاړ .

 ښاغلي لطيف بهاند په ۱۳۵۵ لمريز کال کي هغه وخت پوهنتون پای ته ورساوه  کله چي په کابل پوهنتون کي د پښتنو او پارسي ادبياتو له پاره د ماسترۍ  زده کړي پيل شوې ، ښاغلی بهاند له همدې کال ( ۱۳۵۵ ل ) نه لومړی د پښتو ټولني دعلواکاډمۍ غړی او وروسته د کابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځی د پښتو څانګي استاد شو او د تدريس تر څنګ يې په ۱۳۵۸ لمريز کال په پای کي د ماسترۍ دوره پای ته ورسوله .

ښاغلي لطيف بهاند د خپل ژوند په نولس کلني کي د راډيو افغانستان د هنر او ادبياتو د (ډرام او ديالوگ) په  څانگه کې کار پيل کړ. او دپوهنتون ترپای ته رسېدو وروسته يې د راډيو افغانستان لپاره د کره کتني، پر له پسې داستانونو او درامونه د ليکلو دنده پر مخ بېوله ، او دماسترۍ تر پای ته رسېدو وروسته يې د ادبياتو د پوهنځی د استاد په توګه دنده پيل کړه .

 

علمي ، ادبي او هنري خدمتونه او آثار:

په پښتو ادبياتو کي د لنډي کيسې تاريخچه، د ليسانس د دورې مونوگراف . ١٣٥٥ لمريز کال.

د ادبياتو تيوري،د ماسترۍ د دورې تيزس. ١٣٥٨لمريز کال .

په پښتو ادبياتو کې د کره کتنې تاريخ،په روسي ژبه،١٩٩١ زېږديز کال .

په کابل پوهنتون کي د زده کړي او وروسته د استادۍ تر څنگ د راډيو افغانستان د پر له پسې داستانو پروديوسر، د کره کتني د خپرونې لپاره د کره کتني ، ډرامونو او داستانونو ليکل، د ((نړ ۍ د شهکارونو)) د خپرونې لپاره د نړيوالو شهکارونو په پښتو ژباړل او راډيويي کول.

د راډيو افغانستان  د((شعرونو او بهيرونو)) د اوونيزې خپرونې لپاره د کره کتني ليکل.

د افغانستان د ليکوالو د ټولني غړيتوب .

په ١٣٦٥لمريز کال کې د دوکتورا د زده کړو لپاره مسکو ته تگ.

د مسکو په راديو کې د وياند په توگه د کار پيلول.

 

خپاره شوی آثار:

 

۱ - د راحت زاخيلي پر((ناول د ماه رخي)) اثر د سريزې ليکل، اوپه ١٣٦٣لمريز کال کې د کابل پوهنتون له خوا خپرول.

 

۲ - د اشرف خان هجري منتخبات:

 دا د هجري د شعر منتخب دی چې په پښتو ادبياتو کې د هجري د اثارو يادون او څېړنه دهغه سريزه کې راټول شوي او١٣٦٣لمريز کال کې د اشرف خان هجري د علمي سيمينار په وياړ د قومونو او قبايلو وزارت د خپرونو او فرهنگي چارو د رياست له خوا چاپ شوی دی.

 

۳ - د رڼا ناوې:

 دا د کوزي پښوتنخوا د نامتو شاعرانو د شعرونو غور چاڼ دی چی په ١٣٦٥ لمريز کال د افغانستان د ليکوالو د ټولنې له خوا خپور شوی دی.

 

۴ - د پښتو ژبې  گرامر او ادب:

 دا يو درسی کتاب دی چې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځی له خوا په ١٣٥٩لمريز کال کې،د کابل پوهنتون  له خوا خپور شوی دی.

 

۴ -  د خيرالبيان منتخبات :

 دا د کابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځی د پښتو څانگې لپاره درسي کتاب دی، چې په ١٣٦١ لمريز کال  د کابل پوهنتون له خوا خپور شوی دی.

 

 -٦ څلور اورني کلونه:

 دا اثر د دويمي نړيوالي جگړې د تاريخ په اړه يو څېړنيز اثر دی، چي دافغانستان دکورنيو چارو د وزارت له خوا په ١٩٦٥ لمريز کال کې خپور شوی دی.

 

 -٧رياليزم او ضد رياليزم:

دا يو ژباړل شوی اثر دی چې په ١٣٦٦ لمريز کال  د قومونو او قبايلو وزارت د خپرونو او فرهنگي چارو د رياست له خوا خپور شوی دی.

 

  -٨ پل:

دا شعرونو ټولگه ده، چې په ١٣٦٥ لمريز کال  د افغانستان د ليکوالو د ټولني له خوا خپره شوې ده .

 

۹- د کابل مجلی ٥٠ کلن فهرست:

دا د کابل مجلې د مضامينو فهرست دى.

 دا پنډ کتاب د کابل په مجلې کې د ٥٠  کلونو (١٣١٠-١٣٦٠)   خپرو شويو مضامينو بشپړ فهرست دى.دا فهرست  د الفباء په ترتيب ليکل شوی و، او بيا  دکابل مجلې له خوا د ضميمې په بڼه  له (الف) نه تر (پ) پورې په بېلا بېلو گنو کې خپور هم  شو. دا اثر وروسته، په هماغه وخت کي د سانسور له کبله له چاپ نه پاتی شو.

 

۱۰ - کلتور پوهنه:

دا يود فرهنگ،د فرهنگ د پيدايښت او فرهنگى اصطلاحاتو  درسی مرستندوی کتاب دی چې په ٢٠٠٠ زېږديز کال په مسکو کې  خپور شوی دی.

 

۱۱ - نا آشنا ليک:

 دا د يو په زړه پورې هنری ناولگوټى ژباړه ده چې په ٢٠٠٠ زېږديز کال په مسکوکې  خپور شوی دی.

 

۱۲ - د ښکلا فصل:

دا د شعرونو ټولگه  ده، چی په ٢٠٠٢ زېږديزکال  په مسکو کې خپره شوی ده.

 

۱۳ - نوی روح :

 دا د افغانستان د نوميالی شاعر او ليکوال، ښاغلی سليمان لايق پر ژوند، شعر او شاعر ۍ  يو تحليلی او څېرنيز اثر دی چې  په ٢٠٠٥ زيږديزکال په پېښور کې  خپور شوی دی.

 

۱۴ - په پښتو ادب کی د آزاد شعر تاريخچه:

 دا په پستو شعر او شاعر ۍ  کې د آزاد، سپين او منثور شعر تاريخچه ده چې د يوې رسالې په بڼه  په ١٣٦٠ لمريز کال  د (افغان ياد) په نامه  کتاب کې خپره شوی ده.

 

۱۵ - موچی:

 دا د نور محمد تره کی د لندو کيسو ټولگه  ده. دغه اثر د شوروی اتحاد د ليکوالو او پښتو پوهانو د نظرياتو او يوې سريزي په ملتيا په ١٣٨٣ لمريز کال په مسکو کی خپره شوی ده .

 

ناچاپ اثار :

 

آزادی شکست ناپذير:

دا په پارسي  ژبه د امريکا او د هغې د پوځي ټلوالي له خوا په افغانستان کې د طالبانو په وړاندې د پو ځي عملياتو له پيل نه نيولې بيا د هغوی تر را پرزېدو پورې د دغو عملياتو د بهير کرونولوژیکه تاريخچه ده.

 

په پښتو ادبياتو کې د څلوريزی تاريخ.

په پښتو ادبياتو کې د کره کتنی تاريخ.

د گناه فصل: د څلوريزو جونگ.

منثور شعرونه:   دسلو په شا و خوا کي د ادبي ټوټو او منثورو شعرونو  يوه ټولگه ده.

د چونغر ترانی: دا د سليمان لايق د چونغر د ترانو اوډنه او پر هغو يوه اوږده شننه او په پښتو ادب کي د طبيعت د انځورنې څېړنه ده.

پښتو ته دروسي هنري آثارو د ژباړل شويو آثارو فهرست:

په دې کتاب کي د ټولو هغو روسي هنري آثارو نومونه را ټول شوي و، چي له روسي ژبي نه پښتو ته اړول شوي وو .

 په بېنوا ويبپاڼه کي د خپروشويو موادو دکاپي او بياخپرېدا څخه ډډه وکړﺉ

د ښاغلي استاد ډاکټر لطيف بهاند د شعر بېلګه :

 

دا زړه کې يو غزل دى،خو قلم ته  نه راځي

څه لوىه گناه غواړي،واړه چم ته نه راځي

 

ما وې چې له کتو دي،سندريز،غزل به ليکم

ياغي ناز  و ادا  دې،زير وبم  ته  نه راځي

 

چې چېرې ښکلي گورم،لمانځنه راىادېږي

زما د سر سجدې خو بل صنم ته  نه راځي

 

يو څوک دﺉ چې په خوب کې هم غزلې رانه غواړي

په وىښ يې لټومه،مگر  رم  ته  نه راځي

 

چې ستا د ښکلا ورا مې ده په سر کې درولې

تکل دبلې خوا مې،اوس قدم ته نه راځي

 

ستا شونډو نه مې وروسته ،دخداى هر رحمت مزه کړ

دا ستا د زبېښو خوند ان په زمزم کې نه راځي

 

په موږه ىې پېرزو نه شوه،تخت که سور و او که سپين

د بخت مرغه الوتې،زموږ چم ته نه راځي .

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery