مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-05-16   مخپرونکئ : یاقوت زابلی

مڼي ګل ته يوه كتنه

مصباح

     د هيواد له فرهنګي او كلتوري ميلو او مشاعرو څخه يوه هم دمڼي ګل ميله ده چي په وردګو كي هركال دپسرلي په سركي چي مڼي ګل ونيسي لمانځل كيږي څرنګه چي دمرحوم ډاكټر عبدالوكيل په زيار په ټول هيواد كي دكرني څانګي ته ډيره پاملرنه شوي وه دميدان وردګو په ولايت كي دمرحوم په زيار دمڼو حاصل ښه نتيجه وركړي وه له دي امله دمڼي ګل مشاعري دلمانځلو دودله هغه وخته رواج شوي پخوا به دغه ميله يوازي تر مشاعري محدوده وه ولي اوس دمڼي ګل ميلي او مشاعري دلمانځلو ځانګړي بڼه غوره كړي دهيواد له ګوټ ګوټ څخه شاعران ليكوالان فرهنګيان ټولنيز شخصيات دولتي چارواكي پدي ميله كي برخه اخلي سږني دمڼي ګل مشاعره دغوئي په ۲۲ نيټه دسيد اباد ولسوالي دشيخ اباد په سيمه كي په يو باغ كي جوړه شوي وه داځل ما هم دمڼي ګل په مشاعره كي ګډون درلود .
يوزيات شمير درانه ميلمانه چي دميدان وردګو والي هم پكښي وو په مشاعره كي حضور درلود دغه راز دولسي جرګي ولايتي شورا غړو قومي مشرانو علماء كرامو دهيواد له ډيرو ولايتونو څخه شاعرانو ليكوالانو په مشاعره كي ګډون كړي وو ميله په سوله ايزه توګه سرته ورسيده ولي هغه نيمګړتيا وي چي ماوليدي غواړم هغه په لنډوټكو كي ولايتي چارواكي او هغو وروڼو ته چي دميلي چاري ئي په غاړه وي وړاندي كړم دميلي له اهدافو څخه يو دادي چي ملي يووالي ددي لاري غښتلي شي نوبايد چي ددي ولايت دوګړو او ميشته قومونو او پرګنو  ګډون پكښي يوشان وي ترڅو هغه هدف چي دملي يووالي غښتلتيا ده ترلاسه شي .
بل داچه دي ميلي ته لوړ ميلمانه بلل شوي وو دميدان وردګو والي ښاغلي عبدالجبار نعيمي دولسي جرګي درانه غړي قومي مشران علماء كرام اوداسي نور نو په كار خو داوه چي دغو ميلمانو ته له راتګه وړاندي ځانګړي ځايونه په نښه شوي واي ولي ماوليدل كله چي والي تشريف راوړ دهغه لپاره ځاي نه وو بيا دلومړي كتار ناستو له والي څخه وغوښتل چي ددوي په څوكي كښيني په همدي ترتيب مشران دولسي جرګي اوولايتي شورا غړي اونور چي دادټولو اصولو خلاف يو كاروو دداسي لوړو شخصيتو نو په درناوي ميله درنه كيده مسئولين بايد راتلونكي كي دي ټكي ته جدي پاملرنه وكړي ميله بايد منظمه اوكوربا نه د ميلمه پالني او تشريفاتو نزاكتونه مراعات كړي .
بله  ستونزه دويندويانو يادپروګرام چلونكو وه هغه سي چي تمه كيده په هغه ډول نه وو.
بل داچه له وينا كوونكو څخه يو هم قومي مشرقاضي صاحب امين وردګ وو هغوي په خپلو خبروكي وويل چي دوردګو وروڼو ترمنځ بايد چي وحدت اويووالي ټينګ شي ده وويل چي اوس وردګ په ملي شوراكي سره له ډيروالي استازي نلري اولامل ئي ديووالي نه شتون وباله او دغه راز ئي دوردګو خلك چي په دولتي لوړو څوكيو او بهرنيو موسساتو كي كاركوي پړه وبلل چي ولايت ته ئي خدمت ندي كړي په مجموع كي دقاضي صاحب خبري معقولي او حقيقت وو ولي لومړي دوي خپله دامشكل لري له ده نه بايد وپوښتل شي چي تاسو هم يووخت په خپله سيمه كي ښه نفوذ درلود او پورتني ټول ابتكارات موكولاي شواي خو تاسو هيڅ ندي كړي اوس هم وخت ندي تير دي ته ورته نوري نيمګړتيا وي هم  موجو دي وي هيله د ه مسئولينو به هم نوټ كړي وي څرنګه چي مڼي ګل ميله ديو لړ مهمو موخو دپاره ترسره كيږي چي له هغو څخه دملي يووالي غښتلتيا دبزګرانو بڼوالو ستونزي دولتي مسئولينوته نيغ په نيغه رسول كيږي كروند ګردكوكنارو نه كښت ته تشويق كيږي تلفو پرګنو ترمنځ افكار او نظريات تبادله كيږي .
خلك سولي ، يووالي ته رابلل كيږي نوددي په خاطر چي دغه ټولي موخي لاس ته راغلي وي بايد چي دغه ميله هركال له مخكيني كال څخه په غوره بڼه او ښه ډول ترسره شي څرنګه چي دميلي دجوړښت چاري مدني ټولني په مخ وړي سره ددي چي دوردګو داطلاعات او كلتور رياست هم پكښي ليكل شوي وو ليكن دجوړونكو ترمنځ هماهنګي نه وه موجوده پدي اساس موږ دميدان وردګو ولايت له ولايتي چارواكو محترم والي صاحب څخه هيله كوو چي ددي ميلي په جوړښت كي خپل كردار پراخ كړي او دغه كردار نه بايد چي ددولتي اغيزي په توګه وانګيرل شي داځكه چي پدي ميله كي ملي ، ولسي ، امنيتي ، زراعتي ، اقتصادي ګټي نغښتي نو بايده ده چي دولت اوولسي خلك ئي په ګډه چاري په ښه ډول تنظيم كړي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery