مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-11-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ښکلا او رښتیا

پښتو ژباړه: هدایت الله غیرت


لیکوال: عزیز نسین*

له هغو کیسو چې موږ په کور کې اوریدلي وې، مراد خبر درلود چې نیکه یې شعرونه لیکل، خو نوموړی نه پوهیدو چې شاعري څه شی دی.
د پسرلي په یوه سهار کې له سباناري وروسته، دوی له خپل نیکه سره د برنډې پر ژۍ ناست ول. نیکه یې ورځپاڼه لوسته.
مراد پوښتنه وکړه:
- بابا، ایا ته شعرونه لیکې؟
نیکه یې له ورځپاڼې سر پورته کړ او ویې ویل:
- هو، کله کله شعر لیکم...
مراد غوښتل پوه شي چې شاعري څه ډول شی دی؟ د هغه مور او پلار شعرونه نه لیکل، خو نیکه یې لیکل. دا په دې معنی چې ټول خلک شعرونه نه لیکي. ولې هر سړی شعر نه لیکي؟ کیدای شي دوی یې په لیکلو نه پوهیږي. ایا د ښوونځي له پیل او د لیک او لوست له زده کړې وروسته به هغه هم شعرونه لیکل پیل کړي؟ د مراد په ذهن کې دا ډول بې شمېره پوښتنې ګرځیدلې.
هغه پر دې پوښتنو باندې برلاسی کیدلای نه شو. له نیکه څخه یې وپوښتل.
- بابا، شاعري څه شی دی؟
نیکه یې بیا له ورځپاڼې سر پورته کړ، د سترګکو له پاسه یې خپل لمسي ته وکتل او په مسکا یې وویل.
- تشریح کول یې ستونزمن دي.
مراد په پوره ډاډ سره وویل:
- ته یې ما ته ووایه، زه پرې پوهیږم.
نیکه یې وویل:
- هو، ته به پوه شې، خو زما لپاره یې تشریح کول ستونزمن دي.
د تل په څېر، مراد په پوښتنې پسې پوښتنې پیل کړې:
- ولې ستونزمن دي؟
- ځکه چې هر څوک د شاعرۍ لپاره جلا تعریف لري، له همدې امله...
- که داسې وي، نو ماته ووایه چې ستا تعریف ورڅخه څه دی.
د مراد له پوښتنو څخه د تیښتې لاره نه وه. نیکه یې را واخیست او پخپله غیږه کې یې کینولو او ورته یې وویل:
- زما لپاره شاعري یو داسې شی دی چې رښتیا وي او د ښکلو احساساتو په بڼه کې وي.
مراد له دې تشریح هیڅ مطلب وانخیست. د هغه غرور مات شو ځکه چې ورباندې پوه نشو، او غلی شو، له نیکه څخه یې نورې هیڅ پوښتنې ونکړې.
څو ورځې وروسته، د ماښام پر مهال، مراد بیا له خپل نیکه سره د برنډې پر څنډه ناست و. نیکه یې ورته وویل:
- تیاره شوه، تقریباً شپه ده. راځه چې دننه ولاړ شو.
له څه مودې راهیسې، مراد په فکر کې و چې شپه او ورځ څه شی دی، ولې د ورځې رڼا او د شپې تیاره وي. له موقع څخه په ګټه اخیستنې سره یې له نیکه پوښتنه وکړه:
- بابا، ولې د شپې تیاره وي؟ تیاره له کومه راځي؟ او ولې د ورځې رڼا وي؟
نیکه یې وویل:
- درته وایم یې.
له لږ فکر وروسته یې وویل:
- که په کوم شي نه پوهیدلې چې زه یې وایم، نو له ما څخه پوښتنه وکړه...
مراد وویل:
- سمه ده.
نیکه یې پیل وکړ:
- په اسمان کې، یو ښکلی ځوان سړی او یوه ښکلې پیغله نجلۍ ده.  نجلۍ دومره ښایسته ده چې په ټوله نړۍ کې بله داسې ښکلې نشته. د ښایسته ځوان سړي سترګې تکې تورې دي، او ويښتان یې هم تور دي. پر دې سربیره، مخ یې له تورو وریښمو جوړ نقاب باندې پوښلی دی. جامې یې له تور بخمل څخه جوړې کړې دي. له تورې څرمنې جوړ بوټان یې پر پښو کړې دي چې هیڅ داغ پرې نشته، او لاسونو ته یې تور لاسپوښونه وراغوستي دي. د دې ځوان پر شا یوه اوږده چپن ده، چې نوموړې چپن هم له تک تور بخمل څخه جوړه ده.
مراد پوښتنه وکړه:
- بابا، ولې دې ښایسته ځوان سړي هر څه تور اغوستي دي؟
نیکه یې ځواب ورکړ:
- ځکه چې دا ځوان پر هغې ښکلې پیغلې مین دی. نوموړی تل په هغې پیغلې پسې وي، او هر ځای ته ورپسې ځي. هغه غواړي چې نوموړې پیغلې ته ور ورسیږي، پرته له دې چې څوک یې وګوري. پټ پټ ورپسې دی او پیغله تعقیبوي. تور کالي یې اغوستي دي، جامې، خولۍ او نقاب یې ټول له بخمل، وریښم او ساټن څخه جوړ دي... او لاسپوښونه یې له نرمې څرمنې څخه. د چپنې لمن یې دومره پراخه ده چې نیمه ځمکه یې نیولې ده. له همدې امله، کله چې دا ښایسته ځوان سړی په نوموړې ښکلې پیغلې پسې ځغلي، او د تورې چپنې لمن یې پر ټوله هغه سیمه باندې خوریږي چې نوموړی پرې روان وي، تیاره ورسره راځي. په همدې توګه، د ځمکې د کرې پر هغه بله برخه باندې شپه پیلیږي.
د دې ښکلي ځوان سړي جامې تکې تورې دي، خو پر جامو باندې یې، پر چپن باندې یې، د سرو زرو تڼۍ دي. د کورتۍ پر غاړه او پر لستوڼو یې د سپینو زرو ځلانده تارونه دي. پر سینه یې د سپینو او سرو زرو ګاڼې دي. د اوږدې چپن پر لمن یې پړکیدونکي خالونه دي. پر ملا یې د سرو او سپینو زرو پسولل شوی کمربند دی.  د کمربند په منځ برخه کې یو ستر الماس دی. له سپینو زرو جوړ د بوټانو تلي یې پر مرغلرو سینګار شوي دي.
دا ستوري چې موږ یې د شپې وینو، دا د ستورو ډلې، د شیدو لاره، دا ټول هغه ګاڼې، سینګار، سره زر، الماس او نور شیان دي چې هغه اغوستي دي... کله چې دا ځوان په هغې ښکلې پیغلې پسې ځي، له ځان سره تیاره راوړي. په همدې توګه، د هغه له پلونو سره سمه پر موږ شپه راځي.
مراد په هیجان سره وپوښتل:
- بابا، دا ورځ نو څنګه راځي؟
نیکه یې ورته د ورځ کیسه په لاندې توګه وویله:
- هغه پیغله چې د تورو جامو اغوستونکی ځوان سړی ورپسې رسیدل غواړي.. هغه څه ډول ښکاري؟ هغه ډیره ښکلې ده، دومره ښکلې چې په دې ټوله پراخه نړۍ کې له هغې څخه بله ښکلې نجلۍ نشته. هر څوک چې د هغې ښکلا ته ګوري نو سترګې یې ورته بریښي. هغه طلايي رنګه ویښتان لري او د وریښم په څېر نرم دي. هغې د وریښمو یو ښکلی تک سپین کمیس اغوستی دی. د هغې اوږده چپن له سپین ساټن څخه جوړه ده. پر غاړه یې سپین جالي اوبدل شوی ټیکری دی. نازک سپین کمربند یې له ملا چاپیر دی.  بوټان یې له سپین بخمل څخه جوړ دي... له څرمنې جوړ سپین نرم لاسپوښونه، او سپین وریښمین دستمال ورسره دي. پر سپینو ګلانو پسولل شوې سپینه خولۍ لري؛ کله خولۍ پر سر کړي او کله یې بیرته لرې کړي. کله چې نوموړې خولۍ له سره لرې کړي، نو هغه سرتاج چې د دې پر سر دی ښکاره شي. او دا تاج څومره ښکلی دی! په دې تاج کې لګیدلي قیمتي کاڼي دومره ځلانده دي چې څوک ورته کتلای نشي. دا ټول سپین لباس چې دې ښکلې پیغلې اغوستی دی او د هغې سپینه چپن دومره پراخه دي چې د نړۍ د کرې بله برخه باندې خواره دي. لکه څنګه چې د ځمکې نیمايي برخه چې د ښکلي ځوان سړي تر تورې چپنې لاندې ده او شپه وي په کې، همدا ډول د ځمکې هغه برخه چې د دې ښکلې پیغلې تر سپینو جامو لاندې ده، هلته ورځ وي.
دا ځوان سړی وروسته دی، او هغه ښکلې پیغله ترې مخ کې روانه ده. ورځ منډې وهي او شپه یې تعقیبوي. په همدې توګه دوی یو پر بل پسې له نړۍ څخه تاویږي. دا چې دوی ګردچاپیره تاویږي، نو د نړۍ په یو اړخ کې ورځ او پر بل اړخ یې شپه وي.
مراد وویل:
- خو شپه تل تپه تیاره نه وي.
نیکه یې وویل:
- هو ته رښتیا وایې، ځینې شپې آبي رنګه یا اسماني رنګه وي. لکه څنګه چې ته خپل خیرن کالي وباسې چې ویې مینځې او پاک یې کړې او نور کالي اغوندې، همدا ډول په اسمان کې هغه ښکلی ځوان هم خپل آبي او اسماني رنګه کالي اغوندي چې کله یې توره چپن او تور کالي خیرن شي. کله چې هغه خپل آبي یا اسماني رنګه کالي اغوندي، نو اسمان آبي یا اسماني رنګه شي. او کله کله خو اسمان او زموږ چاپیره ټول شیان ګلابي یا سره شي. دا ولې؟ دا ځکه چې کله نوموړی ښکلی ځوان هغې ښکلې پیغلې ته ورنږدې شي او نور ورته ور رسیږي، ښکلې پیغله هیجاني شي او له حیا نه وشرمیږي، غومبوري یې ګلابي او سره شي. د هغې د غومبورو سور رنګ په وریځو او زموږ ګردچاپیره هر څه کې راغبرګ شي. کله چې د هغه ځوان لاس له پیغلې سره ولګیږي، پیغله تکه سره شي، او د اسمان رنګ هم تک سور شي.
کله کله د ورځې هم هر څه سره ښکاريږي. دا هغه وخت دی چې کله هغه ښکلې پیغله له ستونزو سره مخ وي. کله چې د هغې پر مخ سیوری راشي نو وریځې تیاره شي، او داسې ښکاري چې پر موږ هر څه را بند شي.
اوس پوه شوې چې شپه او ورځ څه شی دي؟
مراد وویل:
- پوه شوم.
نیکه یې وویل:
- څه چې مې درته وویل د شپې او ورځې کیسه وه.
د شپې او ورځ کیسه د مراد ډیره خوښه شوه. له هغې ورځې وروسته به مراد په هره موقع نیکه اړ کولو چې نوموړې کیسه ورته بیا بیا تکرار کړي. هغه نور دا کیسه دومره اوریدلې وه چې په یاد یې زده کړې وه. ځینې وختونه خو به یې خپله همدا کیسه نیکه ته تکراروله.
یوه ورځ په ښوونځي کې، ښوونکې تشریح ورکوله چې شپه او ورځ څنګه پیښیږي، ولې د شپې تیاره او د ورځې رڼا وي. ځمکه په دوامداره توګه د لمر پر مدار څرخیږي. دا چې ځمکه څرخیږي، نو هغه اړخ چې لمر ته مخامخ وي رڼا اخلي او هلته ورځ وي. د ځمکې هغه اړخ چې لمر نه ویني، په تیاره کې پاتې کیږي او په نوموړو سیمو کې شپه وي. په همدې توګه، په نړۍ کې ټولې سیمې په نوبت سره کله په رڼا او کله په تیاره کې وي. د ورځې او شپې د رامنځ ته کیدلو لامل د ځمکې خپل دوران دی. همدا ډول ځمکه د لمر پر وړاندې مختلف حالتونه غوره کوي او له همدې کبله کله ورته لږه او کله ورته ډیره رڼا رسیږي. له همدې امله، په قطبونو کې شپې او ورځې شپږ میاشتې اوږدې وي. په استوايي سیمو کې بیا ورځ او شپه برابره وي. د استوا پر کرښه باندې شپې نه اوږدیږي.
ښوونکې نه یواځې دا چې دوی ته دا خبرې وکړې، بلکې پر تخته باندې یې په تباشیر سره د ځمکې او لمر رسم هم وکاږلو.
مراد په حیرانتیا سره خپلې ښوونکې ته غوږ نیولی و. د شپې او ورځ په اړه د ښوونکې تشریح هیڅ د هغه د نیکه د کیسې په څېر نه وه. د شپې او ورځ کیسه چې مراد ته یې نیکه کړې وه، د ښوونکې د شپې او ورځ له تشریح څخه ډیره ښایسته او په زړه پورې وه.
 ښوونکې د خپل غوره زده کوونکي مراد په سترګو کې دا حیرانتیا ولیدله. له ټولګي څخه یې پوښتنه وکړه.
- ایا تاسو ټول پوه شوئ؟
زده کوونکو ځواب ورکړ.
- هو پوه شو.
مراد غلی ناست و. ښوونکې ترې پوښتنه وکړه.
- مراده، پوه نشوې؟
مراد له لږ ځنډ وروسته وویل:
- پوه شوم، خو ماته مې بابا د شپې او ورځ تشریح بل ډول کړې وه.
ښوونکې وویل:
- ستا بابا څه ډول تشریح کړې وه؟ دلته راشه او موږ ته د خپل بابا د کیسې بڼه ووایه.
مراد پورته شو او تختې ته ودرید. خپلو ملګرو ته یې  د شپې او ورځ اړوند هغه کیسه وکړله چې بابا یې ورته کړې وه، هغه کیسه چې نوموړي به ډیری وختونه له ځان سره تکراروله. د هغه کیسه دومره خوندوره او کامله وه چې زده کوونکي یې ټول غلي کړي ول. تر دې پورې چې د ویښته غورځیدلو غږ هم اوریدل کیدای شو.
ښوونکې له مراد څخه وپوښتل:
- له دې دواړو څخه ته په کومه تشریح باور لرې؟
مراد د یوې سختې پوښتنې له ځوابولو سره مخ شو. ښوونکې تل دوی ته ویلي ول "په رښتیا باور ولرئ، او پر هغه څه چې تاسو ته رښتیا ښکاريږي!" له همدې امله مراد وویل:
- هره یوه چې رښتیا وي..
ښوونکې بیا پوښتنه وکړه:
- څه فکر کوې کومه یوه رښتیا ده؟
له لږ فکر وروسته مراد وویل:
- ښا!
- زما د نیکه تشریح ډېره ښکلې ده. کاش چې زما د نیکه کیسه رښتیا وای...
بیا ورته ښوونکې وویل چې د هغې کیسې چې د هغه نیکه ورته د شپې او ورځ په اړه ویلې وه او د ښوونکې د خپلې تشریح ترمنځ ډیر توپیر نشته. د دواړو توپیر د ویلو په ډول کې دی.د مراد نیکه دا پېښه په استعارو سره ښایسته او ښکلې کړې وه او پر یوه افسانوي کیسه باندې یې بدله کړې وه. هغه شپه پر یوه ښکلي ځوان سړي بدله کړې وه چې تور کالي یې اغوستي وي، او ورځ پر یوه ښکلې پیغله چې تک سپین کالي یې اغوستي وي.
له بل پلوه، ښوونکې دوی ته هغه څه وویل چې نیغ په نیغه په طبیعت کې رامنځ ته کیږي.
کله چې مراد له ښوونځي څخه راغلو، سمدلاسه د نیکه کوټې ته ورغلو. هغه خپل نیکه ته د ښوونکې کیسه وکړله چې څنګه هغې په ټولګي کې د شپې او ورځ د حقیقي پیښیدنې په اړه کړې وه. همدا ډول هغه خپل نیکه ته وویل چې ښوونکې ورته ویلي ول چې د نیکه کیسه یې په اصل کې د ښوونکې له تشریح سره دومره توپیر نه لري.
نیکه یې وویل:
- هو، داسې ښکاري چې ستاسو ښوونکې نوموړی حالت په یو ډول بیان کړی، او ما په بل ډول. خو موږ دواړو د همغه یو شي تشریح کوله.
له لږ ځنډ وروسته یې نیکه وویل:
- یادیږي دې چې یوه ورځ دې له ما وپوښتل چې "شاعري څه شی دی؟" هغه وخت ته کوچنی وې. ما تاته وویل چې " شاعري یو داسې شی دی چې رښتیا وي او د ښکلو احساساتو په بڼه کې وي ".
هو، له هغه وخت څخه درې کلونه تیر شوي ول، خو مراد ته د خپل نیکه وینا یاده وه. هغه اوس پر هغو ټکو پوهیدلو چې هغه وخت کې پرې نه پوهیدلو. په شعر کې هغه څه ویل کیږي چې رښتیا وي او د ښکلو احساساتو په بڼه کې وي. هغه ته یې نیکه یو حقیقت د افسانې په بڼه په ښکلو احساساتو کې ویلی و چې ښوونکې یې ورته تدریس کړی و. د هغه نیکه شاعر و.
له هغې ورځې وروسته، مراد هم د شعرونو په لیکلو پیل وکړ.

 
*  عزیز نسین (۱۹۱۵-۱۹۹۵) یو مشهور ترکي طنز لیکونکی و چې له ۱۰۰ څخه زیات کتابونه یې لیکلي دي. د نوموړي اثار له ۳۰ څخه زیاتو ژبو ته ژباړل شوي دي. په ۱۹۷۲ کې یې د نسین بنسټ ډبره کیښوده چې موخه یې هر کال نوموړي بنسټ ته د څلورو بیوزلو ماشومانو وړل ول چې د زده کړو تر بشپړولو پورې یې هر ډول اړتیاوې پوره کیږي. عزیز نسین د خپلو ټولو اثارو د چاپ حق په بشپړه توګه نسین بنسټ ته وقف کړی دی. دا کیسه د ماشومانو د کیسو له یوه کتاب څخه راخیستل شوې ده چې په ۱۹۸۵ کال کې خپور شوی دی (اصلي عنوان: Güzel ile Doğru). دا کیسه له ترکي څخه عمر ایږیجیوږلو د خپلې لور الیسا د څلورم ټولګي د GATE د شعر مضمون لپاره ژباړلې ده. اکتوبر ۲۰۰۷، سانتا باربارا، کالیفورنیا.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery