مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2022-04-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ايا ږيره په اسلام کې مهمه ده؟

سيد حسين پاچا

له استاذ محمد محقق سره د همغږۍ او پاملرنې په پار :

که چا ته وي او کنه، خو د طالبانو امر بالمعروف ته مهمه ده

لو کان الاسلام باللحية لکانوا اهل الذمة کلهم فی الجنة

نوټ : د طالبانو د فروعي - افراطي اسلامي کړنو له امله به دوی ته همدا بسنه وکړي چې له شل کلن ملاتړ سره سره يې اوس هماغه خپل روزونکی، تمويلوونکی او جنګ ته هڅوونکي پاکستان يې نن خپله په رسميت نه پېژني. په ګرده اسلامي ونااسلامي نړۍ کې مو له الله تعالی پرته بل خواخوږی نشته. طالبي شيخ خالد ګردې نړۍ ته د خپلې لنډ اندۍ له انګله ګوري او نور ټول اولويتونه او هر څه يې تر ږيرې پورې منحصر کړي دي. له چا چې خپل ليد لوری خطا شي، نو بيا په فروعاتو کې راښکېل او له ستونزو سره لاس وګرېوان شي.


شاه ولي الله المحدث الدهلوي په خپل کتاب حجة البالغة کې سنت دوه ډوله وېشلي دي چې يو ته يې سُنن الهُدی او بل ته يې سُنن العادة ويلي دي. دا يوه اختلافي مساله ده چې څوک يې فرض، څوک يې واجب، څوک يې سُنت او څوک يې ان مستحب بولي.

د غويي له اوړون مخکې تېر زاړه يادونه :
زموږ د ننګرهار په عالي نجم المدارس کې د عربي ژبې دوه تنه مصري استاذان ول چې يو يې په تنه لوړ او بل يې ټيټ وو چې په تنه ټيټ يې زموږ د عربي ژبې استاذ وو.

هغه وخت د افغانستان د نورو رسمي مدارسو په پرتله ږيره زموږ د ننګرهار په نجم المدارس کې يوه مهم رکن وو. ان تر دې چې په ټوله مدرسه کې مو يو ږيره خرېيلی شاګرد نه درلود.
يوه ورځ مې ترې په ټولګي کې وپوښتل چې استاذ، تاسې ولې ږيره کلوئ (خروئ) ؟
لماذا تحلق اللحية؟
له دې پوښتنې سره را باندې په غوسه شو او رنګ يې تک سور شو.
راته يې ويل :
((لو کان الاسلام باللحية لکانوا اهل الذمة کلهم فی الجنة)).
که اسلام په ږيره وای، نو هندوان به ټول له يوې مخې په جنت کې وای.

په داسې حال او يو وضعيت کې چې ټولنه او ټول هېواد له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس وګرېوان دی خپله دوی طالبان هم له يو بلا ستونزو او فشارونو سره مخ او لاس وګرېوان دي. نور ډېر اولويتونه شته چې پر هغې ورته پاملرنه اړينه ده نه پر داسې فروعي او استحبابي مسايلو باندې.

شيخ يوسف القرضاوي د دوی په شان ږيره نه لري، خو علميت يې له دوی ډېر لوړ دی. نوموړی زما د استاذ استاذ کيږي.

ما د ۲۰۱۶ ز کال په اپرېل کې د المغرب يا مراکو د فيض په ښار کې او ان د هېواد په ټولو اسلامي مرکزونو او تعليمي بنسټونو کې داسې يو عالم تر سترګو نه شو چې ږيره يې لرله ان تر دې چې په جامعة القرويين کې او په فيض کې له شيخ عبدالرحمان الکتاني سره چې هغه وخت ژوندی وو وليدل او له هغه څخه مو مؤطأ د امام مالک سماع وکړله ږيره يې نه لرله او ۹۲ کاله عمر يې لرلو.

Powerful speech in Qarawiyyin by Shaykh Akram Nadwi (English subtitles) - YouTube
Sage Advice from Shaykha Bahia al-Qutbiyyah with Dr M Akram Nadwi (English subtitles) - YouTube
Ask Shaykh YQ Special With Dr. Akram Nadwi - YouTube

شيخ الکتاني د دواړو اسلامي تعليمي نصابونو يعنې عربي او هندي بنسټونو د نصابونو په نړيواله کچه تر ټولو اوچت سند لرلو. الله شاهد دی چې ما ته يې خپل لاسونه د ښکلولو لپاره پرې نه ښوول. څښتن تعالی دې پرې ورحميږي. ښه عالم وو.

اګر چې ږيره پرېښوول ښه خبره ده. دا د مسلمان لپاره يوه ښکلا ده او د درنښت يو سمبول دی، خو د ږيرې نه لرلو له امله د يو مسلمان سپکاوی هم نشته.د تقوی جامه ښه ده. په ږيره به انسان ظاهري ښه ښکاره شي، خو ولې په تقوی سره دروني او بيروني دواړه ښکلا شته. درنښت او عزت په تقوی کې دی. الله تعالی ورته ښه ويلي دي. اګر چې د هارون عليه السلام په کيسه کې ورته په ((... يبنؤم لاتأخذ بلحيتي ولا برأسي)) اشاره شوې ده.

قال بعض العلماء ما ملخصه : وهذه الآية الكريمة . . . تدل على لزوم إعفاء اللحية وعدم حلقها ، لأنه لو كان هارون حالقًا لحيته لما أخذ بها موسى - إذ من المشهور أن اللحية تطلق على الشعر النابت فى العضو المخصوص وهو الذقن - وبذلك يتبين لك أن إعفاء اللحية سمت الرسل الكرام الذين أمرنا الله - تعالى - بالاقتداء بهم.

داسې خرافات هم نه چې حضو پاک صلی الله عليه وسلم دلته په دروازه کې راته ولاړ او د کابل د کانټېننټل هوټل د ځانمرګو بريدونو مشري پر غاړه لرله او بيا خوب ګوري او وايی چې د يو لوی جومات په سر باندې ناست او د هوټل فدايي شهيدانو ته سند ليکي. موږ څنګه د داسې يو خليفه پر خبرو اتکاء وکړو چې تر ټولو هغه ساده ايات چې په جهادي پير کې به هر ځای ان د پېښور د کليو او بانډو په دېوالونو هم ليکل شوی وو :
((واعتصموا بحبل الله جميًا ولاتفرّقوا)) هم ناسم وويلو.

ايا زموږ د کابل کانټېننټل هوټل به د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې چې حديث کې درې ځايونو ته اشاره شوې چې بيت الله يآ بيت الحرام، مسجد نبوي او مسجد الأقصی دی، نو اقصی خو له اوو لسيزو راهيسې د نورو په لاسونو کې دی او وخت ناوخت هلته ستونزې وي تر اوسه خو په نړيواله کچه چا دغسې خوب ونه ليد لکه زموږ خليفه چې د بل حافظ کليم الله په حواله د عملياتو مشري او فزيکي يا روحي شتون د پېغمبر صلی الله عليه وسلم ته يادوي، نوزموږ محترم استاذ بايد دغسې ټکو ته پاملرنه وکړي.


په درنښت


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery