مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-05-10   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

سياسي مکتبونه چاپ شول

 

سياسي مکتبونه چې د شلمې پيړۍ د وروستيو لسيزو مشهور ليکوال بهاوالدين پازارګاد علمي اثر دی تکړه، ليکوال او ژورناليست سپين روان نورزي پښتو ته وژباړلو.

 دا کتاب په ښه صحافت، ۲۰۱ مخونو او زرو ټوکونو کې د مستقبل خپرندويه ټولنې له خوا چاپ شوی دی، چې ۱۷۸ بېلا بېل سياسي مکتبونه، ايډيالوژۍ او ايزمونه پکې د لغوي معنا، تاريخي شاليد او ايډيالوژيک تفسير سره يو ځآی تشريح شوي دي.

د دې کتاب ژبه روانه او ساده ده، لوستونکی په اسانۍ سره کولای شي ترې مفهوم افاده کړي. بله ښه ځانګړنه يې دا ده چې ټول عنوانونه يې د الفبا په اساس ترتيب شوي دي.

لکه څه ډول چې ده په سريزه کې يادونه کړي، د کتاب د ليکوال په قول دا په اصل کې د نړۍ سياسي تاريخ دی، چې مختصر ډول ليکل شوی دی.

دا کتاب د سياست، ادبياتو او نورو ټولنيزو علومو زده کوونکو او مينه والو لپاره ډير مهم او با ارزښته اثر ګڼلی شو، ځکه دوی د هرې تيورۍ د مطالعې په ترڅ کې د بېلا بېلو ايزمونو له نومونو سره مخامخ کيږي خو ښايي ډير يې د دوی لپاره ګونګ وي. کله چې دې کتاب ته مراجعه وکړي نو ستونزه به يې حل شي.
دا د سپين روان نورزي دوهمه ژباړه ده چې لومړۍ د هلن شاختر اثر بريالي شخصيت مشاور په پښتو ژباړلی و.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery