مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-06-24   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

دکوچنی اختر په مناسبت ددوستی فرهنگی ټولنې دمبارکی پيغام

وطنداران مسلمان ومتدين! حلول عیدسعید فطر رابه همه شماوسایرمسلمانان جهان از صمیم قلب تبریک وتهنیت عرض نموده ،از بارگاه ایزدمتعال یک افغانستان باامن ومرفع استدعا مينمایم . اجازه راکړی په سويډن کښي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې اوټولوغړوپه استازيتوب، تاسو شرافتمندوافغانانو،ستاسو درنوکورنيواو ټولواړوندانو ته د نېکمرغه کوچنی اختر د را رسیدو په مناسبت د زړه له کومې مبارکی اونېکې هېلې وړاندي کړو . ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه تاسو،ستاسودرنې کورنۍ اوټولودوستانو ته دنيکمرغه کوچني اختر درارسېدو له امله دزړه له کومې مبارکی اونيکې هيلې وړاندي کوي . سره له دې چي په افغانستان کښي سوله او ثبات د يولړ امنيتی ،ټولنيزو اوسياسي ناخوالوسره مخامخ دي ،هره ورځ ددې غيرتی اوزورېدلی ولس دکور دروازه دمرگو نواوزخمونوپيغام رسونکی ورټکوي،په حقيقت کي زموږ ولس اختر نلری ،خوښيو ورنه کوچ کړی،هرې خوادغم اووير،کرږې اودبری مورچيغې اورېدل کيږي،خو بياهم موږ هيله منديوچي يوه ورځ ددې غمځپلي ولس دکورنودروازه دخوښيو اوسوکاليو زيری وروټکوي. موږ ته راپېښودغوستونزو دافغانستان اوسنيو شرايطواودنامعلوم سياسي بهيرپه درشل کي دټول هيواد په کچه اوسنۍ امنيتی اوټولنيزی ناخوالی هيواد وال له مختلفوچلنجونواوگواښونوسره مخامخ کړي دي . پرخپل ځاي پاته د نامنلوچارواکواودسياسی قدرت دلينونيو تږوپه شتون کښي ،داسي ښکاري زموږ له هيوادنه خوښيو او اخترونودډيروخت لپاره کډه کړې ده . درنومتدینو اوپتمنو هيواد والو! د لوي اوبې نيازڅښتن له درباره څخه تاسو زورېدلو اوکړېدلوهيوادوالوته دکوچنی اخترد مبارکو په ويلوسره تاسو سياسی هوښياری اودملي وحدت ارزښتونو ساتلوته رابولو،زموږ قوت اوځواک په ملی يووالی اوملی تفاهم کي رانغښتی دی ،سا تل یې زموږ اوستاسو ټولو ملي او انسانی دنده بولو . دلوې څښتن له دربارنه غوښتنه کووچي ستاسې عبادت اوطاعت په خپل دربربار کښې قبول اوستاسوددې الاهی طاعت اوعبادت په برکت سوله اوثبات ددې غمځپلې اوجگړې په ااورکې سوځېدلي هيواد نصيب اودښمن مو شرمېدلی اوسي . لوي څښتن دې ددې مقدسو او پربرکتي ورځواوعباداتوپه برکت افغانستان او زموږ مظلوم ولس ددې زورونکی اوزړه بوږنوونکی حالت نه وژغوري . اميد واريوچي دداسې يوې ورځې شاهدان اوسوکوم چي زموږ زورېدلی اوغمځپلۍ ولس ديوخپلواک او سوکاله افغانستان په توگه،چي هلته عام وگړي پرخپلو پښوولاړ اودنړيوالوسره دټولنيز ژوندپه ټولو اړخونوکښي دسياليوجوگه وي. زموږ يوازنۍ هيله او ارزو داده چي ددې وطن هر وگړۍ اختر ولري ،هره شپه ئې برات او ورځ ئې اختر وي . امین یارب العالمین په سويډون کښي ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگې په استازيتوب حبيب الله غمخور
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery