مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-05-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د امريکا سفارت سفير کندهار ته د خپل سفر پرمهال له کندهار والي سره وکتل.

benawa afghanistan
راحیله جواد
په ليدنه کي د دواړو لورو ترمنځ د سولي د روان بهير، راتلونکو ولايتي شوراګانو د ټاکنو او ښه حکومت دارۍ اړوند اوږده بحثونه او مشورې وسوې


د دوشنبې په ورځ د امريکا سفارت سفير ( John Rodney Bass ) کندهار ته د خپل سفر پرمهال له کندهار والي حيات الله حيات سره وکتل او پر يو شمېر ځانګړو موضوعاتو يې هر اړخيزه بحثونه وکړه، چي پرمهال يې د آيساف ځواکونو د جنوب لوېديځ زون قومندان جنرال برون هم ګډون کړی وو.

په ليدنه کي د دواړو لورو ترمنځ د سولي د روان بهير، راتلونکو ولايتي شوراګانو د ټاکنو او ښه حکومت دارۍ اړوند اوږده بحثونه او مشورې وسوې.

ښاغلي حیات د خپلو خبرو پرمهال زیاته کړه، باعزته او دوامداره سوله د افغان حکومت يوه تل پاتې هيله ده او د لومړي ځل لپاره افغان حکومت په دې لټه کي دئ، څو د افغانانو او افغان طالبانو د ويني د بهېدو د مخنيوي په موخه يو دايمي اوربند رامنځ ته کړی او د سولي د اوږدمهاله پروسې لپاره کار کوي.

دغه راز په ليدنه کي نوموړي د ولايتي شورا ټاکنو ته په کتو سره وويل، چي د کندهار ولسونه نور پوه سوي او ويې ښودل، چي په تېرو پارلماني ټاکنو کي يې په پراخه کچه برخه واخيستل، چي په خبره يې، اوس هم په بشپړ ډول چمتووالی لري، څو خپل په خوښه د ولايتي شورا لپاره استازي وټاکي.

په ورته وخت کي د امريکا د سفارت سفير هم د خپلو خبرو پرمهال ډاډ وښود، چي هيواد يې ژمن دی څو د افغان سولي د رامنځته کولو ترڅنګ په هره برخه کي له افغان دولت  سره همکاري وکړي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery