مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-05-31   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د اوبو رسونې د دوو پروژو چارې بشپړې شوې

benawa afghanistan
راحیله جواد
د خوږیاڼو ولسوالۍ پیره خیلو سیمه کې د حاجیانو شورا له لورې د څلور میلیونه او نهه اویا زره افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا په وسیله د اوبو رسونې یوه شبکه د ۵ میاشتو په موده کې جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د څه باندې ۸ نیم میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسونې د دوو پروژو چارې بشپړې شوې .
د ننګرهار ولایت کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست له لورې د ۸ میلیونه او شپږ سوه زره افغانیو په لګښت د خوږیاڼو ولسوالۍ په پیره خیلو سیمه کې د لمریزې برېښنا په وسیله د اوبو رسونې یوه شبکه او دیرش حلقې څاګانو د کیندلو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې .
د خوږیاڼو ولسوالۍ پیره خیلو سیمه کې د حاجیانو شورا له لورې د څلور میلیونه او نهه اویا زره افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا په وسیله د اوبو رسونې یوه شبکه د ۵ میاشتو په موده کې جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه،چې دوه نیم سوه کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې .
همدا راز د خوږیاڼو ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د ۴۶۸۴۶۹۰ افغانیو په لګښت د ۳۰ حلقو څاګانو په کیندلو سره ۴۵۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery