مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-03-02   مخپرونکئ : 054 - دبېنوا خبریال - روزګان

ارزګان:دبشري حقونو کمیسون وايي دبشر حقونه تر پښو لاندي سوي.

احسان الله ولس يار
په ارزګان ولایت کي سره دي چې له تیرو ۶ میاشتو راهیسي درني جګړي رواني دي سلګونه قومي مشرانو يي نن له دولت څخه کلک ملاتړ وکړ او وي ویل چې که اړتیاوي دوی دپاکستان پروړاندي هم جګړي ته چمتو دي. امنیتي مسؤلېن هم له ولسي ملاتړ څخه مننه کوي او وايي چې دهغوی ملاتړ دوی ته قوت نوی وربښي. وروسته له هغي چې په پاکستان کي څو پرله پسي بریدونو او چاودنو سلګونه کسان مړه او ټپیان کړه له افغانستان سره يي اړیکي تر بل هر وخت ترینګلي سوي او دافغانستان پر سرحدي سیمو يي راکټي حملي پیل کړي چې له امله يي دافغانستان په بیلا بیلو ولایتونو کي خلګو پراخ لاریونونه وکړه او دژر تر ژره دریدو غوښتنه يي وکړه. دارزګان ولایت سلګونه قومي مشرانو نن دملي امنیتي ځواکونو کلک ملاتړ اعلان کړ او چمتوالی يي وښودی چې دافغانستان له مټ مټ خاوري څخه ساتنه وکړي. دارزګان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال غلام فاروق سنګري هم دپاکستان له لوري پر افغانستان بریدونه په کلکه وغندل او وي ویل چې دارزګان ولایت ولسي او دولتي کسان چمتو دي چې دپاکستان ځواب په بریدونو ورکړي او خپل سرونه له دي خاوري قرباني کړي. مرکز ترینکوټ سلګونه خلګو همداراز له دولت څخه غوښتنه وکړه او وي ویل چې دارزګان مرکز ترینکوټ شاوخوا سیمي له وسله والو طالبانو تصفیه کړي او وروسته يي دوی ساتنه په خپله کوي. قوماندان يي په ځواب کي وايي چې دوی عملیات پیل کړي او همدا نن دترینکوټ په جنوب لوري کي دعملیاتو پرمهال یوشمیر سیمي له طالبانو نیولي او پرمختګ يی کړی دی. پاکستان نه یوازي پر افغانستان راکټي بریدونه کوي بلکي له افغانستان سره يي دتګ راتګ ټولي لاري له تیرو ۱۲ ورځو راهیسي تړلي چې دواړه لورو سوداګرو ته يي میلیونونه افغانۍ زیانونه اړولي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery