په ډیره خواشینۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چه دهیواد بې ساری نامتومورخ ، وطنپال لیکوال، خپلواکژورنالیست ، په ملي اونړیواله کچه پېژندل شوی تاریخي، فرهنګي اوملي ځلانده شخصیت پوهاندډاکټرمحمدحسن کاکړدامریکاپه هیوادکی په حق ورسید .
انالله و اناالله راجعون
ارواښاددڅولسیزو راپدي خوا آن د ژوند تر پایه پوری دتاریخې، سیاسي،ادبې اوعلمي کتابونوپه لیکلواوژباړلوکې فعال پاتې شو . ارواښادپه ازادی مین اوډیروطنپال ملي شخصیت وو.
زه دکابل پوهنتون پخواني استادپهتوګه د ارواښادمحمدحسن کاکړ په ویرکې ځان شریک ګڼم . دارواښاد مړینه دافغان ولس لپاره خو په تیره بیاد پښتون قوم لپاره يوه لويه نه جبران کیدونکې علمي اوفرهنګی ضايعه بولم،
ارواښاد ته دالله ج څخه جنت الفردوس او محترمي کورنۍ ته یې صبرجمیل غواړم . برسیره پردې خپل ژورخفګان اودخواخوږی مراتب وړاندی کوی.
روح دی ښاد وی
په درنښت
الحاج پوهنوال ډاکټرنظرمحمدسلطانزی ځدراڼ
سحـــــرګـــــه وه د نـــــرګس لـــــېمه لانــــده
څاڅکي څاڅکي يـــې تـر سترګو څڅېده
مــا ويـــل څه دي ښکليه ګله ولي ژاړې؟
ده ويل ژونـــد مي دئ يوه خوله خندېده
نازوانا