مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-12-21   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

کابل کې د لغمان د امنیت او شاهي کانال د پروژې په اړه مهمه ناسته وشوه

جواد

 لغمان والي چې د دغه ولایت د خلکو استازو،مخورو مشرانو،دیني علماوو او ځوانانو یې ملتیا کوله د ملي امنیت له سلاکارمحمد حنیف اتمر سره د لغمان د امنیتي حالت،شته ستونزو او د شاهي کانال د پروژې په اړه یوه تصمیم نیونکې ناسته وکړه.  لغمان والي په دغه ناسته کې پر هغه ننګونو او تهدیدونو خبرې وکړې چې د یاد ولایت امنیت او ولسي هوساینې ته یې زیان رسولی دی، نوموړي د ملي او محلي پولیسو د تشکیلاتو لوړوالی،د امنیتي ځواکونو اکمال او تجهیز،په یادو ارګانونو کې اصلاحات،په ځینو سیمو کې د امنیتي بیزونو ایجاد او د امنیتي ځواکونو د تحکمیاتو د ستونزې هواری هغه غوښتنې یادې کړې چې ورته رسیدګي د لغمان ولایت امنیتي حالت ښه کولی شي او د موجوده تهدیدونو مخه نیولی شي.  لغمان والي دا هم وویل چې په دې وروستیو کې یې له ولس سره پرلپسې مشورې کړې د مشورو پایلې او د خلکو غوښتنې یې د ملي یووالي حکومت رهبري ته سپارلې دي،همداشان نوموړي د شاهي کانال د پروژې،ګله ګوش او وطن ګټو بندونو پر ژر جوړیدو هم ټینګار وکړ.  د لغمان ولایت د خلکو استازو او مشرانو پورته غوښتنې تائید او د ملي یووالي حکومت له رهبري یې وغوښتل چې لغمان ته خاصه توجه وکړي او شویو وړاندیزونو ته مثبت ځواب ووایي.  د ملي امنیت سلاکار د لغمان د ادارې او ولس وړاندیزونه د پام وړ او مهم وبلل د امنیتي سکتور ادارو ته یې لارښوونه وکړه چې شویو غوښتنو ته ژر رسیدګي وکړي همداشان د اوبو او نرژۍ وزارت ته یې دنده وسپارله چې د لغمان ولایت د یادو بنسټیزو پروژو تخنیکي سروګانې په اساسي توګه تکمیل او تطبیق یې لازمه توجه وکړي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery