مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-01-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

زما موري

پوهنمل محمد وارث


وې دزړونو ترجمانه زمامورې
 له هرچاوې مهربانه زما مورې

 ستا سپیڅلو ارادو ته مې سلام دی
 جار لوګی دې شم حیا نه زما مورې

 ستا په غیږ کې مې مکتب دغیرت ولوست
 ځکه ته یې قدردانه زما مورې

 تا دمینې فلسفه باندې زه پوه کړم
 وې ښوونکې مهربانه زما مورې

 کاشکې ژوند مې دربخښلی شولو تاته
 زړه مې ډک دی له ارمانه زما مورې

 ستا ګاللي کړاوونه په ما پور دي
 خوب مې نشته له خفګانه زما مورې

 د اسمان سترګې لمدې او ګریوان لوند شو
 پرښتو چې کړې روانه زما مورې

 لکه لمر دمازدیګر له غرو پناه شوې
 زړه مې ډک دی له ژړا نه زما مورې

 که هروخت دا ستاچوپړ کې حاضر نه وم
 ګیله ونکړې له مانه زما مورې

 پرهر نشته پټ دردونو نه کړیږم
 له ژوند ځکه یم ستومانه زما مورې

 تصور کې مې چې هره لحظه راشې
 لپې ډکې کړم دعانه زما مورې

(وارث) وايی د سکون علاج مې دادی
 سترګې پټې کړم دنیا نه زما مورې

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery