مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-03-20   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

دنوی کال په مناسبت دمبارکی پيغام

حبيب الله غمخور
نوی کال مومبارک سه ! درنواوجگړه ځپلوهيوادوالو! دنوی هجری شمسی کال دراسېدو له امله تاسو،ستاسودرنو کورنيو اوستاسو دوستانوته دزړه له کومي مبارکی اونېکي هيله وړاندي کوو. وطنداران شرافتمندوبلاکشيده! اجازه دهيدبمناسبت فرارسيدن سال نو ازصميم قلب به همۀ هموطنان گرامي ومردمانکه اين روز خجسته را گرامي ميداندمبارک بادبگويم . آرزومنديم سال نوسال پرسعادت وکامگاري براي ملت هاي ستمديده وبلا کشيده جهان باشد. وياړپه افغان ولس! زموږ وطن داسي دغم په وينو لژند دی چي دسړی پر خوله دمبارکی او خوښی خبره نه راځي ،خودبلې خواداهم يوه ملي عنعنه ده چي بايدخپلو دوستانو اوهيوادوالوته دټولوغمونواوناخوالوسره دنوی کال مبارکی ووايو. دبشريت په تاريخ کي دمځکي پرمخ افغان غوندي سرسخت اودغيرته ډک انسان ډيرکم ليدل سوی . موږ ټول افغانان هر چيري چي يودوير پرکمبله ناست يو،دموراوخورترسترگومودغم اوښکي تويږي . د دښارونو، کليواوکورونه يوازي ساندي اورېدل کيږي اودغم جنازې ددهريرې په لور رواني دي . دلته اوس په خندا خوله نه خلاصېږي ،دټولوپه سترگوکي دهيلوپرځاي ناهيلی ټوپونه وهی .دلته په هجرو اوگردابوکي دخوښيو خبره اوسندره نه اورېدل کيږي ،يوازي ويردی او وير!!! څه وکړو؟ نه پوهېږو چي لوي څښتن موږ دکومې لويي گناه په خاطر نه بخښی اوداڅولسيزي ئې لورينه يوازي دغمونواوخواريو،وژنو اوورانيوزيری دی اوبس. اوس داسي څرگندېږي چي خلک دخداي له دربانه هم نا اميده سوی ،په ډيرو زاريوئې خوله اوپه سترگو کي ئې داوښکو چينه وچه سول .لاره اوگودرځيني ورک دی ،دوست اودښمن نه پيژنې ،ټول دده په برخليک لوبي کوي اوټول دده له وينو دشرابوجامونه ډکوي .نه خپل زړه پرې سوځي اونه پردی بشردوست ښاغلی . افغان نه پوهېږي چي ولي ټول ددوي پرخلاف ورته يوې خواته سوی دي ؟ولې ټول دده پر زورېدو،کړاونواوچيغودموسيقی په دودخونداخلي ؟ ددې اولس نه اوس نوی کال ،لوي اوکوچنی اختر ورک اوهيردي، دټولونه ئې بدراځی . دسرپه سترگوئې ويني چي په ټولوخوښيواواخترو نوکي دده په نصيب يوازي ژړا،وير،لوږه اوتنده ده . اخترونه اودخوښيو ورځې دنورولپاره دي دهغو لپاره چي دده په غمونوکي خوښی اوقدرت لټوي . همدا دليل دی چي دمبارکی کليمه مو پرخوله نه راځي .مگرزموږ سره ماشومان هم اوسېږي ،هغوي زموږ اولاد دی ، هغوي لاتراوسه پدې ناخوالواودهغوي په غملړلوتاثيراتونه پوهېږي ،لويان ژاړي خودی په خاورو کي ځانته کوراوښارگوټۍ جوړوي .دهغوي دروحې دساتلوپه خاطر اوداچي دهيواددښمنان موفکر ونه کړي چي موږ دژوندکړاونوسره لاس اوگريوان يونودخپل ولس ديوه تاريخي ورځ موهيره سوې ده . دزړه له زوره يادژوند دمجبوريتونوله موخې پردېوالوتورټوکران نه غوړو،په غمونواووينوکي لامبوخودخپل دښمن په وړاندي خاندو،دخپلو فرهنگی وياړونويادتازه کوو،ترڅونور زموږ په غمونوخوشحاله نسي . پرزړه چي موهرڅه تېرېږي بياهم دخوښيو اوتاريخي ورځو مبارکي يواوبل ته وايو . درنواوغيرتی هيوادوالو! درنو هيوادوالو! دادی زموږ کړېدلی ولس يوبل دزورېدونو اوکړاونوسره ملگری کال هم شاته پرېږدي اونوی کال ته دزياتوارزوگانو، اواميدونوسره سترگي په لاردی . دوي يوڅه غواړي هغه سوله اودانساني کرامت خوندی ساتل دي . له بدمرغه په تير ۱۳۹۵ کال کي زموږ دولس هيلي ارزوگاني دټولوقربانيوسرۀ په ناهيليو بدلي سوې،زموږ خلکو سوله اوثبات غوښت ،مگر هغه رانه غله ،په ټول هيوادکي امنيت ټکنۍ دی . په بهر کي دروزل شوو لخوا زموږ په پاکه خاورکي دځان وژنې پروسه په گړندی بڼه روانه ده ،ددې کال دورستۍ مياشتی دوروستيو اونيو بريدونه یې روشانه بېلگه ده .دطالبانواو نن رازېږېدلو داعيش دسازمان پرخلاف مبارزه چې هره ورځ زموږ دهيوادپه ښارونو،کليواوبانډوکي بې گناه انسانا ن وژل کيږي بريالی نده . اوهره ورځ دپاکستان داستخباراتي ادارې په هدايت ددوې دټولودروغجنوددوستی اوهمکاری دوعدو ترڅنگ بې گناه افغانان وژل کيږي اوځان مرگي بريدونه په خرپ روان دي . دادی موږ یې گورو چې هره ورځ په هلمند،زابل ،روزگان،غزني ،کندوز،بدخشان،لوگر،کنړ،خوست ،پکتيااويوشمېر نورو ولايتونوکي دپاکستانی روزل سوو او ايراني اجنټانو لخوا دافغان وژنې پروسه دا پنځلس کاله دنړۍ دزبرځواکودپوځی شتون سره روانه ده . دايساف اوناټودپوځی ځواکونودجنگی عملياتوپه طرڅ کې زموږ په لسهاو بېگنا هيوادوالوهم خپل خوږ ژوند دلاسه ورکوی . زموږ دهيواد ټولنيز حالات داسي دي ،ددې پرځاي چې زموږ هيوادوالو دنوی کال په خوښيو کي برخه اخيستې واي اوس ئې کورنۍ دوير پر کمبله ناست دي . دا وير يوازي پدغوسيمو کښي نه دی راښکېل ،له بدمرغه دافغانستان په گوټ گوټ کې دسولي اوارامی دښمنان دخپلو بهرنيو بادرانو دشومو او افغان دښمنو ارزوگانو دپلي کېدوپه خاطر دغلچکی بريدونوپه لړکي بهرنيان دې ته هڅوی چې پرکليواوبانډو باندي هوايي برېدونه وکړي ترڅوزموږ بېگناوطنداران له منځه ولاړ اوشهيدان سي . ددې ټکی په پوهېدوسره چې جگړه دافغاني مسلې دحل لاره نده دنوی کال دمبارکي پدې پيغام کې يوځل بيا په تکرار دجگړې دټولوغاړواودهغوي دهڅونکو هيوادونونه هيله کووچې دسولي اوتفاهم لاره غوره کړي . زموږ دهيواد داڅوزره کلن تاريخ دا ثابته کړېده چې دجگړې اوټوپک په زور هيڅ کومه ستونزه نشي حل کېداي ،ددې لپاره چي دافغان وژني اوهيوادورانونی مخه نيول شوې وي ، راشی پخپلو کې سره جرگه شواودپرديو له مداخلې نه پرته خپل غمځپلي هيواد ته سوله راولو. ټول په يوه اواز دافغانستان بياجوړوني ته ملاوتړو. دويرانی اوبې اتفاقی پرځاي ملي يووالي اوتفاهم ته ورسېږو . دافغانستان ددولتی چارواکو اوپه ځانگړې توگه دښاغلي اشرف غنی نه په کلکه غوښتنه کووترڅوخپلو ملي او قانونی دندوته جدي پاملرنه وکړی،په شعارونواوبې ځايه وعدوولس په انتظارکي ونه ساتي . دقانون اونړيوالو دگوتنيونې له مخې خپل دامکلفيت چې بايددير ژر په دولتی اداروکي ادادري فساد،زور زياتي،رشوت اوپه محلاتوکي دبېگنا خلکو زورونې اوسپکاوي ته خاتمه ورکړه شي . دادمنلو وړنده چي دبهرنيانودميل يارډونوډالرومرستو په ترلاسه کېدوسره لا تراوسه هم زموږ هيواددسودا گری دبازار په ټولوبرخوکې دنړيوالودتوليد سوو توکودخرڅلاو بازاردی ، اوياپه نړيواله کچه لومړی هيواديو چي دبيکارانوشمير ورځ تر بلي زياتيږي. په افغانستان کي دزراعت اومالدای ودي ته جدي پاملرنه اودکوکنارو دکرکيلي له منځه وړل دافغاني چارواکوملي اودولتي دنده بولو. موږ پدې پوهېږوچي افغانان ترهرچازيات زورېدلې اوکړېدلي دی،همدا لامل دی چي سولي او امنيت ته ترهرچا زيات اړتيالري . افغانان بايد پدې باور ولري چي بېله سولي اوثبات نه هيوادجوړونه ېې ناشونې ده . دتاريخي تجريبواوسياسي فلسفي دحکم له مخې دهربېگانه پوځی ځواک موجوديت ديوه هيوادسياسي استقلال ترسيوري لاندي راولې اودخپلواکی رنگ ئې پيکه کوې، افغانانوديو ضرورت له مخې داومنل چي بهرني وسلوال ځواکونه افغانستان ته راشی ترڅو ددوي هيوادله بنسټپالواوالقاعدې بېگانه عربی سازمان له منگولوخلا ص شي . اوس چي په افغانستان کي دبهرنيانو دشتون اوددوي دمالي مرستو۱۷ کاله تېرېږي ،پر افغانانوده چي دخپلې ملي او وطني دندي له مخې خپل هيواد پخپله جوړ،قومي اوسياسي بي اتفاقيواوددولتي قدرت پر سرداخلي جنگ جگړو ته دپاي ټکۍ کښيږدي . دا به شرم نه وې چي افغانستان پردی ابادکړي؟ ا وپردی پوځی ځواکونه موکورنۍ امنيت وساتي؟ زموږ غوښتنه داده که امريکا اوناټو دافغان ولس دښېرازی اوپرمختگ سره روښتيانۍ علاقه لري اوغواړي دلته سوله او ثبات راسي نوښه خبره داده چي دجگړې پرځاي دټولو مخالفينو اودافغانستان داوسنی دولتي حاکميت خلاف ډلو اوتنظيمو نوسره بې له استثنا اومخکنيوشرطونونه خبرې ژر تر ژره پيل شي .مخالفي ډلې هم بايد دافغانستان دملي گټو اوپدې سيمه کښي دنيمي پيړۍ روانې جگړي دختمېدوپه خاطربېله کوم شرط نه دافغانستان دبيا جوړونې لپاره دملي مصلحتونوپر بنياددټو لنې په سياسي اوقتصادي ژوندکي دفعال گډون په موخه دخبروميزته حاضرشي . دادنړيوالي ټولنې دنده ده چي ددولت اوسنيو مخالفينوته دملي پلاتفورم اونړۍ وال تظمين پر بنياد دافغانستان په سياسي اودولتي ژوندکي دفعال گډون امکاناتو ترلاسه کولولپاره دخبرو اومرکوامکانات برابر کړي . موږدامسله اړينه بولواوپه تکرار وړانديز کووچي دافغانستان دروښانه راتلونکې اودلته دسولی اوثبات دټينگښت په خاطردټولوخوابدوخواوپه گډون يوافغان شموله نړيوال کنفرانس را وبلل سي . پدې کنفرانس کي دملي تفاهم اوپخلاينې په موخه په جگړه کي ټولو ښکېل اړخونو،سياسي اوټولنيزو سياسي او فرهنگی سازمانونو،خپلواکو شخصيتونو،قومي مشرانواوديني عالمانوته دگډون اوپرېکړي صلاحيت ورکړه سي . دغه ټکی ډير اړين بولوچي ددغه کنفرانس پرېکړې دملگروملتودسازمان دامنيت شورا لخوا دسيمي ليري اونږدې پرتو هيوادونواوپه ځانگړې توگه دافغانستان گاونډيانوباندي ومنل سي . هرسرغړونکۍ هيواد ته دنړيوالونورمونوپر بنياد سزاورکړه سي . موږ افغانان تر هرچا زيات زورېدلي اوکړېدلي يو،له دې امله سولي اوملي امنيت ته ترهرچا زيات اړتيالرو. هيله منديوپه نوۍ ۱۳۹۶ کال کښې افغان ولس دهيواددبيا ودانولو،سولي،اجتماعي بسيا ينې په برخه کې تاريخې برياوي ولري . پدې هيله چي دا کړېدلې خلک ارام ،بسيا اوښېرازه ژوندولري . په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب . حبيب الله غمخور
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery