مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-09-24   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د کیڼ لاسو په اړه ۲۳ جالب حقایق

ژباړه:عبدالتواب خپلواک

ژباړه:عبدالتواب خپلواک
زموږ او ستاسي په نړۍ کي ډېری کیڼ لاسي کسان سته،دا چي ولي یو څوک کیڼ لاسی سي؟سبب یې د محیط او جینونو تر منځ مختلطي اړیکي دی،پلټونکو موندلې هغه کسان چي ډېر وخت په کیڼ لاس کار کوي نسبت راسته لاسو کسانو ته بېل د مغزو وایرینګ لري.
 د کیڼ لاسو په اړه ۲۳ په زړه پوري حقایق:
1. د نړۍ ۵-۱۰ ٪ سلنه کسان کيڼ لاسي دي.
2. د کیڼ(LEFT) کلمه دanglo-saxon د (lyft) ويي څخه اخیستل سوی ویی(لغت) دی چي د مات سوي یا کمزوري په معنی دی.
3. کیڼ لاسي کسان ډېر کله د دماغ د ښي طرف څخه ګټه اخلي.
4. په امریکا کي ۳۰ میلیونه کسان په چپه/کیڼ لاس خورک کوي.
5. د متحده ایلاتو څلور ولسمشران کیڼ لاسي وه.
6. کيڼ لاسي کسان د نورو په نسبت ۳ ځلي زیات د شرابي کیدو میلان لري.
7. کیڼ لاسي کسان په ټینیس،لامبو او سوک وهلو کي ښه وي.
8. کیڼ لاسي کسان د خپلو ښي/راسته لاسو همغاړو په نسبت ۲۶٪ ډېره شتمني لاسته راوړی سي.
9. په پخوا کي کیڼ لاسي والی د یاغیتوب،شیطان نښي،عصبي لیونيتوب،تندلاریتوب نښه ګڼل کېده او همدا ډول جرم او همجسبازۍ ته د میلان نښه وه.
10. په پیشوګانو،موږکانو او مږو کي هم کيڼ لاسي او ښی لاسي (کیڼ پنجه او ښی پنجه )سته.
11. ډیري هغه ښځي چي تر ۴۰ کلنۍ وروسته حامله کېږي،شاید کیڼ لاسی بچي وزېږوي.
12. د آپولو(د امریکا د هوايي بېړیو لړۍ) یو هوانورد هم(asrtonaut) کیڼ لاسی وو.
13. کیڼ لاسي کسان د حساسیت او نفس تنګۍ په وړاندي ډېر حساس دي.
14. کیڼ لاسي کسان په ریاضیاتو او انجینرۍ کي ډېر پیاوړي دي.
15. تر ټولو اوږد لغات په کیڼ لاس کارولو سره لیکل کېږي.
16. کيڼ لاسي ښځي ۶ میاشتي وروسته بلاربښټ ته میلان ښيي.
17. یوه نوې څېړنه ښيي چي که کيڼ لاسي کسان خپل کيڼ لاس زخمي کړي نو ډېر ژر به په راسته لاس سره عادت سي.
18. ملکه الیزابیت ۲ ،مور یې او شهزاده چارلیس او ویلیام کيڼ لاسي وه.
19. کیڼ لاسي کسان اکثره د بویولو د حس د نه شتون څخه کړېږي.
20. اساما بن لادن او د نړۍ مشهور قاتلین او تښتونکي (بوسټن سټرینګلیس او جاک )کيڼ لاسي وه.
21. د کیڼ لاسو کسانو د کيڼ لاسي والي لمانځني نړیواله ورځ د اګسټ ۱۳ مه ده.
22. کیڼ لاسي کسان نسبت راسته لاسو کسانو ته ډېر جذباتي،او ژر قهرېدونکي دي.
23. کیڼ لاسي نسبت ښي لاسو ته تر اوبو لاندي ښه لیدل کولای سی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery