مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-12-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پام کوه چې دا نوم پری کښینږدی

روغوال

 


 دوه همصنفیان وه چې د یو نوم افغانستان اود بل نوم ګل جان وه ،ډیره موده وروسته په یو ځای سره مخامخ شول ، وروسته د روغبړ څخه ګل جان ، افغانستان ته وویل ، چې افغانستانه ! بچیان ماچیان خو به لری او که نه ! نو افغانستان ورته وویل ، چې هو ګل جانه وروره ، الله تعالی ،راته لس نارینه بچیان راکړي دي، او یوولسم یی انشا الله په لاره دي ،نو ګل جانه ورته وویل شکر دی افغانستانه ! خو ته راته اوس دا ووایه چې نومونه یی ستاپشانی دي او که له تا سره په نومونو کښې فرق لری ، نو افغانستان ورته وویل ، چې په ټولو باندی مې بادشاهی نومونه ایښې دي ، چې نومونه په ترتیب سره دادی ۰ عربستان ،تاجکستان ، ازبکستان ،ارمنستان ،ګرجستان ، ایران ، هندستان ، یونان ،خراسان ،او د لسم زوی نوم قزاقستان دې نو ګل جان ورته وویل ، چې افغانستانه ! دې راتلونکی زوی ته کوم نوم غوره کړې دي ،نو افغانستان ورته وویل ، چې راتلونکی زوی ته مې د پاکستان نوم غوره کړې دی ، نو ګل جان ورته وویل ، چې پام کاوه افغانستانه ! چې دانوم پری کښنږدی،نو افغانستان ورته وویل چې ولی ګل جانه ! نو ګل جان ورته وویل ، چې ته نه ګوری ، چې دي پاکستان په ټوله دنیا کښې کور په کور مرګونه او ورانۍ شروغ کړی،او که تا چیرته پدی خپل یوولسم زوی باندی دا د پاکستا ن نوم کیښوده، نو انشا الله ته به په خپلو سترګو ددی لسو واړو زامنو مړی ددی یوولسم زوی د لاسه وګوری۰


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery