مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-11-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

اشپلاق

محمود نظری

محمود نظری

 


 خپله نسل وژنه کوي بل ته وایي نفاق مه کوه
 خپله بمباردکوي بل ته وایي انفلاق مه کوه
 زه ددې ډول دوه مخه قضاوت جار سم
 خپله تروم وهي بل ته وایي اشپلاق مه کوه
***
امریکا د ټولو مرداریو مسوله ده
 غنی ددې مرداریو ګټه په کار ده
 د بنده بنده هغې مه نیسه پښتونه
 دبادار هغې خپله نیول په کار ده
 خیر دی که دې وطن اشغال دی
 سترګې او غوږونه تړل په کار ده
 دډیروپه دې اشغال کی ډیره ګټه ده
 ډالرته یې ګلمرجاني نڅاه په کار ده
 امریکایانو او ناتو ته رښتنی سجده کوه
 ستا شیک دریشي ته ډالر بنچه په کار ده
***
داوطن په سیمه کې یتیم ماشوم سوی دی
 هر شاهشوار چې تیریږي وهي یې په شلاخه
 اغوستي لوی کاله لوی بوټونه پزه یې بهیږي
 هر غنی چې راځي وهي یې په پک سر په چپلاخه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery