مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-12-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

والي : "په نورستان کې د پراخې پانګونې لپاره زمینه برابره شوې ده"

benawa afghanistan
راحیله جواد
نورستان د افغانستان د ختیځیو ولایتونو له ډلې یو غرنی ولایت دی، چې طبیعي ښکلا یې ځانګړی شهرت لري. دا ولایت د اوبو پریمانه زیرمې، پراخ څنګلونه او ګڼ شمیر تاریخي او فرهنګي سیمې لري،

 

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم او ددغه ولایت د مرکز پارون ښار ښاروال عبید الله ساپي چې د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې یې ددغه ولایت د روان وضعیت، پرمختګونو او لاسته راوړنو په اړه رسنیو ته معلومات ورکول وویل، چې په نورستان کې دا مهال د پراخې پانګونې لپاره زمینه برابره شوې، نړیوال موسسات او ملي سوداګر کولای شي، چې په دغه ولایت کې پانګونه وکړي.

دغه کنفرانس د ۱۳۹۶ لمریز کال د لیندۍ په ۱۵ مه نېټه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړ شوی وو.

د نورستان والي وویل، چې ددغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې حکومتي ادارې فعالې او د حکومتولۍ ټولې چارې د حکومت د پلانونو او پالیسیو سره سم اجراء کیږي.

د حافظ عبدالقیوم په وینا، په دې ورستیو کلونو کې نورستان د بیارغونې په برخه کې ډیر پرمختګ کړی او ګڼ شمیر عام المنفعه او بنسټیزې پروژې پکې تطبیق شوې او ځینې یې هم  تر کار لاندې دي. د نوموړي په خبره  د تیرو دریو کلونو په ترڅ کې ۱۵۰ کیلو متره کلیوال سړکونه او ۹ پلونه ورغول شول، د ۵ ښوونځیو د ودانیو د رغونې کار  روان دی، د دارالمعلمین او دارالعلوم د ودانیو تر څنګ د یو شمېر نورو دولتي ادارو ودانۍ او ددې ترڅنګ د برښنا د تولید دوې مهمې پروژې به هم په نږدې وخت کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

نوموړي زیاته کړه، د نورستان په ټولو ولسوالیو کې امنیت تامین دی او داسې کومه امنیتي ستونزه نشته، چې د بیارغونې د کارونو مخه ډپ کړي. هغه له نړیوالو مرستندویه موسساتو او ملي تجارانو وغوښتل ترڅو په دغه ولایت کې پانګونه وکړي.

د نورستان والي د وزارتونو څخه هم هیله وکړه، چې د راتلونکي کال په پلانونو کې دغه ولایت ته ځانګړي پاملرنه وکړي تر څو د حکومت هغه خدمات چې خلک ورته اړتیا لري ددغه ولایت ټولو ولسوالیو ته په متوازن شکل ورسیږي.

په ورته وخت کې د نورستان د مرکز پارون ښاروال عبید الله ساپي وویل، چې د پارون په ښار کې هم ګڼ شمیر پروژې تطبیق شوې دي. هغه د بیلګې په ډول د پارون ښار د سړکونو او پارکونو رغول او همدارنګه په دغه ښار کې د ښاروالۍ د مشورتي شورا د جوړیدو یادونه وکړه.

ښاغلي ساپي وویل، د پارون ښار اوس مهال د یوه مشورتي شورا درلودونکی دی، چې ددغه ښار د بېلابېلو قشرونو استازي پکې ګډون لري او ټولې چارې د همدې شورا د مشورې سره سم پر مخ ځي.

نورستان د افغانستان د ختیځیو ولایتونو له ډلې یو غرنی ولایت دی، چې طبیعي ښکلا یې ځانګړی شهرت لري. دا ولایت د اوبو پریمانه زیرمې، پراخ څنګلونه او ګڼ شمیر تاریخي او فرهنګي سیمې لري، چې د سیاحت او توریزم له اړخه د هېواد یو مهم ولایت بلل کیږي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery