مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-12-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

جلال اباد ښاروالۍ روان مالي کال د ۲۷۲ میلیونه افغانۍ عواید تر لاسه کړي دي.

راحیله جواد
ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد ښاروالۍ مسؤلین وایي، د روان مالي کال د پيل څخه تر دې مهاله یې ۲۳۲ میلیونه افغانۍ ثابت او شاوخوا څلوېښت میلیونه افغانۍ غېرې ثابت عواید تر لاسه کړي او همدا راز یې د ښاروالۍ له تائسیس څخه تر دا مهاله د خدمتونو د ترسره کولو له امله ښاریان یو اعشاریه درې میلیاره افغانۍ پوروړي دي .
د جلال آباد سرپرست ښاروال انجینر حکیم الدین عمرخيل، چې د لیندۍ په ۲۰مه یې رسنیو دفتر کې د مالي کال د پیل څخه تر دا مهاله د خپلو لاسته راوړنو او نورو برخو په اړه معلومات ورکول،وویل، په وروستیو شپږو میاشتو کې د تېر په پرتله شل میلیونه افغانۍ په عوایدو کې زیاتوالی راغلی دی .
هغه زیاته کړه، د مګړۍ د شاوخوا یوسلو لس میلیونه افغانیو په لګښت یې د فارم هډې له پل څخه تر زیتونونو فابریکې پورې،د انګور باغ له څلور لارې څخه تر فارم هډې پل پورې او د سرخ اب پل څخه تر دوه سړکې پورې د سړک جوړونې،پلې لارو ،ګلدانونو او یو شمیر نورې پروژې تر کار لاندې دي .
ښاروال وویل، د مالي کال له پیل را هیسې ۲۲۸ کیلومتره ویالي جوړې کړي، ۱۷۷۴ کیلومتره خاوري او ۱۷۶۴۹۰ متره مکعبه کثافات یې ټاکل شوو سیمو ته انتقال کړي، • په اتو ناحیو کې ۵۳ بابه پلچکونه جوړ کړي، ۱۷۰ بابه فلزي کثافات دانۍ او ۱۴ بابه کانکریټی کثافات دانۍ جوړي کړي دي .
د جلال اباد سرپرست ښاروال همدا راز وویل، په یاده موده کې ۲۲۱۰ متره ویالې جوړي کړي، قاسم آباد ښارګوټي کې پرسړکونو جغل اچونه او د هوارۍ چارې ترسره کړي، د ښاروالۍ ریاست دننه دریم منزل تعمیر کارونه بشپړ شوي او د پاک او سرسبزه ښار لرلو په موخه یې ۲۵۰۰۰ نیالګي کینولي دي .
د ښاروال د معلوماتو له مخې د سولي پارک کارونه تر۶۰ سلنه پوري بشپړ شوي د حاجي عبدالقدیر واټ د ګلدان د اوبو سیستم بشپړ او مکمل شوي او د ګل آغا شیرزي په ښارګوټي کې د استوګنو نومرو خط اچونه هم ترسره شوي .
د جلال آباد سرپرست ښاروال انجینر حکیم الدین عمرخيل مخکې وویل، د شهید ادم خان په واټ کې د ګلدان په منځ کې اغزن سیم نصب کړی، د کابل هډي او حلقوي سړک پوري پر سړک قیر اچونه ترسره کړې، د کاسه برج د تعمیر کارونه یې ۹۵ سلنه بشپړ کړي، د پوښتونستان له واټ نه نیولی ترسپین غر هوټل پوري پلې لار په اساسي ډول جوړي کړي او د ۱۲۰۰ متره مربع سړکونو داغ نیونه یې په یاد مالي کال کې ترسره کړې ده .
د عمر خیل په وینا د اوومې او اتمې ناحیو لپاره یې د ودانیو او شپږمې او اتمې ناحیو لپاره یې د مارکیټ پر جوړولو کارونه پیل کړي دي،همدا راز یې د امیر شهید بڼ له دروازي نه تر غازي امان الله خان مقبري پوري سړک په اساسي ډول جوړ او قیر کولو څخه هم خبر ورکړ.
د سرپرست ښاروال په وینا،په مالي کال کې د جلال اباد ښاروالۍ میلمستون ترمیم کړی، دوسرکي واټ ، د برق پايي ، پښتونستان واټ کټار جوړي کړي او د سره رود دوسرکي نه تر سرخ اب پل پوري دوهم لاین سړک د جوړولو چارې پیل کړي دي .
هغه وایي د کابل هډي ، لغمان هډي ، مرستون څلور لاري سړکونو قیر اچونه یې ترسره کړې، د غوچکو سړک چاری یې سرته رسولي او د عید ګاه څلورلاري ، افغانستان بانک ، شهید عبدالحق او عربانو څلورلاري پلچکونه یې هم جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارلي دي .
د جلال اباد سرپرست ښاروال د دې مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې چې یو شمیر مدني فعالانو او د ناحیو مخورو هم شتون درلود،ګڼ شمیر نور معلومات هم له رسنیو سره شریک کړل .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery