مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-12-13   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

په سويډن کي ددوستی فرهنگي ټولنې دمشرتابه جرگې وړانديز اوغوښتنه .

افغانو ترمنځ دوستی ددوي دخوشحاليو،پرمختگ اوښيرازيو زامن دی . دبشری ټولنو تاريخ ثابته کړی هغه ولس بريالی دی چې اتفاق او يوبل ته درناوی ولري . پدې څو ورځوکي مودفيسبوک پاڼي له لاري دازورونکی خبرترلاسه کړی چې دافغانستان جگړه ځپلی ولس په تېره پښتانه جگړې او ورور وژني لاتراوسه ندي ستړی کړی . زموږ دمعلوماتو له موخې په پکتياکي منگل او مقبل دکومي عادي مسلې دحل لپاره ددي پر ځاي چې همدا پښتانه دخپلو منل سوو عنعنو،دود اودستورنه استفاده وکړی اوهره لويه ياوړه ستونزه په خپل منڅي خبرو حل کړي اوروچي خداي مه کړه ددې هوښيار ولس دوه قومونه منگل او مقبل ديوه اوبل وژلوته ددي يا هغې خبري دنه منلو په خاطر يودبل پر وړاندي دجگړې سنگرونو ه جوړ ولو ته ملاتړلې . زموږ ټولنه چي غوڅ اکثريت یې په سويډن کي مېشت بهرنيان جوړوی ،خودافغانستان اونړۍ ټولنيز ،سياسي او فرهنگی حالات له نږدې څاري ددي خبروپه اورېدو اودپښتنو دجرگو ،مرکو اودستونزودحل ملي اوسوله ايزو لاروچاروتاريخ ته په کتوحيران پاتېږو چي ولی يو پښتون قوم دبل پښتون قوم ياپه بله اصطلاح يو ورور دبلی ورو ر پر وړاندي راپورته کېږي ؟ موږ چې پوهېږو اولوستی مودي،هغه داچي پښتانه خپله هره لويه او وړه ستونزه په جرگو اومرکوحلوی . پوښتنه داده ؟ اوس څه پېښه سوې چي پښتانه دخپل مورنی دود اودستورنه خلاف حرکت کوی؟ زموږانگېرنه دا ده چي ممکن بېگانه یې يودبل پروړاندي دښمنی ته هڅوي . زموږ له نظره ديوه ولس دود اودستور ددوي تاريخي وياړ دي ،چې ساتنه یې پردوې فرض ده . په سويډن کي زموږسره سوال دادی چي ولي پښتانه دنورودلاسوهنو اودښمنانه خبروداسي قرباني کيږي چې ورونه قومونه منگل اومقبل به ديوې عادی مسلې دحل لپاره چې دهغې حل په جرگو اومرکو کېداي سي وسلې ته لاس کړی؟ له سويډڼ نه زموږ دفرهنگی ټولني غوښتنې : ۱/ زموږ له نظره پښتانه هره ستونزه په خبرو اوجرگو حلولاي سي .بايد په خپلو کي سره مرکه يواوبل ته په غوږ نيولوسره ستونزه حل کړي . ۲/ پښتانه بايدپدې پوه وي چي ددوي دښمنان غواړي يوه عادي مسله دومره چاغه کړې چي دبل لوري پښتانه ته خوب نه ورځی ترڅوغچ وانخلي .خو بايد دافکر وکړی چي دستونزي حل وژنه اوغچ اخيستنه ده ؟ که ورو رگلوی اويوبل ته غوږ نيونه اودرناوي ؟ ۳/ موږ داسي فکر کوو چې دهري ستونزي حل وروگلوی،يوپربل زړه خوږی اويودبل پروړاندي ددښمن په هڅو پوهېده اوپاملرنه حياتي ده . ۴/ موږ له بهره پدي باوريوچې پښتانه ديوه هوښيار اوخپل هيواد ته دژمن ولس په توگه دخپل منځي هرډول اختلاف حل لپاره دوسلې له استعمال پرته بله معقوله لار ولټوی ،هیله موداده چې دخپل هيواد اوخپل ولس دښېرازی په خاطر دوسلې لا استعمال نه په کلکه ډډه وکړی او يوازي دېته ملا وتړي چي خپل ژوند څنگه له ستونزوخلاص او خپل هيواد دنړيوالو دسياليو جوگه کړي . په سويډن کي ددوستی فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه دټول افغان ولس پر خپل مينځی دوستی،يووالی او ورورگلوی باورلري.دافغانانو ملي وحدت دهرټبر،قوم اوکور نی يووالي ددوي دپياوړتيا اوپر دښمن دبری زامن بولي . ځکه خو موږ دادپکتيا ولايت د منگل اومقبل قومونو ترمنځ په خوابدي کي پښتونوته مراجعه کوواودوي ورورگلوی ته رابولو . که اړينه وي دسيمي دنوروقومونو مشران بايد هرڅومره چي ژرکېږي سره راټول اوديوې منځگړې جرگې په توگه خپل ملي ،انساني او اسلامي رول ولوبوی ترڅو داخوابدي هرڅومره رژر چې کېږي حل او ورک سي . په سويډن کي ددوستی فرهنگي ټولنې دمشرتابه جرگي په استازي توب حبيب الله غمخور
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery