مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-05-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ولسمشر ټرمپه ، د ټولې نړۍ سره نسې جنګېدای

ژباړن : نثار احمد صمد واصفی
سرچینه : انز رویو ، امریکا

لیکوال : اریک مارګولیس
نېټه : ۲۹ / ۴ / ۲۰۱۷

ښایی ولسمشر فکر کوي چی شریر سوریه وال یې د هغوی پر کم استعماله هوایی اډو باندی د کروز توغندیو په ګوزار سره ډارولی وی . ښایی ټرمپ دا فکر کوي چی خبیث روسان یې وبیرول او یو څو کښتۍ لرونکی چینایان یې اطاعت ته اړیستل .
پر افغانستان باندی د ده له خوا د ټولو بمونو د مور ۲۲۰۰۰ پاوویزه تروریسټ بم استعمال به مزاحم طالبان یو څه غلي کړی . که څه هم پنتاګون ادعا وکړه چی د دغه بم اصلی هدف د « خراسان » په نوم یوه ډله وه ، خو دا اصلأ وجود نلری . نو دغه لوی مجرمان لکه لیونۍ شمالي کوریا ، که تر پوځي کښېکښنی لاندی راسي نو د امریکا طاقت به وویني .
ولسمشر ډونالډ ټرمپ نه یوازی د شمالي کوریا سره د جنګ چمتوینه نیسی ، بلکی په یو بل امریکایی خوښه شیطان صفته ، یعنی ایران پسی یې هم لرګی رااخیستی دی . د ټرمپ په نزد ایران یو زهر دی .
ولسمشر ټرمپ په دې وروستیو ورځو کی د شپږو ځواکونو د اټومي تړون د لغوه کولو ګواښ کړی دی چی د ایران د اټومي جوړښتون د بندښت او تمښت په هکله دی . دغه معقول تړون د اوباما د حکومت پر مهال د شپږو سترو ځواکونو یعنی امریکا ، برتانیې ، فرانسې ، روسیې ، جرمني او چین تر منځ لاسلیک سوی دی . ټرمپ غواړی چی دا تړون فسخ کړی او نور ستر ځواکونه ودردوي دا ځکه چی د ایران څخه نفرت لری ، او د مسلمانانو څخه په ټولیزه توګه کرکجن دی .
د ټرمپ حکومت د نتن یاهو په مشرۍ د اسراییلو د افراطي ښیً لاسي حکومت تر ډیری اغیزې لاندی دی . خو په حقیقت کی صدراعظم نتن یاهو په خپل ښی لاسي اییتلاف کی چی ستره برخه یې د لویدیځی تراډی د پوځي ډوله اوسیدونکو څخه جوړه ده ، نسبتأ نرم دریځه غړی دی . ټرمپ اصلأ د اسرایلو د ښی لاسو توندو ملاتړو په منځ کی ایسار دی . د ده یو لوی مالي مرستندوی د موګل قمارخانې مشر « شیلډن اډل سن » دی چی د لویدیځی تراډی په غیر قانوني نیول سوې سیمه کی د یهودي پراختیا غوښتنی کلیدي ملاتړئ دی . اسراییلی ښی لاسي د ایران څخه کرکه لری او په زیاتېدونکې توګه د اسلامي جمهوریت پر ضد جنګ غواړی . خو د دې هر څه سره سره ، د امریکا ـ اسراییلو پیاوړې تبلیغ ډله دوه ځله په دې کی ناکامه سوې ده چی د اوباما حکومت پر ایران حملې ته وپاروي . د دې برعکس امریکایی کانګریس  په بشپړ توګه د اسراییلی ـ امریکایی تبلیغ ډلی په اشاره مخته ځي او حتی تر خپل ولسمشر هم د صدراعظم نتن یاهو ډیر احترام کوی ، یعنی هغه شخص چی د کوترو چوچیان ورکوی.....
دا لا څه ، کانګریس وغوښته چی پر ایران باندی د ملکي بوینګ الوتکو پلورل هم بند کړی چی د ۱۶٫۶ بلیونو ډالرو سودا وه چی د زیاتو امریکایانو د بیکاره کیدو سبب هم سوه . کانګریس پرله پسې دا هڅه هم کړې ده چی  د ایران سره هغه اټومي تړون بیرته لغوه کړی چی مخکی لاسلیک سوی دی ، او په دې ډول امریکایی ګټی د اسراییلی ښی لاسو په پَله کی اچوي .
خو اوس ولسمشر ټرمپ وایی چی ده د شپږو ځواکونو د دې تړون د فسخ کولو له پاره نوی دلیل پیدا کړی دی : د ټرمپ له قوله ایران د « تروریزم » ننګه کوي او بدې ارادې لری . خو دا تور د څو لسیزو راهیسی پرې تړل سوی دی ، چی اسراییل یې مخته مخته کوی تر څو پر ایران حمله وکړی او وایی چی تهران د لبنان د حزب الله د « تروریسټی » غورځنګ او د فلسطین د حماس د غورځنګ ملاتړ کوی .
د « تروریسټ » لېبل د اسراییلو او امریکا پر ټولو دښمنانو باندی لګول کیږی . خو دا هغه مصنوعي او بې معنی لقب دی چی په اتومات ډول هغو ډلو ته ورکول کیږی چی سیاسی او اخلاقی تومنه لری .
زه په ۱۹۸۲ کی هغه مهال د اسراییلی پوځ سره روان وم چی پر لبنان یې برید وکړ او په سترګو می ولیدل چی څنګه په جنوب کی د هغوی غرور د رسمأ اسراییلی پلوه لبناني شیعه ګانو څخه نن په اسراییلی ضد جنګیالیو سره اوښتی دی . اسراییل د حزب الله او حماس هڅونکی و او شاید په پټه یې مالي مرستی هم ورکولې تر څو د فلسطین د آزادۍ غوښونکی غورځنګ ( پی ایل اوو ) او لبناني « عمل » ملیشې څخه خپل مالي ملاتړ بند کړی .
اسراییل نن د حماس او حزب الله څخه نفرت لری او په ټینګه د هغوی له منځه وړل غواړی . خو د حماس او حزب الله ملاتړ د اوږدې مودې راهیسی سوریه کوی . نن د سوریې ډیری سیمی د امریکا له خوا د جوړو سوو او سعودیانو لخوا د مالی مرستو اخیستونکو د پاڅون له امله لوټی لوټی سوي دي . دغه کار ایران د حماس او حزب الله او هم د سوریې د اسد د حکومت د اصلي ملاتړې په حیث درولی دی . د فلسطین آزادي غوښتونکی غورځنګ نور نو د اسراییلو او امریکا د ګوډاګي په حیث اوښتی دی .
نو اسراییل ځکه غواړی چی د امریکا په کومک حزب الله په خپله کلا یعنی لبنان کی او حماس په فلسطین کی دړی وړی کړی تر څو د یو فلسطیني دولت د جوړېدو هر ډول خوب لیدل پای ته ورسوي .
ایران نن په منځني ختیځ کی د واشنګټن له پاره د ستونزو لوی مسؤل ګڼل کیږی . نو ځکه د ایران پر ضد د جنګ نارې یو ځل بیا راپورته سوي دي .
به زړه پوری ده چی ایران ، چی ۷۹٫۱ ملیونه وګړي لری ، د دې تهدید څخه نه ډاریږی . د ایران هوایی او سمندري ځواک هم د شمالي کوریا غوندی ډیر کمزوره دی . خو ایران یو غښتلی پلی پوځ لری چی په هغه کی د « سپاه انقلاب » په شمول پنځه لکه ( ۵۰۰۰۰۰ ) پوځیان شامل دي . هغوی په زړو او تر وخت تیرو وسلو سمبال دي خو د ایران ـ عراق د جنګ غوندی نن هم یوه ټینګه جنګي روحیه لری . نو ځکه به هر ډول امریکایی یرغل د سخت مقاومت سره مخامخ سی .
یو ایراني قوماندان ما ته داسی وویل : « یو ځل خو دې امریکایان راسي او یرغل دې وکړی . د هغوی غاښونه به په ایران کی مات سی . چی بیا به یې موږ د منځني ختیځ څخه هم پسی واخلو . »
دا خبره په ظاهره صحیح ده ، مګر اصلأ امکان نلری . ایران به د امریکا تر کړنو ډیر څه په اثبات ورسوي . ولسمشر ټرمپ تر اوسه په دې نه پوهیږی ، او لا په خپلو جنګي بازیچو باندی لوبی کوی . ستونزه یې دا ده چی اراده نسي کولی چی لومړی یې پر کوم ځای له حملې راپیل کړی .  

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery