مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-08-22   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

احدي: په حکومت کې مخالفتونو په جګړه کې د سرتېرو محاربوي کیفیت زیانمن کړی

احمد فیصل
یو شمېر افغان سیاستوال وايي، د حکومت د مشرانو تر منځ مخالفتونو پر امنیتي وضعیت بد اغېز کړی دی. یاد سیاستوال زیاتوي، سیاسي وضعیت د جګړې په ډګر کې د سرتېرو محاربوي کیفیت زیانمن کړی دی. د دغو سیاستوالو له ډلې د نوې ملي جبهې او اپوزېسیون ريیس انوارالحق احدي ویلي، کله چې سیاسي لانجې روانې وي، د جګړو قوماندانان به سرتېرو ته په ډاډه زړه امر نه شي کولای او له پرمختګ به پاتې راځي. احداي وايي، که وضعیت همداسې دوام وکړي، امنیت به لا پسې خراب شي. هغه زیاته کړې: ((کله چې حکومت په خپله متحد نه وي او ډېر شدید سیاسي مخالفتونه موجود وي، په هغه صورت کې په امنیتي وضعیت باندې تمرکز هم لکه څنګه چې په کار ده نه وي، په دې اساس طبعاً سیاسي مخالفتونه په امنیتي مسایلو هم منفي اغېز کوي.)) پر پوځي عملیاتونو باندې د سیاسي لانجو د بدې اغېزې په اړه اندېښنې په داسې حال کې پیدا شوي چې په همدې وروستیو کې د جګړو له امله خواجه غار، دهنې غوري، خان اباد، ناوه او ګرمسېر ولسوالۍ د طالبانو په لاس موقتي سقوط شوې دي. د ملي وحدت د حکومت اجرایه ريیس عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل چې په حکومت کې سیاسي بحثونه د امنیتي ځواکونو د هېرولو په معنا نه دي. هغه زیاته کړه: ((په هېواد کې به سیاسي مسایل رامنځته کېږي، خو دا به هېڅکله په دې معنا نه وي چې زموږ سرتېري د ټولو هر اړخیزه ملاتړ ونه لري.)) بلخوا پوځي کارپوه جنرال زلمی وردګ وايي، اوسنی امنیتي وضعیت خراب دی او که حکومت د خپلو تېروتنو د اصلاح لپاره اقدام ونه کړي، حالت به بېخي له کنټروله ووځي. هغه ازادي راډيو ته ویلي: "طالبان په کوم اساس چې جګړه کوي، د هغوی پلان یو دی، خو موږ په بېلابېلو هدفونو پسې ګرځو، دا کار به د دې پر ځای چې جګړه کمه کړي، لا به پسې د جګړې لمن وغځوي. " وردګ دا هم وايي، که د حکومت مشرتابه یوه نه شي، د مخالفانو پر وړاندې به لیدلوري متفاوته وي او دا حالت به د مخالفانو په ګټه تمام شي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery