مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-08-26   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

دافغان ولس اندېښنه او پوښتنه !

حبيب الله غمخور
تاريخ ثابته کړې ،دروسې گټی له افغانستان سره په دوستانه مناسباتوکي نغښتي دي . موږ پوهېږو ې له بده مرغه دافغانستان دخپلواکي دترلاسه کولو دروځې نه را وروسته تر همدي دمه د افغان ولس راتلونکی برخليک ددونړيوالو زبرځواکو دسيالو قرباني اوکله هم ددې سياليو په اورکي سوځېدلی دي . زه اوس زموږ په هيواد کي پر تيرواوسنيو سياليو تبصره نه کوم،خو دومره وايم چي زموږ افغانانو راتلونکې نه بايد دزبرځواکودسيمه ايزو اويانړيوالو گټودسيالو پليگون اوسی . داخبره پداسي حال کي کوم چي روسيه او امريکا دواړه په خپلو تبليغاتوکي په افغانستان کي سولي اوثبات راوستوته ځانونه ژمن بولي او دادی دبروکسل نړيوال کنفرانس ته تياری نسی . خو ددې ترڅنگ دافغانستان په اړوند پداسي حساسوډيپلو ماتيکو شرايطوکي دروسيې داستازي داوړانديز(( که امریکا پر روسیې بندیزونه پای ته ورسوي، مسکو به د افغانستان حکومت ته هیلي کوپترونه ورکړي .))زموږ لپاره دا دتعجب وړه خبره ده .ځکه له يوې خوا رسويه دافغانستان سره ددوستۍ اوږد تاريخ ته گوته نسی اوله بلې خوا دومره لنډ فکره سی چې که امريکا ددوي گټې مني نو بيا دوي دافغانستان سره دوستی پالي اومرسته ورسره کوي . سره له دې چې هيځ هيوادبل هيواد ته مفت هيڅ نه ورکوی،خوبياهم دديپلوماسی په تعبيرکي دادمرستی خبره منل سوې ده . دافغان ولس سوال دادی که امريکادا بندېزونه چې په افغانستان پوري هيڅ اړه نلري،بلکی داد امريکا اوروسيې دگټوخبره په منځنی ختيځ اوکراين په مسلې پوري اړه لري ، ايسته نکړه ، نو هغه وخت به روسيه دافغانستان سره خپل اړېکي څنگه ساتي ؟؟؟ که روسيه غواړي دافغانستان سره دوستانه مناسبات ولري اودافغانستان له خاوري دشرارت نه خپل سيمه ايزحاکميت وساتی بايد دافغان دولت سره دنړيوالی ترهگری اوتروريستی بانډونودځپلو لپاره هر ډول مالی ،مادي اوتخنيکی مرستي وکړي،کنه دابدمرغه ترهگر به يو ورځ دروسې دگټو اوياپه روسيه کي ديوچا دروازه وروټکوی .نه نپوهيږم هغه به بياروسی چارواکي څه کوی ؟ بيابه دخپل نړيوال سيال پر خلاف زموږ پاکه اوسپېڅلې خاوره دنړيوالودسياليو ميدان گرځوي او افغانان به قرباني کيږي؟؟ داډول دوستی متاسفانه ددښمنۍ اندېښنې رازېږوی ،چي موږ یې نه غواړو . اوس تاسو خپله دښاغلی زامير کابلوف داڅرگندونې خپله ولولی :زامیر کابلوف : که امریکا پر روسیې بندیز لیري کړ، افغانستان ته به څرخکې ورکړو . تاند- د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړی استازی وايي، که امریکا پر روسیې بندیزونه پای ته ورسوي، مسکو به د افغانستان حکومت ته هیلي کوپترونه ورکړي . August 24, 2016
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery