مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-11-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په نړيواله کچه د پاکستان بې اعتمادي او دروغژنتوب يوه الهي رسوايي ده

سيد حسين پاچا

د خواجه محمد آصف په ځواب کې :
پاکستانيان به څنګه ايمان تيروي؟
دروغ ويل ورته ګناه نه ښکاري، د ابليس، کاذب، کافر او د ظالم ترمينځ په لعان کې توپير نشته. لعنت د الله تعالی له رحمته د ليرېوالي په مانا دی، ځکه خو ابليس ته د انکار په صورت کې له رجيم سره تر قيامته د لعان کليمه هم کارول شوې، دومره ده چې دې نورو ته بيا هم يو چاڼس شته، خو ابليس ته نشته

 

خواجه محمد آصف :
امريکا ته مو سپينې خبرې وکړې
ښاغلی اصف وايي، امريکايي چارواکو ته يې ويلي، له پاکستان څخه دي ټول افغان کډوال بېرته ستانه کړي او پر پوله دي اغزن تار ولګوي، که يې بيا دې غاړې ته کوم طالب وليد، بيا دي خبره وکړي.

دې رذالت ته يې ګوره چې اوس يې د ترهګرۍ مساله يې له مهاجرت او هم د هند د رول تر محدودولو پورې وتړله. تر پرونه يې د کشمير مساله د افغانستان پورې تړله، خو نن يې ځان بيا د امريکا له فشاره د خلاصون په پار د ترهګرۍ مساله له مهاجرو سره وتړله چې ((له پاکستان څخه دې ټول افغان کډوال بيرته ستانه کړي او پر پوله دې اغزن تار ولګوي)) دا هماغه د ضياء لعنتي و دوزخي ارمان دی چې لا تر اوسه د دوی پر ژبه دی او د دوی له روح و روانه لا نه دی وتلی. تر پرونه يې په زړه کې پټ ساتلی وو. ځکه خو زلمی خليلزاد په يوه مرکه کې وايی چې اوس نړۍ او امريکا هم پوی شوی چې دوی څه غواړي؟

فنجعل لعنة الله علی الکاذبين (ال عمران ۶۱)
ان لعنة الله عليه ان کان من الکاذبين (النور ۷)

ان الله لعن الکافرين (الاحزاب ۶۴)
فلعنة الله علی الکافرين (البقرة ۸۹)

ان لعنة الله علی الظالمين (الاعراف ۴۴)
الا لعنة الله علی الظالمين (هود ۱۸)

قال فاخرج منها فانک رجيم (ص ۷۷)
وان عليک لعنتي الی يوم الدين (ص ۷۸)

ننګونه :
که خواجه او ملت يې کوم ثبوت او دليل لري راوړاندې دې يې کړي، کنه نو ورته په کار ده چې له سره ايمان تازه کړي او له افغانانو، ګاونډي هند وبنګال او له نړيوالې ټولنې مسلمو او له غيرمسلمو ټولو نه بښنه وغواړي. له څښتن تعالی سره ژمنه وکړي چې بيا به هېڅکله دروغ نه وايی. له ګاونډيانو سره به له دوه مخۍ نه لاس پر سر کيږي او نور به د شيطان پر لار نه ځي.

که آصف خپل ځان په هېنداره کې وويني، نو وبه ويني چې ايمان ترې کډه کړې ده. دوی خو مخامخ لاپې وهی، خو بيا د شا له لورې پسکې ولي. پنجاب کله هم څوک خپل واک ته نه پرېږدي. له ديکتاتور ضياء او له دوزخي اختر عبدالرحمان نه ورته سخت يو بد هوس په ميراث پاتې شوی. د دوی معنوي پلار برتانيا وايی چې افغانستان د زقوم مړۍ ده چې تېرول يې سخت او کولمې شړوي. آصف و حکومت (اداره) يې يا په بله مانا ملکيان، نظاميان واستخبارات يې د افغانستان په تړاو له ستراتيژيک عمق خوبونه پرېږدي. دلته له هر جبار ومستکبر نه سوټې وتلي دي.

خواجه محمد آصف :
پاکستان نور پر طالبانو اغېز نه لري ځکه چې طالبانو نورې سرچينې (هېوادونه) موندلي دي.
اصف همداراز وويل چې د امريکا حکومت حاضر دی چې د طالبانو په وړاندې خپل دريځ نرم کړي، خو د حقاني شبکې په وړاندې هېڅ نرمښت نه مني.

اصف ښه په دې پوه دی چې دغو نورو سوړو ته هم همدوی دوه مخيو ورپېژندلي او په داسې نرم تار يې ورسره تړلي چې هر وخت يې جلب له دوی سره دی. د دوی کورنۍ او نور خپلوان يې له ځان سره برمته ((يرغمل)) کړي، ځکه خو يې هر وخت ځانته راغوښتلی شي. دا چې دوی له خپل مجازي رازق سره داسې داسې دوکه وکړه، نو سبا ته به يې له چين، روسيه، ايران او له ترکيه سره هم وکړي.

امريکا به څنګه له حقاني شبکې سره نرم شي چې واک يې له دوی سره وي.
بروس ريډل خپلې موندنې له ولسمشر اوباما سره شريکې کړې او ورته يې وويل : پاکستان د کلونو راهيسې له مونږ سره دوه ګونې لوبه کړې او ښايي چې دغې کړنې ته دوام ورکړي.
په داسې حال کې چې ښاغلي ريډل خپلې موندنې له ولسمشر اوباما سره شريکولې، يو بل امريکايي وګړی د داسې پېښې شاهد وو چې د طالبانو او پاکستان ترمينځ د اړيکو څرګندونه يې کوله. پيتر روب د نيويارک ټايمز خبريال د کابل په سويل کې د طالبانو له يو قوماندان سره د مرکې لپاره وخت اخېستی وو. او هلته د تلو پر مهال طالبانو يرغمل کړ.
په افغانستان کې دننه له څو ورځني سفر وروسته نوموړی پاکستان ته ورواستول شو. پيتر روب د حقاني ډلې غړو يرغمل کړی وو. ښاغلی روب د څو مياشتو لپاره بېلا بېلو ځايونو ته لېږدول کېده او يوځل د حقاني زوی پخپله په ګاډي کې هغه لېږداوه چې د پاکستان له امنيتي ځواکونو سره مخامخ شو.
Badruddin Haqqani stepped down the vehicle and he actually waved to the Pakistani solders…

بدرالدين حقاني له ګاډی ووته او پاکستاني سرتېرو ته يې لاس وخوځاوه او بيرته په ګاډي کې کېناست. هغه ما ته وويل د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمينځ اوربند دی. او طالبان يوازې له موټر نه بايد کوز شي او سرتېرو ته ځان وښيي او بس.
پيتر روب بالاخره په ميرانشاه کې د طالبانو په يو پټنځای کې بندي کړی شو.
I was held in Miranshah and took by making blasts…

په هغه ځای کې چې زه ساتل کېدم په هماغه سيمه کې طالبانو ته د بمونو جوړولو روزنه ورکول کېده او لوی چاودنې کېدې. نژدې د امنيتي ځواکونو يوه پوسته ته هم وه، خو هغوی يو ځل هم دغه ځای ته رانغلل چې وګوري چې څه تيريږي؟
ښاغلی روب او د هغه ژباړونکی يوه شپه چې د هغوی ساتونکي وده شوی وو په تېښتې بريالي شول. ځانونه يې د ميرانشاه په مرکز کې پوځي اډې ته ورسول او له هغه ځايه خوندي سيمې ته ولېږدول شول. وروسته د آی ايس آی چارواکي د پلټنو لپاره راغلل. ده ته معلومه شوه چې يرغمل نيونکي نه دي نيول شوي او د آی ايس آی چارواکو هڅه کوله چې ومومي چې دی څنګه په تېښتې بريالی شوی؟
The Haqqani actually took the guy and hang over to the ISI.

د حقاني ډلې هغه ساتونکی آی ايس آی ته سپارلی وو او آی ايس آی دغه ساتونکی شکنجه کړی وو. او د دې پرځای چې ورنه وپوښتي چې ولې مو يو امريکايي ژورنالېست چې د مرکې لپاره مو غوښتی وو يرغمل کړ. له هغې نه يې وپوښتل چې ايا دغه امريکايي ستا کورنۍ ته پيسې ورکړې وې؟ او تا د حقاني ډله له دغو پيسو نه بې برخې کړه.
You have deprived Haqqani from the money.

امريکايي ديپلوماتانو د پيتر روب تجربه هم د پاکستان پر وړاندې د تورونو په لړ کې ورزياته کړه.
*** *** ***

امريکا به يا ماته وي او يا نه، خو پاکستان عملاً په افغانستان، سيمه او نړۍ کې ناکام دی او خلک پاکستان نه خوښوي. دلته په برتانيا کې خو ورته پکي Paki وايی. آصف په دې پوه دی چې يهود دروغ نه وايی. هندوان وسکهان تر دوی پورې ښه دي او له دروغو ډډه کوي، خو دوی ترې بيا خوند اخلي. هندوان وسيکان له خپلې کړۍ ((بنګړي)) نه حيا کوي، خو دوی بيا د دومره جوماتونو، مدارسو او د اسلامي دعوې سره سره خپل ولس، سيمې و ګاونډيو او نړيوالو ته دروغ وايی.

پاکستان بايد پوه شي چې دوی نور په افغانستان خو لا څه ان چې اوس يې په سيمه او ټوله نړۍ کې خپل ټول درنښت له لاسه ورکړی دی. د نړۍ د زغم کاسه نوره ورته ډکه شوې ده.

د پاکستان څارګره اداره د کورنيو او بهرنيو اتباعو په تښتولو او په پيسو اخېستو کې له حقاني ډلې شريکه ده. امريکا او ناټو به له چين و روسيې سره په سلا ومشوره اخر هم دېته مجبوره شي چې په وزيرستانونو کې پخپله عمليات وکړي او دا يې وروستۍ چاره ده. دا هم د هېرولو نه ده چې خطرناک کسان ټول په ښارونو او پلازمينه اسلام اباد کې اوسي چې ښه بېلګه يې وړم کال د حقاني د زوی پېښه وه چې په پلازمينه اسلام اباد کې وشوه چې مړی يې هم سملاسي له روغتونه وويسته.

آصف په دې هم نه شرميږي چې ۴۰٪ خاوره له طالبانو سره ده. طالبان اوس پاکستان ته اړتيا نه لري. دی ډوزن په دې ښه پوه دی چې د همدې طالبانو کورنۍ او خپلوان يې له ځان سره يرغمل کړي دي او ځان ترې نه شي خوځولی. هغوی مجبور دي چې د دوی پر خوښه وجنګيږي کنه له بد انجام سره مخامخيږي. پوښتنه دا ده چې په کوم جرئت دی دا خبره کوي؟

شرم خو د ملا عمر بې لکيو خرو ته هم دی چې همدې پاکستان د طالبانو د وخت سفير مولوي عبدالسلام ضعيف ته ويلي وو چې ((موږ ته هېڅ قانون و اسلام ارزښت نه لري. موږ ته پاکستان ارزښت لري)) او دا هغه خبره ده چې مشرف په خپله مرکه کې هم کړې وه چې موږ ته پاکستان ارزښت لري. د دوی هغه شعار چې پاکستان د اسلام کلا ده او د اسلام په نوم جوړ شوی، نو بيا يې ولې هېڅ قانون او اسلام ته ارزښت نه ورکولو؟ طالبان او حقانيان د لغړې زامن بيا څنګه له پنجابه سوچه اسلامي نظام او شريعت غواړي؟

د مرحوم مولانا محمد امير بجليګر خبره که ضياء دا شريعت په رېړه کې اچولی وای، نو اوس به له کراچۍ نه تر سرحده پورې وختي رارسېدلی وای، خو ضياء کله هم له خپل establishment نه پښه نه شوای اړولی. زموږ د يو مفسر عقل به اوس سر ته راغلی وي چې له پنجاب نه يې د سوچه اسلامي نظام خوب هسې يو هوس او خيالي خوب وو.

يو متل دی :
سپي به غپي - کاروان به تيريږي.
دوی د غرب په روزۍ او دسترخوان لوی شوي به اوس د امريکا د ماتې خبرې کوي، خو خپل ځان ته يې پام نشته چې څومره په سيمه او نړۍ کې منزوي شوي؟ ان تر دې چې هغه نژدې دوستان چين، ترکيه او سعودي عربستان ترې هم پزې ته راغلي دي.

په درنښت


خواجه اصف امريکا ته د پېغور ورکولو ترڅنګ د امريکا ځينې غوښتنې څرګندې کړې
http://www.taand.com/archives/98115

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery