مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-05-30   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

له پوهنې وزارت سره د مرستو او همکاریو لس تړونونه لاسلیک شول

benawa afghanistan
راحیله جواد
د نژدې ۲ میلیونه او ۳۵۲ زره امریکايي ډالرو په ارزښت لس تړونونه لاسلیک کړل. دغه تړونونه د پوهنې وزارت او د یادو موسسو د استازو ترمنځ د ددغه وزارت د غونډو په تالار کې لاسلیک شول
د افغانستان د پوهنې وزارت د هېواد د پوهنیز نظام د ودې او پیاوړتیا په موخه له ۹ همکارو موسسو سره د نژدې ۲ میلیونه او ۳۵۲ زره امریکايي ډالرو په ارزښت لس تړونونه لاسلیک کړل. دغه تړونونه د پوهنې د وزیر ښاغلي ډاکټر اسدالله حنیف بلخي او د یادو موسسو د استازو ترمنځ د پوهنې وزارت د غونډو په تالار کې لاسلیک شول.
د لاسلیک شویو تړونونو له ډلې دوه هغه یې له اکتید موسسې سره لاسلیک شول، چې د لومړي تړون له مخې به یاده موسسه د ۴۶۷ زره او ۹۰۰ امریکايي ډالرو په ټولیز لګښت د فاریاب ولایت د المار، اندخوی، دولت آباد، خواجه سبز پوش، کوهستان، پښتونکوټ، قیصار، شیرین تگاب، قرمقول، قرغان، خان چهارباغ او میمنې ښار د ښوونځيو نژدې ۱۱ زره زده کوونکو ته د کانکور چمتوالي، سواد زده کړو، انګلیسي ژبې او یو شمېر نورو برخو کې  ښوونیزو کورسونه جوړ کړي. یاده موسسه به د دویم تړون له مخې ۵۳۰۰ کډوالو او راستنو شویو ماشومانو ته د محلي زده کړو ۷۵ ټولګي جوړ کړي او د ننګرهار د بهسودو، کامې، روداتو، کوز کنړ او جلال آباد ښار لس ښوونځي او د کابل ښار یو شمېر ښوونځي به تجهیز او اکمال هم کړي.  پر دغې پروژې ۴۷۷ زره او ۳۹۰ امریکايي ډالره لګښت راځي، چې د راتلونکي یو کال په ترڅ کې به پلې شي.
د درېیم هوکړه لیک له مخې چې د څه باندې ۶ میلیونه او ۲۳۳ زره افغانیو په ارزښت د نړیوال معاونت له موسسې سره لاسلیک شو د هرات، بادغیس، غور او فراه ولایتونو ۲۵۰۰ ښوونکو او زده کوونکو ته به د ۴۵ دوره یي ورکشاپونو په لړ کې د روغتیايي زده کړو اسانتیاوې برابرې شي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery