مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-04-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د پکتیکا د ولایت لپاره د نوي ودانۍ د بنسټ ډبره کښیښول سول

راحیله جواد
په پکتیکا ولایت مقام کې د څه باندې ۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د اداري ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه
یاده دوه پوړیزه وداني چې اته اداري خونې لري د جوړېدو چارې به یې په پوره اساسي ډول ترسره شي
پکتیکا والي محمدالیاس وحدت د دغې ودانۍ دبنسټ ډبرې اېښودلو پرمهال وویل چې ددغې اداري ودانۍ جوړېدو ته جدي اړتیا ده او په وینا یې همدې اړتیا ته په کتو سره یې یاد ګام پورته کړ.
ښاغلي وحدت وویل چې یاده وداني د ښار او کور جوړونې وزرات له لوري جوړيږي چې ټول ټال ورباندې 13647824 افغانۍ لګښت راځي
د وحدت په خبره، د اداري ودانۍ په جوړېدو سره به یې هغه ستونزې هوارې شي چې له دې وړاندې ورسره مخ وو
د یادونې ده چې یاده وداني به د جمیل کډوال شرکت له لوري د دولسو میاشتو په موده کې په اساسي شکل جوړه شي
نوي جوړېدونکي وداني به دغه راز د اداري غونډو لپاره مجهز تالار، تقاوي، دوه اشپزخانې او نور ټول اړین سهولتونه ولري
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery