مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-06-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د لوچکي سېمبول

محمود نظري

 تر هغه چې دلته د بدل اتل انځور ځړیږي
 مانا تر هغه وخته د لوچکي تنور نه سړیږي
 اصیلو وطنپرستو ته دا ډیر اوچت ویاړ دی
 چې لس لوچکان یې ټول ولس ته ناسورکیږي

 چې تر هغه مو د ځانفروشي سېمبول پر سر وي
 تر هغه هر لوچک د لته چپه غاښور کیږي
 چې کله پرسر عکس مو د بابا یا امان سو
 هغه وخت سم وجدانونه پردو ته ژامور کیږي

 چې کله دا غیر ملي قومي شورا ورکه سي
 هغه وخت دلته دامریکا دا لکیور ورکیږي
 تر هغه به دلته همدا خرک همدا درک وي
 تر څو په نورو کامو کې یو ځګرور پيدا کیږي

 ښځو مو بیاپه سړک لنګون وکړ مبارک
 څه وخت مو دا بې غیرته واکمن زړور کیږي
 ټول ناست یو ،یو بل ته په ژیړوسترګو ګورو
 په دې وطن کې کله واکمن پسورور کیږي

 د نظام بنیاد په چم او مکر ايښوول سوی
 ځکه غله او طنفروشان دلته مخور کیږي
 ټول اصیل افغانان ولي ورته ګونګیان سوي
 ولي یو نه ورته لکه شین طوطي ژبور کیږي

 هر یو خپل سر ساتي او بیخ یې پرې ایښې
 ځکه هغوی ورځ په ورځ موږ ته ډګه ورکیږي
 موږ ټوله له یو بل سره په تربګني اخته یو
 دا لوچکان دڅه نه ویلو په پار پائېچور کیږي

 خدای دي دا بې غیرته وحدتي دولت ورک کړي
 وطن ټوله بوی ونیوی دوی کله ورته سږمور کیږي
 د هر پښتون مشر له ورځي سل واري ماینه یادیږي
 دامتفکر مشر میږی به کله ورته ښانګور کیږي

 دا بې غیرته مشران باید رښتیا واک پریږدي
 ددوی په واک کې هر لوچک دلته ښکرور کیږي
 واکمن چې د غلام غلام سي همداسې کیږي
 دخلکو په ځوریدو د غلام غلام لا بختور کیږي


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery