مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-07-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پکتيکا: قومي مشرانو افغان امنيتي ځواکونه تقدير کړل او له نظام نه یې ننګه وکړه

راحیله جواد

دپکتیکا په زرغون شهر ولسوالۍ کې دکټواز زون لسګونه قومي مشرانو او دولتي چارواکو افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه وستايل ، هغوی يې ددې خاورې ساتوونکي او اصلي بچيان یاد کړل.
دوی دغه راز د ملي یووالي له حکومت نه خپل غوڅ ملاتړ اعلان کړ.
په یاده غونډه  کې دکټواز لوري د څو ولسواليو قومي مشرانو، ځوانانو او دولتي کسانو افغان امنيتي ځواکونه ددې خاورې ساتونکي وبلل او زياته يې کړه چې ولس دافغان امنيتي او دفاعي ځواکونو تر شا ولاړدی.
ياد قومي مشران وايې، چې افغان امنيتي ځواکونو د خپلو سرونو په بدله ددې خاورې او ولس امنيت خوندي کړی او شپه ورځ يې په ځان يوه کړي ده.
د يادونې وړ ده چې له دې وړاندي هم د پکتيکا په مرکز او يو شمير ولسواليو کې د افغان امنيتي ځواکونو او نظام د ملاتړ غونډې تر سره شوې دې
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery