مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-10-21   مخپرونکئ : 103 - دبېنواخبریال - کابل

غفوري: د جوزجان فیض اباد لپاره د طالبانو ولسوال وژل سوی

Samoon
په جوزجان ولايت کې د فيض اباد ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول سوى ولسوال له خپلو پنځو ملګرو سره وژل سوى دى. د والي وياند محمد رضا غفوري رسنیو ته ويل، ملنګ روحاني او ورسره ملګري هغه وخت ووژل سول چې اول دوى تېره شپه د ولسي پاڅون پر ځينو پوستو حمله وکړه: "په حمله کې شپږ وسله وال وژل سوي چې په هغوى کې سخي هم شامل دى چې په ملنګ روحاني مشهور و، د وسله والو مړي د جنګ په ساحه کې پاتې دي، اوس هم هلته سخته جګړه روانه ده او په پېښه کې لس کسان ټپيان سوي دي." د جوزجان د والي وياند وويل چې په دې حمله کې دوه افغان پوځيان ټپيان شوي او نورو هغو ته تلفات نه دي اوښتي. ويل سوي چې په دې جګړه کې يوه اندازه مهمات او وسلې هم د افغان قواوو لاس ته ورغلي دي. ذبيح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو وياند بولي، ادعا کوي چې دوې پوستې يې نيولې او درې پوليس يې وژلي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery