مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-11-05   مخپرونکئ : 103 - دبېنواخبریال - کابل

پنتاګون افغانستان کې د القاعدې یوه مشر مړینه تایید کړه

Samoon
امریکا په افغانستان کې د القاعدې د یوه مشر فاروق القحطاني وژل کېدل تایید کړل. د امریکا دفاع وزارت (پنتاګون) ویلي؛ د القاعدې دغه لوړپوړی مشر دوې اونۍ وړاندې په ختیځ کونړ ولایت کې د بې پیلوټه الوتکې برید کې وژل سوی دی. القحطاني چې عربستان کې زېږېدلی و، له فبروري میاشتې راهیسې د امریکا د "ترهګرۍ" تور لست کې شامل سوی و. لکه څنګه چې پنتاګون وایي؛ هغه القاعده کې پر امریکا کې د بریدونو له اصلي طراحانو و. فاروق القحطاني چې د قطر تبعه و، همداراز په اروپا کې د مرګونو بریدونو په طرحه کولو په لاس لرلو تورن و. د افغانستان دولت یوه ویاند ویلي؛ القحطاني او ۱۵ نور وسلوال د اکتوبر په ۲۳مه د افغانستان په ختیځ کې په یوه برید کې ووژل سول. ددغه راپور له مخې، په وژل سویو کې دوه عربان او څو پاکستاني وسلوال هم وو. د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته په يوه رپوټ کې ويل سوي چې القاعدې ته وفاداره جنگيالي د افغانستان په اوسنيو جگړو کې د طالبانو ملاتړ کوي. رپوټ کې داهم ويل شوي چې د اسلامي دولت نومې ډله په افغانستان کې ډېره کمزورې سوې ده.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery