مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-03-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ننګرهار والي په دغه ولایت کې یې د متوازن انکشافي چارو د ترسره کولو هڅې پیل کړي .

راحیله جواد


دننګرهار والي محمد ګلاب منګل چې د کب په شلمه یې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې ځوانانو او مدني فعالانو سره ناسته درلوده،ډاډ ورکړ،چې د دغه ولایت ټولو سیمو کې به په مساوي ډول پرمختیایي چارې ترسره کړي .

د دغه ناستې پر مهال د ځوانو امر مطیع الله احمدزي، ځوانانو پارلمان غړي محمد هلال هلال، مدني فعال عبدالرحمن معاون،عبدالطیف، حیات الله حمیدي،عصمت مومند، برهان الدین سیرت او یو شمیر نورو خپلې لاسته راوړنې،ستونزې او وړاندیزونه ننګرهار والي سره شریک کړل .

دوی د امنیت،پوهنې،پاسپورټ،ښارګوټو،پرمختیایي پروژو،روږدو کسانو د زیاتیدو،د بې پلیټه موټرو د مخنیوي او یو شمیر نورو برخو کې ستونزې شریکې او د حل په برخه کې خپل لازم وړاندیزونه شریک کړل .

یادو ځوانانو او مدني فعالانو په وروستیو کې د غصب او فساد پر ضد د پیل شوې مبارزې له امله د ننګرهار والي د کړنو څخه ستاینه او په دغه برخه کې د هر ډول ملاتړ ژمنه وکړه.

ننګرهار والي ځوانانو ته ډاډ ورکړ،چې د امنیت د تامین،ښارګوټو ستونزو د حل او متوازن انکشاف د ترسره کولو په برخه کې منظم پلانونه جوړ کړي او په ځینو برخو کې عملي اقدامات هم پیل کړي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery