مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-03-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په کڼړ کي د ښځو نړیواله ورځ د یوې غونډي په ترڅ کي ولمانځل سول

راحیله جواد

د مارچ (۸)مه د ښځو پر وړاندې د تبغیض خلاف د سیاسي او ټولنیزې مبارزې تاریخي ورځ ده .

د کونړ په مرکز اسعد اباد کې د ښځو نړیواله ورځ د یوې لوی غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه ،په دغه مراسیمو کې د کونړ والي وحیدالله کلیمزي سربیره  لسګونو میرمنو ، دیني عالمانو ، قومي مشرانو او  په ختیځو ولایتونو کې د بشري حقونو خپلواک کمېسون ،(یو نیسف) او (یوناما) مسوولینو برخه اخیستې وه.

په پیل کې د ښځو چارو ریسې اغلې سهیلابابر له لوري د یادې ورځې په مناسبت د ښځوچارو وزارت د مشرتابه پېغام  ولوستل شو ، ورپسې د کونړ والي وحیدالله کلیمزي خبرې وکړې ،کونړ والي وویل حکومت د ښځو حقونو ته ژمن دی ،د میرمنو د ژوندانه ښه والي لپاره هڅې شوي او دوام لري .

د ولایتي شورا ریس محمد ساپي،امنیه قومندان جمعه ګل همت او دیني عالم مولوي نجیب الله حقیار ، د میرمنو په اسلامي حقونو او افغاني سوچه فرهنګ او کلتور خبرې وکړې .

غونډې ته په ختیځو ولایتونو کې د بشري حقونو خپلواک کمېسون مشرې اغلې صبرینې حمیدي ،د یوناما استازې (هیرن سونګ ) او د یونیسف مسوولې (سي پنګ) هم ویناوې وکړې او د میرمنو د پیاوړتیا په برخه کې یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery