مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-11-15   مخپرونکئ : 103 - دبېنواخبریال - کابل

غني له امنیت شورا غوښتي د مولوي هبت‌الله نوم تور نوملړ کې زیات کړي

benawa afghanistan
سمون
ولسمشر غني د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې له استازو غوښتي، چې د طالبانو د مشر مولوي هبت الله اخندزاده نوم دې د ملگرو ملتونو په تور نوملړ کې ور زیات کړي. له ارگه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل سوي، ولسمشر تېر ماښام د ملگرو ملتونو د بندیزونو د کمېټې له استازیو سره چې مشري یې جرار وان بوهیمن کوله په ارگ کې وکتل. سرچینه وايي، د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د راغلي پلاوي مشر په تور لست کې د هبت الله اخندزاده او یو شمېر نورو کسانو د نومونو ور زیاتولو په اړه د افغان حکومت نظر وغوښت او غني یې په ځواب کې له هغوی وغوښتل چې د طالبانو د مشر نوم دې د ملگرو ملتونو د امنیت شورا په تور نوملړ کې شامل سي. هغه کسان چې نومونه یې د ملگرو ملتونو په تور نوملړ کې ثبتیږي، ټولې شتنمۍ یې کنگل یا په ځینو خاصو مواردو کې اړوند حکومتونو ته ورگرځي، پر سفرونو یې بندیزونه لگول کیږي، نړیوال پولیس یې په نیولو مکلف کیږي او د ژوند گڼ نورې اسانتیاوې هم پرې محدودیږي. په ټوله کې د ملگرو ملتونو په تور نوملړ کې شاملو کسانو ته د نړیوالو ترهگرو په سترگه کتل کیږي. حکومت په داسې مهال تور نوملړ ته د هبت الله اخندزاده د شاملیدو غوښتنه کوي، چې د سولې پر وړاندې تر ټولو لویه ستونزه په تور نوملړ کې د طالب مشرانو نومونه دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery