مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-04-07   مخپرونکئ : 054 - دبېنوا خبریال - روزګان

ارزګان:دهاوان لګیدو له امله دیوي کورنۍ ۴ ښځي او یوماشوم ټپيان سوی.

احسان الله ولس يار
دارزګان ولایت دولایتي روغتون مسؤلېن وايي چې په دغه ولایت کي نن سهار دمرکز ترینکوټ په"آب بردي" سیمه کي پر یوه کور دهاوان مرمۍ لګیدلي چې له امله يي دیوي کورنۍ ۴ ښځي او یو ماشوم ټپیان سوي دي. دروغتون رئیس ډاکټر امین الله توخی وايي چې په ټپیانو د دوو ښځو حالت داندیښني وړ وو او هغه يي کندهار ته ددرملني په موخه لیږدولي دي. دناروغانو خپلوان وايي چې هاوان دملي اردو دځواکونو له لوري توغول سوی وو چي پر کور ولګیدی او یادسوي کسان يي ټپیان کړه. دآب بردي دسیمي ملک او دټپیانو خپلوان له دولت څخه غوښتنه کوي چې دملکي کسانو ژوند ته دي پام وکړيی او هغوی ته دي زیان نه رسوي. دوی له وسله والو طالبانو هم غواړي چې له ملکي کورونو دي سپر په توګه کار نه اخلي. دملي اردو مسؤلېن په دي اړه ناخبري ښيي. دري ورځي وړاندي هم په یاده سوي سیمه کي دملي اردو دتوغول سوي هاوان دلګیدو له امله دیوي کورنۍ ۶ ښځي او ماشومان ټپیان سوي وه. په یاده سیمه کي له تیرو لسو ورځو راهیسي دافغان ګډو ځواکونو له لوري پوځي عملیات روان دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery