مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-12-11   مخپرونکئ : 103 - دبېنواخبریال - کابل

چارواکي: پاکستان دي د افغانستان هیواد سره دوستي په مساویانه ډول وکړي.

د کندهار امینه قومندان جنرال عبدالرازق د ګاونډي هیواد پاکستان له چارواکو وغوښتل چي له افغانستان هیواد سره خپل دوستي کمرنګه نه کړي او ملګریتوب باید په عادلانه ډول وکړي امینه قومندان همداراز وویل کومي ستونزي چي په اقتصادي برخه پاکستان افغانستان ته پیښوي دوي هم کولایسي چي پاکستان هیواد او سوادګرو ته مالي ستونزي واړوي دده په وینا کومي ستونزي چي د ډیورنډ کرښي اخوا سوداګرو ته رسیږي دغه ستونزي يې دځان وبللې. په کندهار کي د پاکستان هیواد استازی بیټني وايې کومي ستونزي چي د پاکستان او افغانستان ترمنځ پیدا کیږي شاید له نورو اشخاصو له لوري وي ښاغلي بیټني همداراز د افغان سوداګرو ګټي او تاوان د دواړو هیوادونو ګټه او تاوان وبلل. دا خبري په داسي حال کی کیږي چي د افغان او پاکستاني سوداګرو د یوالي او ګډي همکاري لپاره د تواصل کنفرانس جوړ سو او پکښي ددواړو هیوادونو د تجارانو ګډه خونه جوړه سوه چي دافغان او پاستاني سوداګرو لخوا وستایل سوه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery