مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-11-09   مخپرونکئ : 103 - دبېنواخبریال - کابل

په کندهار کي یو تاجر د ۱۸۸ ښونځیو لپاره د زده کړو د وړ توکو د ویشولو لړي پیل کړه.

دا په کندهار کي د افغان تیمور د ښونځی د یو ماشوم زده کونکی ږغ دی، دی او نور زده کونکي یې زیات خوشحاله وه، په کندهار د دځوانانو دپارلمان غړی عبدالسمیع غیرتمل وايي دیادي ښونځی سره په کندهار کي ملي تاجر حکمت ښادمن ددوي لپاره د زده کړي په ټولګی کي د ناستي لپاره پرشونه، د زده کړي لپاره نور اړین توکي ورکړل، یاد توکي د ۱۸۸ښونځیو لپاره په ۱۲۰۰۴۷ زره افغانۍ په شخصي لګښت رانیول سوي د غیرت مل په خبره په خپلو لاسونه يي تر ښونځیو رسوي. د افغان تیمور ښونځی استادانو او زده کونکو له یادو کسانو مننه وکړه او وايي دوي له دې مخکي په صنفونو کي د شاګرادنو د ناستي لپاره يي فرش نه درلودی او پر تختو کښینستل ددوۍ په وینا اوس يي ستونزه حل سوه دا په داسي حال کي چي د هیواد په بیلابیلو ولایتونه کي ډیری ښونځی وادانۍ نه لري او کندهار له هغو ولایتونو څخه دی چي په ښونځی کي يې استادان او شاګردان له بیلابیلو ستونزو سره مخ دي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery