مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-04-10   مخپرونکئ : 054 - دبېنوا خبریال - روزګان

چارواکي:ارزګان کي به۸۰۰ هکټاره ځمکه له کوکنارو پاکه شي.

احسان الله ولس يار اروزګان
ارزګان کي په پراخه کچه کوکنارو کرل سوي خو د له منځه وړلو کمپاین يي هم پیل سوی. دارزګان ولایت مرستیال والي عبدالواحد پټان وايي چې په ارزګان ولایت کي سږکال که څه هم کوکنار په زیاته اندازه کرل سوي خو ۸۰۰ هکتاره ځمکه به له کوکنارو پاکه سي. نموړی وايي چې دکوکنارو د له منځه وړلو کمپاین يي پیل کړی او تر مهاله په تالاني،حرم شاه او یک لینګه سیمو کي ۱۰۰هغه ځمکه له کوکنارو پاکه سوي چې تازه له وسله والو طالبانو تصفیه سوي دي. ښاغلی پټان وايي دوی هڅه کوي چې له کوکنارو څخه په پاکو سوو سیمو کي پرمختیايي پروژي پلي کړي. کوکنار نه یوازي دا چي په نا امنه سیمو کي کرل سوي بلکي دامنیه قوماندانۍ او ولایت مقام په څو سوه مترۍ کي هم په پراخه کچه کوکنار کرل سوي دي. دارزګان ولایت دطبعي پیښو پروړاندي دمبارزي ریاست رئیس محمد ظاهر سالاري دکوکنارو اړولو پرمهال وویل چې په ارزګان کي دکوکنارو دکښت د ډيریدو اصلي لامل نا امني ده خو وايي چې دوی په امن سیمو کي دکوکنارو اړولو کمپاین پیل کړی او دکوکنارو اړولو په بدل کي دوی هڅه کوي چې انکشافي پروژي ورته پلي کړي. دیادوني وړ ده چې دولایتي شورا غړو له دي وړاندي ویلي وه چې په ارزګان ولایت کي په ۸۰ سلنه خاوره باندي کوکنار کرل سوي دي. کروند ګرو په وار وارر ویلي چې که دولت ورته دکوکنارو ښه بدیل ولټوي دکوکنارو له کښته څخه به لاس واخلي خو دولت يي هم تر اوسه په داسي بدیل ندی توانیدلی چئ دکوکنارو یو ښه بدیل ووسي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery