مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-02-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دسولې جام ترنامه لاندې د کراټې سيالۍ ترسره شوې

جواد


د ننګرهار د شين کيوکشن کان کراټې د فډراسيون مسول خان محمدکاکړ په وينا دغه سيالۍ د افغانستان د شين کيوکشن کان کراټې فډراسيون لخوا د ننګرهار بدنې روزنې امريت په چوکاټ کې او د ننګرهار ولايت د قومونوشورا مشر لعل اغاکاکړ په مالي مرسته ديوې ورځې لپاره د مومندرې ولسوالۍ د ګردي غوث ليسې په ورزشي ډګر کې ترسره شوې ،چې موخه يې د ولايتونو دورزشکارانو ترمنځ يوالي او دسولې پيغام خلکوته رسول دي.

نوموړي ، زياته کړه د غه فډراسيون په پام کې لري چې ددې لوبې د پرمختګ لپاره په نورو ولايتونو او ولسواليوکې هم ورته سيالۍ ترسره کړي.

د قومونو شورا مشر لعل اغاکاکړ وويل ورزشکاران دسولې سفيران دي او دولت بايد ددوي د تشويق لپاره د سياليو زمينې برابرې کړي.

دکراټې فډراسيون عمومي رئيس حيات الله ګرديوال د قومونو شورا مشر ته پدې موخه ستاينليک ورکړ ، چې په خبره يې هميشه يې ورزشکارانو سره په بېلا بېلو برخو کې همکاري کړې.
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery