مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-02-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د پنیرو کولچه

محمود نظری


 یو پوشکي تللئ و عسکري ته
 دمور وطن چوپړاو سربازي ته
 د جنګ په اړودوړکې سو ټپي
 ترنامه لاندې یې پرې سو خصوصي
 له ترخیص وروسته راغلئ کاله ته
 موریې دوستان راټول کړه واده ته
 هلک ځان دیخوا هاخوا کاوه
 مګرمور یې دا انکار کله مانه
 اخیریې وغوښتله ورته یوه جنۍ
 هغه نه پوهیده څه وکړې له غمجنۍ
 پيدا یې کړ د ماشوم د شیدو چوشک
 تر هغه یې کاروئ چې پرې وسو شک
 اخیر وتښيد هندوستان ته له شرمه
 هلته به تجارت اخته و له ډیره غمه
 نهه میاشتي وروسته ورته راغلئ خبر
 چي میرمن یې ده به زیږنتون کې بستر
 هغه ډیر شکي سو په خپله ارتینه
 ډیر سو د هغې په دې ناروا کړو خپه
 له بازاره يې رانیوله یو جوهرداره چاړه
 چې وکړي د حراموني او موریې چاره
 زیږنتون ته ورغئ له خنجر سره
 دهغه وژلو ته يې ځان کړه اماده
 خنجر یې ونیوئ په لاس کې تیار
 چي دماشوم په لیده پر وکړې ګذار
 په زانګو کې پرو ت ویوه کولچه پنیر
 د هغه په لیدو سو هم خوشاله هم زهیر
 خنجر یې پورته کړ، پرې يې کړه یوه ټوټه
 ویې کتله د هغه پنیر دټوټې مزه
 ول دا پنیر دی تازه اوخوشمزه
 رښتیا چې نه دی دا حرامزاده
***
موږ ته د خپلو بزرګانو ده راپېښه
 هر یو يې اخیر کوي له وطنه تېښته
 چې تر څو ونه ویني خپله کولچه پنیر
 په شک کې دي د ولس د خبرو په تدبیر


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery