مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-03-28   مخپرونکئ : 054 - دبېنوا خبریال - روزګان

په هلمند ولایت کې ۲۰تنه وسله وال وژل شوې دې او ۹تنه ټپیان شوي دې

حضرت محمد روحاني هلمند
دهلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار اړوند په دریمه حوزه بولان کې دنړیوالو ،افغان ځواکونوپه هوایې عملیاتو کې ۲۰تنه وسله وال وژل شوې دې او ۹تنه ټپیان شوې دې . د هلمند له ۲۱۵ميوند قول اردو څخه نن وبینوا ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي دې چې په تیرو ۲۴ساعتونو کې دنړیوالو ،افغان ځواکونو لخوا چې کوم هوایې او ځمکني عملیات ددې ولایت په مرکز لښکر ګاه ښار اړوند په دریمه حوزه بولان سیمه کې تر سره شوې دې په پایله کې ۱۶تنه وسله وال وژل شوې دې او ۹تنه ټپیان شوې دې ،همدغه رازددې عملیاتو پرمهال یوشمیر وسلي او مهیمات هم افغان ځواکونو ته په لاس ورغلي دې. خبرپاڼه کاږي چې دغه ډول ددې ولایت په سنګین ولسوالۍ هم دوسله والو طالبانو د۲ډلو ترمنځ نښته شوي چې په پایله کې ۴تنه وسله والو وژل شوې دې . تراوسه وسله والو طالبانو یې په اړه کومه تبصره نه ده کړي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery