مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-10-18   مخپرونکئ : 103 - دبېنواخبریال - کابل

دنی ادارې ۲۲ کسان له درې میاشتني ټریننګ وروسته فارغه کړل .

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې (نی) د کندهار څانګې ۱۴ تني ښځېنه او ۸ تنه نارینه، د کندهار د بیلابیلو ښوونیزو ادارو لپاره د انانسرۍ او پروګرامونو د ښه تنظیم په موخه تر ۳ میاشتنې عملی او نظري ټریننګ وروسته فارغ کړل. په کندهارکي دازادو رسنیو دملاتړ ادارې (نی) د۲۲ کسانو په فراغت غونډه کي زیات شمیرخبریالانو دبیلابیلو ادارو استازو ګډون کړی و دغونډي په لومړي برخه کي ددې ادارې مشر عبدالسمیع غیرتمل وویل چي موږ په دې وروستیو کي داتشه احساس کړه چي یو شمیر ویاندویان دانانسری په برخه کي ستونزي لري نو مو دا وپتیله چي یو داسي ټریننګ دایر کړوچي یو شمیر خویندي اوورونه په دې برخه کي وروزو ، نوموړي زیاته کړه چي موږ وتوانیدلو چي ددریو میاشتو په وخت کي ۱۴ خویندي او ۸ ورونه په دې برخه کي ټرین کړو ، چي اوس دوی کولای سي چي ښه انانسري وکړي دولایت مقام په اسازیتوب ددې ادارې مالي اواداري ریس عبدالحنان منیب وویل چي ددې ترڅنګ چي خبریالان روزل کیږي باید چي عام ولس ته هم دازهنیت ورکړل سي چي دخبریال اورسنیو په اهمیت پوه سي اوخپلي ستونزي تررسنیو ورسول سي . دمیرمن راډیو استازي وفارغینو ته دمبارکی ترڅنګ دوی ته دکاري زمیني دوړاندي کولو زیری ورکړ چي فارغ سوي خویندي کولای سي دوړتیا په درلودلو سره په یاده اداره کي دکارکولو چانس پیداکړي دپروکرام په پای کي پرفارغینو بري لیکونه وویشل سوه .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery