مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-06-21   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ستورو ځانونه ستوري ثابت کړل

خپلواک دریځ


 د بورا په څېر ګلونو باندې ځم
 د شهزاد پر قدمونو باندې ځم
 د کریکټ په توپ او بیټ کې مینه نغښتې
 د راشد غوندې پر زړونو باندې ځم


 پوره ۱۵ کاله اوړي چې د هیواد ټول وګړي د یوې نا مالومې جګړې ښکار دي او کله یې هم دا ولس خوشالې ورځي ته نه دی پرې ایښی. په ځانګړي ډول هلمند هغه ولایت چې افغانستان کې د جګړې مرکز بلل کیږی.
دې ولس باندې یوه ورځ هم په خوښۍ باندې نه ده تېره شوې او تل یې ښې ورځي په غم بدلې شوي.
خو د هر غم او ویر با وجود بیا هم داسي لاملونه او اتلان شته چې زموږ پر شونډو یې مسکا شندلې او د دې غمونو مخ ته لکه سپر ولاړ دې.
هغه اتلان چې یوه کوچني توپ او یو کوچني بیټ کې یې له اندازې زیاتې خوشالۍ او ویاړونه نغښتي دي، دا د کریکټ د لوبې نړیوال افغان ستوري دې.
هغه ستوري چې د افغانستان د جګړې او ډول ډول ناوړه فکرونو تصویر یې برعکس نړۍ ته وړاندې کړی.
دوی له همدې کلیو، له همدغو بانډو او خړو خاورو راپورته شوي او لا هم راپیداکیږي او ځلیږی.
د روژې په مبارکه میاشت کې د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د کریکټ شپنۍ سیالۍ ترسره کیږي خو داځل دا نوښت په هلمند کې هم وشو، د روانې مبارکې میاشتې په لومړیو کې د هلمند له بیلابیلو سیمو څخه د ۱۹ لوبډلو ترمنځ د کامل دانش په نوم شپنۍ سیالۍ پیل شوې چې له تمې خلاف یې خورا زیات مینه وال پیداکړل.
د راشدخان، شهزاد، نبي او نورو ملي اتلانو په څېره تقریباً یوه میاشت هلمندوالو د خپل ولایت ځوان ستوري او د دوي هسکې شپږیزې ننداره کړې، دې نندارې په سلګونو زړونو ته بې شمېره خوښۍ ډالۍ کړې.
یاد ټورنمنټ چې هره شپه پکې دوې دوې لوبې ترسره کېدې په سلګونو نندارچیان لوبغالي ته رامات کړل.
نیمه پایلوبو ته: راشدخان، سټار اڅکزی، یاران او واشېر لوبډلې راوتي وې، چې د پایلوبې لپاره سټار اڅکزي او یاران لوبډلو ځان ورساوه او د چهارشنبې په شپه دا لوبه یوځلي بیا د سلګونو ځوانانو په نارو او ولولو، شور او جذبو سره ننداره شوه.
سټار اڅکزي لوبډلې ۱۲ اورونو کې د ۱۱۶ منډو هدف یاران لوبډلې ته ورکړ خو یاران دې هدف ته ونه رسېدل او ۹۰ منډو کې یې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړه.
د سیالۍ غوره لوبغاړی عزت الله، د ټورنمنټ د زیاتو منډو جوړونکی فیصل ښایسته او د زیاتو ویکټو اخیستونکی شریف الله خان ونومول شو خو د غوره کېچ جایزه بیا هجرت ذکي ترلاسه کړه.
د سټار اڅکزي لوبډلې ځوان ستوري د کامل دانش شپنیو لوبو اتلان او یاران لوبډلې دوهم مقام خپل کړی.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery